سم الله الرحمن الرحیم
لیکوال: جابر نعماني.
روان حیاء توږونکی د بربنډ توب، او عیاشی ترویج او خپروني په حقیقت کي د سوشلیزم، یهودیت، او عیسائیت په ګډه د اسلام پر خلاف یو قصدي، عمدي، عمل، او ذلیله دسیسه ده، چي هدف يې لومړی د مسلمانانو له زړونو او فکر څخه ملي غیرت، حجاب، او شرم لمینځه وړل دي، دا اقدار ډیر مهم دي، کله چي کوم قوم لوړ امور برداشت کړي، انحراف وکړي، اسلامي تهذیبي او اخلاقي اقدار وبایلي، نو بیا چي هر څه ورباندي وتپل شي په اسانی ورباندي تطبیقیږي.
قرآن کریم په لوړ اواز عبرت انګیز داستانونه اوروي، خپله اوسني حالات هم مسلمانان غور او فکر ته دعوتوی، په عیاشی مو لومړی قبله د لاسه ورکړل، د غیرت نمونه قوم عرب د شهوت او عیاشی داعیان، او لومړی درجه فحاش شول، چي له امله يې استقلال، دیانت، او بهتري په مکمل ډول له لاسه وتلي، په نړی کي د مسلمانانو وژنه عامه شوي، د قبرص، خراسان، فلسطین مجبور او مقهور مسلمانان د جبر او تشدد ښکار ګرځيدلي، یهودیانو د مسلمانانو ملکونه په نیپام بمونو غلبیل کړل، دا هر څه د دې له امله چي مونږ له خپل حقیقت څخه انحراف وکړ، ځانونه مو بربنډ کړل د عزت، او برم څلي مو ونړول، او لوڅ شوو، مونږ ناکام شوو ځکه چي مونږ عیاشي اختیار کړل.
هوښ! که مو نن ژر تر ژره خپل دیني حمیت او غیرت تحفظ نکړ نو تاریخ شاهد دی چی فطرت هیڅکله هم بې غیرت، او بې همت قومونه سرفراز څه چي نوم او نښه یې نه ده یاده کړي، د امت د زوال دا داستانونه د قرطبې، غرناطې له دروازو دیوالو څخه وپوښتئ! د الحمره له محلونو، د سپین او اندلس له غرونو او بانډو، بلخ بخارا او د سمر قند له مدرسو او مسجدو څخه یې وپوښتئ! لومړی غیرت واخیستل شوو بیا د جهاد جذبه سړه شوه، وروسته نو بیا چي څه کیدل هغه وشول.
ټول ګورو چي څو بې حیاء، له اسلامي، او پښتني حیاء او کلتور څخه عاري ښځي د صلیبي فاحش ائتلاف ډول، او نغارو په بدرګه د ځوانانو پر سینو ناڅي، معاشره د ډیرو سپيڅلو شعارونو په نعرو لوڅتوب، او ډمتوب ته تشویقوي، ځان ته له ځانه حقوق جوړوي، او د طامعو دیوثانو په ژبه همدغه خودساخته حقوقو ته قانوني، حتی شرعی بڼه ورکوي.
مونږ نه پوهیږ دغه مردار لمني ښځي د کومو حقوقو څخه په استدلال پر مونږ عیاشي تپي؟ دا د شا او مخ نڅا د کوم مسلم قانون درکړل شوی حق دی؟ چا چي د افغانستان په ځمکه کي فقط یو ورځ وخت تیر کړی وي هیڅکله به داسي افعال زمونږ د جامعي او معاشرې جزء ونه بولي، کوم چوکاټونه چي دوی د ځان د ازاد ساتلو لپاره یاد کړیدي دا خو ټول د بربنډی عیاشي طرفونه دي، چي هیڅ وخت به یې زمونږ معاشره هضم نه کړای شي.
مونږ د ښځو د مسلمو حقوق مخالفت هیڅ کله نه کوو، بلکه د یوه مسلمان او افغان په صفت د ښځو فطري کمزوري، او عجز له امله هغوی باندي سخت رحم او احترام ورته لرو، هدف مو هر ګز د دوی داسلام سپارلو حقوقو سلبول نه دی، مونږ د یو څو مشخصو ښځو پر عروج د فحشا سخت مخالف یو او دا فحشا د دوی حق نه بولو.
په مکتبونو، پوهنتونو، کورسونو او نورو تعلیمي ادارو کي مخلوط تعلیم، په ښځينه پوښاک کي بی حیایې او ټيډيزم ته کمپاین ناوړه عمل بولو، د دغو ښځو د بربنډ سینمايې عکسونو چوک پر چوک نمایش، په ورځپاڼو، او ویبپاڼو کي د رقاصانو، او عصمت پلورنکي ښځو، زومانو او ناوېانو عکسونه، او د مردار لمنو ښځو تشهیر، د ښځينه مکاتبو، پوهنتونونو او د هغوی د کړنو بې حجابه عکسونه، په مختلفو اشتهاراتو او لوحو باندي د ښځینوو مناظر کشي، سربېره پر دې د جنسي لټریچر ترویج او اشاعت، فحش ناولونه، په ایف ایم راډیوګانو د عشقي فلمونو غزلي، له غیر محرم ښځو سره خبري اتري، د بې هوده مصریو تبادلي، او فرمایشات، پر تلویزیون د هالیووډ او بالیووډ بي اخلاقه فلمونو وړاندي کول، دا او دیته ورته ټولو ناوړه اودیوثو عملونو له امله د عوامو دیني غیرت ورځ په ورځ تباه کیږي ځوانان بالخصوص محصلین له دین څخه متنفر کیږي، عیاشي يې په فکر او زړه سلطه کوي، او خلګ به ګړی په ګړی د هر دروند دود ګستاخي وکړي، قیصه لا دلته نه خلاصه کیږي، هغه کارونه روان دي چي شاید زه په خبر نه یم او تاسو يې اوریدل ونه غواړی، حیف په داسي حال کي بدي په خلاصو تڼیو میدان کي ګرځي او نیکي تر مسجدونو محدوده شویده.
