د جګړې په ناکامۍ باید اشرف غني ګوښه کړل شي

سرلیکنه

په افغانستان کې د افغانانو په وینو روانه جګړه د یوې ورځې نه بلې ته سختېږي. دا دی د هېواد په ۱۱ولایاتو کې سختې جګړې روانې دي؛ خو د ناټو او امریکایي قواوو هر یو قواماندان چې په کابل کې مطبوعاتي غونډې ته وینا کوي، وایي: سره د میلیاردونو ډالرو په لګولو مو د افغانستان په جګړه کې کامیابي نه ده ترلاسه کړې او د طالب وسله والو بریدونه پر موږ او افغان پوځونه زیاتېږي.

تېره ورځ همدا وینا په کابل کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان، جنرال نیکولسن په یوه مطبوعاتي غونډه کې تکرار کړې ده. په مقابل کې یې د امریکا نوي جمهور رئیس ټرمپ ګواښ کړی دی. ویلي یې دي چې جنرال نیکولسن به له دندې ګوښه کړي او پر ځای به یې یو داسې قوماندان معرفي کړي چې هغه ورته په افغانستان کې د جګړې د ګټلو خبر ورکړي.

د ټرمپ خبره تر څه حده رښتینې ده، ځکه د کوم مقصد لپاره چې لګښتونه کېږي باید ګټه هم ترلاسه کړل شي. خو ټرمپ باید په دې هم ځان پوه کړي چې تر ده مخکې پرنګيانو او روسانو د افغانستان په جګړو کې مالي او ځاني تاوانونه کړي دي، سرونه یې پکې بایللي دي؛ خو له افغانانو یې جګړه نه ده ګټلې. ټرمپ دې له ۲۰۰۱ راپدېخوا  په افغانستان کې د خپلو میلیاردونو لګښتونو او ترلاسه کړل شویو ګټو حساب وکړي، بیا دې  غور وکړي چې د نیکولسن ګوښه کول به ورته په ګټه وي او که د اشرف غني؟

تر څو پورې چې په افغانستان کې د ګټو خبره ده هر چا صرفه نه ده کړې. چا د دوستۍ او چا د دښمنۍ په شکل په افغانستان کې ګټې وکړې؛ خو ټرمپ په افغانستان کې د جګړې د ګټې سوچ هم نه کوي چې افغان خاوره به له افغانانو ونیسي او د اسیا لپاره به افغانستان خپله مورچه جوړه کړي.

دا دی په اونیو اونیو د نورو ولایاتو په څېر په هلمند کې جګړه روانه ده. د بهرنیو پوځونو له مرستې سره بیا هم  افغان امنیتي ځواکونه د ګرشک ولسوالي له طالب وسله والو نه شي نیولای. دا مهال پرې پرېکنده جګړه روانه ده. هغه د چټک غبرګون ځواکونه چې دفاع وزارت ورته ډېره تمه لري، د وسله والو طالبانو په مقابل کې څوک تسلیمېږي او څوک د تېښتې لار نیسي.

که ټرمپ په دې نامه جنرال نیکولسن له دنده ګوښه کړي چې په افغانستان کې یې جګړه ونه ګټله، پر ځای به یې بل کوم قوماندان معرفي کړي. ټرمپ دې په افغانستان کې د جان کېري په لاس پر افغانانو ورتپل شوی اشرف غني ګوښه کړي چې افغانان له مرګ او ژوبلې وژغورل شي.

په افغانستان کې که د نیکولسن پر ځای بل کوم ”سن“ او ”لن“ د جګړې قوماندان کړي، بیا به هم امریکايي قوماندانان د جګړې د بایللو یادونه کوي. د افغانستان جګړه د انګرېزانو هغه نماینده الکزاندر چې ټوله امپراتوري یې ورته سپارلې وه له افغانانو ونه ګټله. د روسيې په پوځ کې مخکښ جنرال ګروموف له افغانانو جګړه ونه ګټله. د امریکا جنرالانو لن او مولن هم خپله تجربه وکړه او له افغانستانه ناکام ووتل.

غوره دا ده چې ټرمپ په افغانستان کې په خپلو تاواني لګښتونو، د پوځونو په مرګ ژوبله او د جګړې په ناکامیو سوچ وکړي، د امریکا لخوا پر افغانانو تپل شوی اشرف غني له دندی ګوښه کړي او د افغانستان مسئله خپله افغانانو ته پرېږدي چې خپل سرنوشت پخپله افغانان وټاکي. دا به د ټرمپ لپاره ګټوره وي چې خپل او د ناټو پوځونه له افغانستانه وباسي.

په افغانستان کې نه نیکولسن له افغانانو جګړه ګټلای شي او نه نور امریکایي جنرالان. اشرف غني او د هغه حکومت خو هېڅ نه شي کولای. اشرف غني د دې لپاره ښه دی چې په کوم ځای کې څه پېښه وشي، ورشي او ورسره وژاړي، تېره ورځ هرات ته تللی و؛ د جوادیه په جومات کې به یې د قربانیانو له ورثاوو سره ښه ډېر ژړلي وي. په ژړا حکومتونه نه کېږي، څو افغانان د خپل سرنوشت لپاره، د خپل ځان لپاره، په خپله خوښه، خپله پرېکړه ونه کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button