اوس ښه معلومه شوه چې په مکه معظمه  کې آل سلول حاکمان دي

لیکوال : امین وردګ

دا چې مکه معظمه د الله نازولي نبي (صل الله علیه و آله و سلم) فتح کړه نو د مکې مکرمې  ټولو خلکو په ظاهره ایمانونه راوړل خو وروسته  ښکاره شوه  چې : ځينې یې پټ په همغه خپل جهالت کې پاتې شوي وو لکه  ابن سبا ، ابی ابن سلول ، اسود عنسي ، مسیلمه الکذاب ، طليحه اسدي او داسې نور….!

خیرخو ! دا چې  : قرنونه تېر شول  ، د مکې مکرمې  پاکه خاوره د اسلامي نظامونو شاهده وه او تر زر (۱۰۰۰) اوښتي کلونه په دغې مقدسه خاوره باندې اسلامي شريعت حاکم ؤ ؛ مګر اوس اوس داسې ښکاري چې : د نړۍ د مسلمانانو آرمانونه او زړه بندۍ لکه چې : په اوبو لاهو شوې دي ؟

اوس د مکې په خاوره آل ابن سلول حاکمان دي ، تر ۱۹۹۰ م کلونو پورې خلک په دې نه پوهېدل چې : د عربستان دا لویه وچه (چې له سرې بحيرې نه نيولې بیا د فارس او عمان تر خليجونو پورې رسيږي) هم غربي ښکېلاکګرو او سهیونستي اشغالګرانو تر خپلې سلطې لاندې راوستلې ده ؛ مګر کله چې   دغې مقدسې خاورې ته د شلمې پېړۍ په آخري لسيزه کې آمريکايي وحشیان راغلل او له دغې ځایه يې په عراق بريد وکړ ؛ نو يې همدلته واړول او بیا هېڅکله هم و نه وتل  ؛چې اوس هم هلته نظامي هډې لري او همدغو سلولیانو ورکړې دي.

دا چې ولې او چا دغه کار وکړ ؟ روښانه ده  : آل سلول  ! چې خلک ورته آل السعود وايي ؛ خو نه ! دا همغه آل سلول دي چې : نيکونو به یې  د خلفاء الراشدينو په دور کې فساد او نفاق ته لمنه وهله چې ؛ اوس دوی هم همغه لاره غوره کړې ده او ټول عربي جزائر یې په لمبو کې لولپه کړل او دوی یوازې د غربیانو او اسرائلو د خوښیو غم اخیستي.

د ټولې اسلامي نړۍ سترګې به تل د همدغې پاکې خاورې حاکمانو ته وې ، خلکو داسې ګمان کولو چې : ګني د دغه ملک پاچاهان به ټول اولیاءالله وي ، اوس هم ځينې داسې ساده ډوله مسلمانان شته چې : دغو ارزالو ته د الله خاص خلک وايي او دوی هم ځانونه داسې ښيي چې : ګواکي اوس د نړۍ په سطحه تر هر چا لوړ دي ؛ دليل دا نيسي چې : له یوې خوا د الله د نازولي په ځای ناست دي او له بلې خوا ؛ الله ډېرې شتمنۍ او عزتونه  ورکړي ، خو نه ! داسې نه ده ! بلکې زه وایم چې : الله دوی ته قهرېدلی ؛ ځکه يې له جهادي صفوفو اوباسي او په کفري ليکو کې ننباسي.

ځينې خو وايي چې : د مکې امام خو بلکل ولي الله دی ؛ مګر زه بیا  وایم چې : یا الله ! تر هغه وخته پورې حج مه راباندې فرض کوه ؛ تر څو چې دغه ارزال په دغې پاکه خاوره باندې  حاکمان وي او ستا د مقدس کور په ممبر یې یو غربي مزدور درولی وي ؛ نو چې دغه منافق د بیت المقدس پروا و  نه لري او اسرائیولو ته وايي چې ستاسو حرکت سم دی ؛ نو د مکې مکرمې به ته وا څه پروا وکړي ؟

دغه رزيل یوازې له مجاهدو ملتونو سره را اخیستې او هېڅ کفري ښکېلاک ته خوله نه شي چوله کولای ؛ نن چې په مکه مکرمه کې د چا سوال نه قبليږي خو دغه منافق مخته شوی ! نو زه به څنګه په دغه مزدور پسې لمونځ وکړم  چې دی د مبارکې صخرې او مقدس مکان پروا و نه کړي ، یا حد اقل دومره و نه وايي چې موږ د قدس آزادي غواړو .

آل سلول خو په عراق او سوریه کې د لکهونو بې ګناه مسلمانانو وینې تويې کړې ، اوس غواړي چې د امريکې او اسرائيلو د خوشالولو لپاره په قطر کې هم پاکې  ويني و بهوي .

ای کاش ! چې : دغه هېواد یو ځل بیا داسلامي نړۍ مرکز شوی وای او دغه مزدوران الله پوپنا کړي وای .

امین الله

حق وایم ، حق آورم او په حق سره د حق دفاع کوم ان شاءالله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button