شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

که ټرمپ هوښیار وي !

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 16, 2017
کټګوریانې: مقالې
0
8
ځلې شریک شوی
95
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

جواد څارګر

په داسې حال کې چې امریکایي ولس مشر ډونلډ ټرمپ دلوړې تر مراسمو کابو شپږ میاشتې وروسته هم، پر دې نه دی توانېدلای چې د اسلامي امارت پر خلاف دپیل کړای شوې جګړې لپاره ستراتېژي اعلان کړي؛ طالبانو دپرانستي لیک پر مټ خبرداری ورکړی چې دهغې جګړې چې ده ته له مخکنیو په میراث ورپاته ده، او دملیاردونو ډالرو په لګښت، دپرمختللیو وسلو په کاروَلو او مجهزو پوځیانو په میداني کولو لا هم نه ده ګټل شوې، پر پای ته رسولو هم په خپل ولس رحم وکړي، او هم افغان ولس دتحمیلي او بې ګټې جګړې له زیانونو وژغوري.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

رښتیا هم دلته دبهرنیو پوځیانو شتون اوجګړه بې ګټې ده، او په ټوله کې دجګړې دغځولو لپاره هغه بانډ زیار باسي چې دروانې جګړې له برکته رزق خوري.

هوښیار او دملتونو نمائنده زعماء هیڅ وخت خپل ملت په یوه داسې بې ګټې جګړې کې نه لتاړوي چې دګټات هیڅ کوم څرک او امید یې نه وي.

طالبانو په پرانستي لیک کې ټرمپ ته جوَته کړې چې افغانان هغه مېړنۍ ملت دی چې دسرو روسانو پر ماتوَلو یې، نه تنها خپل ځان له تلپاته اسارت وژغوره بلکې ستاسو په شمول یې، پر ټوله نړۍ احسان وکړ چې دروسي ښامار له اسارت او منګولو یې وژغورله.

آیا د افغانانو دښېګڼې او احسان په بدله، تاسو پر افغانانو غله، مفسد، او اختلاسګر چارواکې تحمیلوئ؟!

حقیقت همدا دی چې ټرمپ راڼه حقایق او ځمکني واقعیتونه درک کړي، او دلاسپوڅو چارواکو او غاصبو ټوپکیانو په لاپو ـ شاپو دوکه نه شي؛ ځکه تاریخ ثابته کړې چې افغانان پردي نه مني، له پردیو نفرت لري، او دپردیو سره که څه هم په تش لاس وي، جګړه کوي، حتی خپل ځان په وهي خو پردي ځواکونه پر خپله خاوره ارام خوب ته نه پرېږدي.

ټرمپ باید وپوهېږي چې جګړه یې له داسې قهرمان ملت سره ده چې هیڅ زبرځواک ته، نه پر ملا مات شوي او نه یې پر خپله خاوره ځای ورکړی، برعکس دهر زبر ځواک غاښونه یې ورمات کړي، او سپېره مخونه یې له خپلې خاورې شړلي.

طالبانو دغه راز ټرمپ ته په یاد لیک کې ګوتڅنډنه کړې که چېرې د افغانانو پر خاوره جګړه پسې وغځول شي، افغان ولس به د امریکا له حریفو هیوادونو مرسته وغواړي، ترڅو امریکایي اشغال پای ته ورسوي.

طالبانو زیاته کړې؛ ټرمپ باید دداسې بدمخو او مفسدینو پر وعدو باور ونه کړي چې هم دوی ته چوپړ او تملق کوي او هم مهاله دنړۍ له نورو هیوادونو او استخباراتو سره، دشخصي ګټو لپاره نامشروع اړیکې لري.

دطالبانو وروستۍ ګوتڅنډنه ټرمپ ته خبرداری ورکوي چې ګواکې افغان ولس تر دې دمه پر خپلو کمو ـ تومو امکاناتو جګړه ورسره کوي او له هیڅ کوم بهرني هیواده مرسته نه اخلي، که چېرې تاسو دجګړې غځولو پرېکړه وکړئ، افغانان هم بدیل لارې ـ چارې لري او مجبور دي په دغو لارو غور وکړئ.

طلبانو شپاړس کاله دنړیوال استعماري اشر پر وړاندې مقاومت وکړ؛ په دغه شپاړس کلنه جګړه کې، دطالبانو سره دبهرنیو هیوادونو دپوځي همکاریو هیڅ کوم مؤثق لاسوَند، نه نړیوالو استخباراتي ادارو وموند او نه افغان روبوټي چارواکو، فقط خپلو پوځیانو ته دجګړئیزې روحیې ورکولو لپاره، له پیله تر دې دمه همدا یوه بابولاله غږوي چې ګویا طالبان دپنجاب په امر جنګېږي، په حقیقت کې دوی ټول پوهېږي چې پنجاب او کابل له یوې غولانځې شېدې رَوي.

افغان پوځیان دپنجاب په پوځي اکاډمیو کې روزل کېږي، اسلام آباد او کابل د استخباراتي رازونو دتبادلي تړونونه لري، او همدا تېره ورځ په کابل کې افغان چارواکو دپاکستان د استقلال ورځې په مناسبت اتڼونه کړي

دهمدې مزدورو چارواکو له لورې ډیورنډ ته څېرمه دشومو او پټو معاملو له مخې، بسته کلي پنحابي تسلط ته سپارل شوي او د افغان له جغرافیې ویستل شوي دي.

طالبانو په وروستۍ برخه کې شخصي کمپنیو ته دجګړې دسپارلو په اړه سوړ غبرګون ښودلای او ویلي یې دي؛ هغه جګړه چې په مجهزو پوځیانو یې ونشوای ګټلی، په کرایه قاتلانو او بدنامه او بې ضمیره قرادادیانو نشي ګټل کېدلای.

رښتیا هم دبلیک واټر اجرتیان دومره وړتیا او جرأت نه لري چې د ايډیالوژۍ په جګړه کې، دمقابل لوري ایماني ګذار ته تم شي

بلیک واټر به وکولای شي عام افغانان بمبارد کړي، ملي شتمنۍ یې چور او ملي تاسیسات یې دطالبانو دبدنامولو لپاره ونړوي، مګر دجګړې حالت به بدل نشي کړای او نه به یې د امریکا پر ګټه تمامه کړي.

د افغانستان دخپلواکۍ په هیله

مخکینې مطلب

نایجریا: د کډوالو پرکمپ ۳ ښځینه بریدګرو ځانونه الوزولي

بل مطلب

آیا نجیب پېژنئ؟ (۴) څلورمه برخه

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    19 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com