په ظاهر ښکلی او نرم سیکولریزم او په معاصر وخت کې یې په ولسونو کې خپرېدا

ډاکټر آصف
سیکولریزم هغه تور مخې او کرغېړنه مفکوره ده چې د اسلام د سپېڅلي دین په وړاندې په هر ډګر کې په ډغرو بوخته ده، چې زیاتره ډغرې یې فکري او دعوتي ډغری تشکیلوي. دا کرغېړنه مفکوره غواړي چې د اسلام ځای ناستی وګرځي، خو د اسلام په جامه کې؛ نو ځکه ځان د اسلام په رنګ رنګوي، څو له دې لارې وکولای شي په پراخه ټولنو کې په ځانګړې توګه په ځوانو ټولنو کې ځالې پیدا کړي. سیکولریزم داسې یوه منحوسه پدیده ده چې د اسلام سره په په یوه اړخ کې هم کومه څرګنده ډغره نه وهي. ځکه چې دا ناوړه او چلبازه مفکوره په دې پوهېږي چې دا نا ممکنه ده چې پر رښیتنې اسلامي ټولنه دې دا مفکوره ومني.
نو ځکه د آزادۍ، هیواد، قومیت، دموکراسۍ او د ګوندونو د ډیروالی، د ښځو حقوق، د لږکیو حقوق، د بشر حقوق او یو له بل سره په سوله کې ژوند، هر چاته د اجتهاد دروازه پرانیستل، (ځکه وایی چې په اسلامی کې جمود نشته) په نړۍ کې د افراطیت او ترهګرۍ سره جګړه، تنویر او تطوییر، د شریعت موخې، د اسلام روح شعارونه ورکوي.
دا ټول هغه مصطلحات او مفاهیم او خیالونه دی چی له دې لارې دوی هڅه کوی څو د دې د مطرح کولو له لاری اسلام د یوه معتدل دین په حیث خلکو ته معرفي کړي، او په دې بهانه چې له افراطیت تاوتریخوالي او ترهګرۍ سره جګړه کوی د هیواد او هویت ساتنه، برسیره پر دی بالآخره سم اسلامی مفاهیم د خلکو په ذهنونو کې ګډوډ کوي او د دین د اساساتو په اړه د زیاتره خلکو اذهان مشوش کوي، په ځانګړی ډول هغه خلک څوک چې د اسلام او شریعت په اړه یا معلومات نلری او یا نیمګري معلومات لري او یا د اسلام له فرهنګ سره اشنا نه وي چې د سیکولریزم له دې خردجالۍ نه یې وژغوري.
د بیلګې په توګه:
هغه څه چې نن سبا د زرګونو خلکو له خولې او د تلویزیوني چینلونو له لارې اوریدل کیږي هغه دا چې په نوي زیږیدلي ماشوم باندی له زیږون نه وروسته عقیقه کول د اسلام نه بلکه د یهودانو رسم او رواج دی!!!
او یا د ښځې حجاب کول تخلف او زوړ فکر دی، او د ښځې نقاب کول یو اسرائیلي رواج دی چی له تلمود نه اخیستل شوی دی، او د اسلام دین سره هیڅ ډول اړیکه نلري.
او ږیره پریښودل د پخوانیو عربانو یو بد کلچر دی، او دا کومه اسلامی او نبوي فریضه یا سنت نه دی.
صحیح بخاري درست کتاب نه دی، امام بخاري په احادیثو نه پوهید.
په روژه کی سګریټ څکول روژه نه ماتوی او نه حرام دی.
د بانکونو عواید او ګټي په سود کی نه راځي او نه هغه څه دی چی الله او رسول یی حرام کړی.
د هنر په نوم د ښځو لوڅول او فحشا، او منکرات حرام نه دی بلکه دا د خلکو د خوشحالولو لپاره او د ولسونو د ژوند د هوسا کولو لپاره یوه هنري رسالت دی.
او د سیاحت په نوم ځان لوڅول، فجور کول شراب څښل، سندرې ویل نڅا، زنا، فحشا او منکرات، دا ټول شخصي ازادي ده، او اسلام ندی منع کړې، بلکه څوک یې چې منع کوی هغه افراطیان او بنسټ پال او یا ترهګر دي.



