یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

راځئ چې فکر وکړو… (پنځمه برخه)

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 15, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
17
ځلې شریک شوی
212
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال : محمد نذیر  (ذییح)

راځئ چې فکر وکړو  ….

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

په دنیا کې څوک زمونږ ډېر خوښیږي؟

د کومو خلکو سره مینه لرو؟

اکثر چې مونږ فکر کوو نوله کومو خلکو متاثر کېږو؟

د کومو خلکو عملونه او کړه وړه  مو خوښیږی؟

راځئ چې دا پوښتنې له خپلو ځانونو وکوو او خپل سر ګرېوان ته ښکته کړو او په خپل ذهن کې ورته ځواب پیدا کړو …

او بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  فیصله کوونکی حدیث  را یاد کړو  چې هغه صلی الله علیه وسلم وسلم فرمایي : يحشر المرء مع من يحب  (یو سړی به د قیامت په ورځ د هغه کسانو سره را پورته کیږي چې دده خوښ وي)

هی … ماته خو اوس را یاده شوه  د ځینې خلکو چې رقاصان او ډانسران خوښ وي … د ځینې خلکو چې سندر غاړي او هنر مندان خوښ وي … د ځینې خلکو چې کفار خوښ وي او د هغوی له کړو وړو متاثر شوي وي، د ځینې خلکو به همجنس بازان خوښ وي ، د ځینې خلکو به چرسیان او عملیان خوښ وي …  د ځینې خلکو به نېکان او صالحین خوښ وي ، د ځینو خلکو به مجاهدین او د اسلام لپاره مبارزه کوونکی خوښ وي ،  د ځینې خلکو به اسلامي دعوت ګران خوښ وي …  نو هرڅوک باید له اوس نه د خپل محشر په اړه فکروکوي چې په قیامت کې به له هغوی سره را پاڅیږي  صحابه کرامو  رضی الله عنهم ته چې کله دا حدیث ورسېدو ټول پدې خوشحال شول  او  ویل یې زمونږ رسول الله صلی الله علیه وسلم خوښ دي ، زمونږ حضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنه خوښ دی زمونږ حضرت عمر رضی الله عنه خوښ دی نو مونږ به د قیامت په ورځ له دوی سره را پورته کېږو .

علماء کرام د حدیث په تشریح کې فرمايي : وجه یې داده چې څوک له چا سره مینه کوي ، چې څوک یې خوښیږي نو د هغوی مینه پرده باندې  هر وخت غالبه وي ، هر وخت یې په زړه کې د هغوی یاد وي ، اکثر د هغوی په ډول د عملونو د زده کولو او کولو کوښښ کوي او د هغوی له عملونو متاثر کیږي  ددې وجې نه الله تعالی فرمايي : مسلمانان له کفارو سره مینه نه کوي اګر که هغه کفار د دوی پلرونه ، زامن او وروڼه او خپلوان هم وي  الله تعالی فرمایي :

لَا تَجِدُ قَوْماً يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءهُمْ أَوْ أَبْنَاءهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ . سورة المجادلة

ترجمه : او وبه نه مومي ته (اې محمده او مناسبه هم نه ده چې ته بیا مومي) یو قوم چې ایمان یې راوړی وي په الله تعالی او په ورځې د قیامت چې دوستي به کوي دوی له هغه چا سره چې مخالفت کوي له الله تعالی او له رسول د دغه الله تعالی  اګر که  وي  (دغه مخالفین) پلرونه د دوی او زامن د دوی یا وروڼه د دوی  یا خپلوان د دوی  .

په پورتني ایت کې الله تعالی د مؤمنانو په اړه اعلان کړی دی چې دوی د کفارو سره دوستي نه کوي اګر که هغه کفار د دوی نېږدې خپلوان هم وي  .

د حضرت عبد الله بن مسعود او حضرت ابو موسی الاشعري رضی الله عنهما څخه روایت دی هغوی فرمایي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو کس راغلو ورته یې وویل : يا رسول الله كيف تقول في رجل أحب قوماً ولما يلحق بهم ؟ (د هغه کس په اړه څه وایې چې یو قوم یې خوښ وي خو تر هغوی پورې پیوست شوی نه وي؟)  رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : المرء مع من أحب  ( یو سړی به له هغه چا سره وي چې دده خوښ وي)  متفق علیه

پدې اړه مختلف واقعات او مختلف روایات راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي چې په قیامت کې به یو ا نسان له هغه چا سره وي چې د چا سره یې مینه وي .

نو راځئ چې فکر وکړو …  زمونږ زړونه د چا خواته مائل دي؟  که د داسې چا لوري ته مائل شوي وی چې مونږ نه غواړو په آخرت کې د هغوی سره په صف کې ودریږو نو راځې چې په زور یې د هغوی له مینې را وګرځوو ، د هغوی خیالات له زړونو څخه وباسو دا باطلې مینې ، دا د باطلو خلکو خوښېدل او د هغوی مېنه زمونږ زړونو ته شیطان را اچوي مونږ یې باید ورڅخه وباسو ،  او د هغو خلکو مینې ته په زړه کې ځای ورکړو چې زمونږ یقین وي چې هغوی به په آخرت کې کامیاب وي او که مونږ په آخرت کې د هغوی په صف کې را پورته شو نو پښېمانتیا به مو په برخه نه وي .

او کله خو چې مونږ په ضد کې راشو نو بیا خو هرشی وایو خو چې په رښتیا سره خپل سر ګرېوان ته ښکته کړو هرڅوک په ښه او بد فیصله کولی شي هرڅوک دومره فیصله کولی شي  چې آیا زما د پاره ښه خبره ده چې د قیامت په ورځ کې د هنرمندانو او سندر غاړو په صف کې را پاڅېږم؟  آیا چې زه د رقاصانو او ډانسرانو په صف کې را پاڅېږم دا ښه خبره ده؟  آیا چې زه د یهودو او نصاراوو په صف کې را پورته شم دا د خوشحالی خبر دی….؟ بس چې په محشر کې د چا سره په یو ځای را پاڅېدل غواړو  نو په دنیا کې به د هماغه خلکو سره مینه او محبت وکوو او د هغوی مینې ته  به په زړه کې ځای ورکړو  … او بیا به د هغوی په نقش قدم روان شو ..    راځئ چې پدې اړه لږ فکر وکړو ….  له توجه مو یوه نړۍ مننه دوستانو بې تاسې د نه شم

مخکینې مطلب

هلمند: ګرشک کې د ملي اردو لس سرتيري وژل شوي

بل مطلب

 دبوډا هوښیار زوی!

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com