د همدغو مردار لمنو ښځو په وسیله ډیموکراټیک، او کمیونیسټ حکومتونه هم د بچه بازانو او زنکبازانو څخه جوړ فوځ ته انګیزه ورکوي، پوستو، او نظامي هډو ته يې ور غواړي او زنا ته یې عملاً تشویقوي، او همدغه بدکراداره او بدعمله زنانه بیا په سترو سترو مجالسو کي تقدیریږي، ددې لپاره چي نوري ښځي هم له کورونو را ووځي او د فحشاء خپرولو لاره خپله کړي.
په اسلامی ملکونو کي هره ورځ په ملیونهاوو ډالر د فحش فلمونو امدن کفارو ته ځي، په اسلامي نړی بلخصوص افغانستان کي د جبري جنسي تیریو، یا په رضا د زنا عمل په بې ساري توګه ډیر سویدی، دا فاحش قومونه د لواطت او زنا سربېره د حیواناتو سره هم بدفعلي کوي چی یواځينی لامل یې د فحشاء اوج، او بد لمنو ښځو د اندامونو جوتول دي، او دا ځکه چي بدلمنو ښځو د ژوند پر هر رګ خپلي منحوسي داړي ټینګي کړیدي.
په داسي حال کي چي فحشاء زمونږ د کورونو دروازې ټکوي، میدان يې ګټلی، او زیار باسي تر څو موږ هم له اړخه وتوږي په کار ده تر څو هر یو خپل مسؤلیت درک کړو، نه تنها ځان تري وساتو بلکه د ترویج، او د انکشاف مخه يې ونیسو، تر څو مو د اسلامي تهذیب او تمدن د احیاء لپاره په منظمه توګه لاسونه یو کړی نه وي، د نشر او اشاعت لپاره يې میدان ته رانشو د اسلامي امت تحفظ او وقایه ممکنه نه ده.
په یاد ولرئ! مونږ ټول د دغه فحشاء په سرعت د خپراويو پر وړاندي د سکوت او سقوط جواب ویونکو یو، دا فحاش خلګ د الله جل جلاله عظیم قهر او غضب دعوتوي، که مونږ د الله جل جلاله د قهر او غضب څخه بیریږو نو باید هغه خلګ لمخي ورک کړو چي الله جل جلاله په غصه کوي، کنه د ځان خلاصولو بله هیڅ چاره نسته.
حقیقت دا دی چي د نړی په سطحه د غیرت غرونه دي هغه چي فاحش عیاش نه دي، د نړی ورباندي تسلط ناممکن دی، ازاد او سرنه ټیټونکي دي، هغه خلګ چي عیاشی په غیږ کي نیولي بې قدره، ذلیل، او غلامان دي، د جنسي غرائزو د سړولو لپاره هر څومره لویدلی کار کولای شي، نه خپل اولاد پيژني او نه د بل عزت.
که په رښتوني ډول اسلام، حیاء، او غیرت محفوظولو غواړو او افغانستان د اسلام د اخري کلا په توګه ساتل غواړو نو یو څوک به حتماً د دغه بې پایانه فحشاء او عریانی مخه نیسي، یو څوک باید اوایې چي نور بس ده.
مونږ د ټولو مسلمانانو بالخصوص افغانانو څخه په ډیر احترام غوښتنه کوو چي په عیاشی او فحاشی کي ترقي ونه لټوي، هغه د زوال لاره ده، بلکه د ارتقاء او ترقی لاره بربنډه نه ده، مونږ او تاسو مکلف یو تر څو د دغه ستر مسؤلیت د اهمیت احساس وکړو، د مؤثر او دروند اقدام لپاره مخ وړاندي قدمونه پورته کړو، له هري ممکني لاري څخه په استفادې دغه فحشاء وغندو، په خوله او لاس یې منع کړو، زمونږ د الله جل جلاله پر نصرت پوره باور دی هغه به حتماً مرسته کوي، او د هیچا اجر نه ضائع کیږي.
مونږ د ملت په هر درد د خوږمنو تنظیمونو، او ډلو پام راوړو هغه چي د کمیونیزم، الحاد، ارتداد، نفاق، او اخراج او نور غیر اسلامي نظریاتو پر خلاف د سندان په څير مظبوط ولاړ دي، غواړو دوی په هیواد کي پرمخ زیاتیدونکي عریاني، فحاشي، بې لاري، د لوڅو او بربنډو منظرو برملا نمایشونو او د شرمونکي شهرتونو پر خلاف هم پام وکړي، مخالفت يې وکړي، او پر خلاف يې د عمل میدان ته راشي.
د متدین، او عرتمند افغانستان په هیله.


















