داعش څنګه په هرات کې دومره لوی وحشت وکړ؟
تبصره: فرید افغان.
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۲)
تیره شپه شاوخوا اته بجې څو تنو داعشي اورپکو په هرات ښار کې د شیعه لمونځ کونکو په یوه جومات کې خونړی برید او چاودنه وکړه چې په ترڅ کې یې لسګونه هیوادوال ووژل شول او تر سلو پورې ټپیان شو.
داعشي ملیشو په ډیر افتخار سره د یاد برید پړه ومنله او په خپل اعماق خبري سایټ یې ولیکل چې په ډیره میړانه یې تر سلو ډیر شیعه مرتدین د تورې ښکار وګرځول.
راځو هغو وجوهاتو ته چې دې برید ته یې زمینه سازي کړې او اهداف یې څه دي؟
د افغانستان متدین ولس اوس ټول پدې ښه پوهیږي چې قسم خوړلی غلیم راته هر وخت خپل غشی په لینده کې ایښی او د مورچل له زاویي مو څاري ګډ غلیم مو هغه ځواک ده چې په ۲۰۰۰ کال کې یې د افغانستان لپاره لښکر کشي د صلیب دځلولو او د هغه د موخو لپاره وکړه خو چې کله پوه شو چې افغان ملت یې په هیڅ رنګ منلو ته ندی تیار او سلګونه میلیارد ډالر زرګونه پوځونه او پراخ امکانات یې د خوړ د تیږو په څیر بې اهمیته لاهو کیږي، نو یې د اربکیزم پروژوي اختراع وکړه چې په لږ موده کې هغوی هم د اجرتي قاتلانو په صبغه کې ځان ونغښتلو او د خاورې او وطن د دښمنانو لخوایې د همدې وطن د بچیانو په ضد کرایي جګړه پیل کړه .
چې ډیر ژر مات بې اهمیته او له انزوا سره مخ شول.
تر هغه وروسته یې په سوریه کې خپله مخترعه ډله لمړی په عراق او بیا د افغانستان پاکې خاورې ته د څو موخو لپاره را وارده کړله.
* دوی غوښتل چې دا ډله د مخفي اربکیانو ځای ونیسي ترڅو د هغوی ورک اعتبار بیا راژوندی کا.
*دوی ویل چې دا ډله په مذهبي شعار او د حی علی الجهاد په ژبغړانده لهجو ښه بلده ده نو د طالب په جامه کې ډیرڅه کولی شي ترڅو د طالب فزیکي وجود تخریب کړي.
* دوی اکثریت وهابیان یا غیر مقلد ؤ دوی غوښتل له دې لارې په افغانستان کې مذهبي او ذات البیني شخړو ته پنځونه ورکړي او په دې توګه د شیعه او سني ترمنځ متحد ټغر ټول او په ځای یې د نفاق پوځکی وغوړوي .
همدا ټکی لږ تشریح کوو.
په ننګرهار کې د دې ډلې له وجود وروسته پدې ولایت کې د تر ډیره هڅه شوې چې مذهبي تربګنۍ ته لمن ووهل شي دوی هڅه کوي چې د اهل السنة علما له صحنې لرې او خپلې خوارجي نظریې په عام ولس باندې تحمیل کا.
په شمال کې بیا همدوی له یوې خوا وسلوال غله او قاچاقبر دي او له بل پلوه د مکتبونه او د هغوی ښوونیز نصابونه نشي زغملی خپل جوړ کړي نصابونه یې د نوي نسل ماشومانو ته شروع کړي، اکثریت مکاتب یې وران کړي او ډیری ښوونکي یې د درس د ویلو پخاطر په مرګ ګواښلي.
له دې سره د دې ډلې کوښښ داده چې په دې ولایاتو کې د شیعه ګانو پرضد توطیې او پلانونه جوړ کړي تر څو په ذهن کې یې له یوې خوا خپل وحشت خوندي، او له بل لوري د پښتو او فارسي متضاده تربګنۍ ته زمینه سازي وکا.
دوی له دریو پرمختللو سازمانونو لخوا په کار اچول شوي چې درۍ واړه جلا او بیلې موخې لري.
امریکایي استخبارات یا سي آی اې چې د دوی په وجودي جوړښت کې یې مهم رول لوبولی غواړي د دوی په توسط له یوه پلوه خپل باعزمه مخالفین وسلوال طالبانو ځپي، او له بلې خوا غواړي د مسلمانانو او په تیره بیا د افغانانو زړونه او فکرونه د جهادي خوځښتونو په ضد راوپاروي او هغوی ته جهاد د جنګي جرایمو په توګه وروپیژني.
پاکستاني استخبارات یا آی اس آی غواړي د دوی له طریقه مذهبي شخړو ته لمن ووهي.
او افغاني استخبارات یا ان ډي سي غواړي چې د دوی له وحشت څخه دخلکو په خپلولو او دهغوی په راجلبلو همداراز خلکو ته د جهاد او مقاومت په رنګ بدولو کې کار واخلي. او همداراز د حکومت د پایښت لپاره د دوی له آدرسه د نړیوالو څخه بسپنې ترلاسه کړي.
ویلی شو د هرات برید د دې وحشي څیرو هغه کړنه وه چې ښایي د سیمې د استخباراتي اداراتو لخوا ورته پلان شوې او د یوې فاجعې په توګه په سیستماتیک ډول رامنځته شوې وي


















ډیره روښانه خبره ده چې دا کړنه د غنی او اتمر لخوا سوی هغوی داعش جوړ کړی دي او اکمالات یی کوی او اوسنی مشر یی په دننه کې حکمت مار دی غواړی چې اوبه خړی کې او ماهیان په کښی ونیسی – مذهبی تفرقی را مینځ ته کړی او د خلګ فکر په دغه ډول مصروف وساتی – د الله جل جلاله لعنت دی وی پر داسی کسانو چې د خپلو ناروا ګټو لپاره خلګ غولوی او په اختلاف کې سره اچوی = قاتلهم الله تعالی قتالا کبیرا