قطر له ایټالیا سره د جنګي بیړیو د پیرلو قراداد لاسلیک کړی:
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۱۲ فرید افغان)
قطري چارواکو ویلي چې د هیواد د دفاع په خاطر یې دا ځل د نظامي تجهیزاتو په پیر پیل کړی دی.
د قطر د بهرنيو چارو و زير شيخ محمد بن عبدالرحمن الثاني رسنیو ته ویلي چې چې هېواد به يې د ۵ ميلياردو يورو په ارزښت ۷ نظامي بېړۍ د ايټاليا له هېواد څخه واخلي.
نوموړي ویلي خوښ دی چې دا تړون لاسلیکوي ترڅو د هیواد ځمکنی حاکمیت یې نور هم خوندي شي.
الثاني په پلازمېنه دوحه كې د خپل ايټالوي سيال انجلينو الفانو سره په ګډه خبري غونډه كې څرګنده كړه چې دا بېړۍ به يې د هېواد د وسله وال پوځ نظامي وړتيا نوره هم زياته كړي.
نوموړي له نورو جزیاتو د ورکولو څخه ډډه وکړه خو و یې ویل چې د دې بیړیو څخه لمړنۍ هغه به یې ۲۰۱۹م كال كې قطر ته ورکول شي.
باید وویل شي چې قطر داسې مهال یاد تړون لاسلیک کړی چې د ۴ عرب هیوادونو له سختو بندیزونو سره مخ دی.
له دې سره همهاله په دې هیواد کې د ترکیې جنګي بیړۍ دې هیواد ته رسیدلې ترڅو له قطري پوځیانو سره ګډنظامي تمرینات ترسره کړي.


















