افغان سرتېریه تاته وایم!/ محمد دُرانی

افغان سرتېریه د یوه افغان په توګه ته هم حق لرې، چې د خپل هېواد د ازادۍ اخیستلو لپاره خپله وسله د خپل ورور پرځای پر امریکایانو ورواړې او هغوی ووژنې.
د هېواد د خپلواکۍ اخیستلو لپاره یوازې طالبان بسنه نه کوي او په دغه ملي پروسه کې باید ټول ونډه واخلو او د ازادۍ لپاره له سره تېر شو.
افغان سرتېریه! کله نا کله په دې هم سوچ وکړه او خپل تېر تاریخ ولوله، چې دلته د انګرېزانو او روسانو ته په ماتې ورکولو کې د چا نومونه په د تاریخ په زرینو کرښو لیکل شوي؟ هغوی چې د روسانو ترڅنګ ولاړ وو او هغوی کې یې د روسانو پرضد وسلهوالو مبارزه کوله؟
ته هم اتل یې او ددې خاورې بچی یې. د هېواد خپلواکي یوازې د یوې ډلې کار نه دی او په دغه مسوولیت کې موږ ټول شریک یو.
سرتېریه! ځان د تاریخ د بدنامۍ څخه وژغوره او د هغو کسانو په ډله کې ځان مه راوله، چې د یرغلګرو سره په یوه صف کې ولاړ وي او د هغوی په اشاره خپل وروڼه وژني.
د تاریخ بدنامي ډېره ستره بدنامي ده او که ته د څو روپیو لپاره خپل وروڼه وژنې؛ نو تاریخ به دې نوم د ببرک کارمل، حافظ امین، ډاکټر نجیب، شاه شجاع او نورو ګوډاګیو په شان د ستا له نوم نه هم سره کرښه تاوو کړي، چې دغه سپیناوی دې بیا هېڅوک نهشي کولی.
اوس یې هم وخت تېر نه دی او سر له همدا نن ورځې فکر وکړه، سوچ وکړه او ځان د تاریخي بدنامۍ څخه وژغوره.
دا ملت خپل اتلان نه هېروي او ستاسې نمانځه به داسې وکړي، چې ټولو خلکو د عبرت په توګه په یاد پاتې شي.
سرتېریه! د زمري اته ویشتمې ته څو ورځې پاتې دي او دا هغه ورځ ده، چې موږ ازادي اخیستې؛ خو نن بیا د امریکا او ناټو دلته یرغل کړی.
دغه ورځ یاده ساته او دغه ورځ زموږ د ملي مسوولیت او د ازادۍ اخیستلو روحیه پیاوړي کوي.



