ابو یاسر افغان
دا چا د نظره کړې او دا څۀ در باندې وشول چې د نن د محکومو ملتونو په سر کې تر ټولو د مخه دا ستا نوم راځي؟ ستا هغه برم او عظمت، هغه نوم او نښان څۀ شو چې د نړۍ کفارو به درته پورته نۀ شول کتلی؟ چې د عظمت او عروج تاریخ دې لولم او دا اوسنی متزلزل او لوېدلی حالت دې ګورم؛ نو لۀ زړه مې ویني دارې وهي اخر ولې؟؟
اسلامي امته!
د ځانځانۍ، مجازي عشقونو، مال او نېشنلیزم بلاوو په څو سوه ټوټو وویشلې، خو بیا هم پۀ تا کې د عبرت اخیستو څوک نشته. یو وخت ؤ چې ستا بچیانو به د ختیځ او لوېدیځ پر هسکو غرونو د توحید بیرغونه هسکول، یو وخت ؤ چې ستا تنکیو او ګلالیو ځوانانو به د رنګینو ماڼیو، پستو بسترونو، ګلورینو پالنګونو او مجازي عشقونو څخه نفرت کاوه. د جهاد سفرونه به یې سیاحت، تاوده سنګرونه به یې د زړونو د سکون او آرام ځایونه او د شهادت ارمان به یې د ټولو ارمانونو سالار ؤ؛ خو یو وخت دې چې ځوانان دې د تغریبیت او حیواني غرب پۀ تقلید، پېغلې دې د اروپایي او هندي ښځو په تقلید موسکۍ او مشران دې د غفلت، ذلت او محکومیت پۀ بسترونو پۀ مرګوني خوب ویده دي.
آه اسلامي امته!
هغه هم یو وخت ؤ چې د شرق مسلمان به د غرب او د غرب مسلمان به د شرق د مسلمان درد خپل درد او خوشحالي خپله خوشحالي ګڼله، خو نن دا څۀ وینم چې د کمونیستي، صلیبي، نېشنلیستي او سیکولریزم انقلابونو له مسلمانانو تش بوتان جوړ کړي، چې نه د خپل حق غوښتنه کولی شي، نه له خپلو دښمنانو ځان ژغورلی شي او نه د بل مسلمان په درددوا شول. د مسجد او مدرسې پۀ دښمنۍ کې تر کفارو وړاندې، په عیاشۍ او تمبلۍ کې د شیطان ملګري او د ویښتابه په لاره کې تر ټولو سست هغه هم د دې امت بچیان دي، همدوی بیا یواځې د اسلام او اسلامي امت پر اوږو دروند بوج جوړ شوي نوره ګټه یې نشته!
نن له ممبرونو د جهاد، له کليو ولسونو د اتحاد او له زړونو د قربانۍ غږ نه اورم، مسجدونه شاړ دي، ممبرونه شهیدان او امامان د تورو خونړیو تمبو شاته پراته دي، د امت ځوانان د هوس او نفس پۀ مینه کې غرق دي، مجازي عشقونو ترې مړي جوړ کړي، خوري سکي او اغوندي، خو نور پۀ مثال د بې روحه جسدونو دي چې کفار یې لکه د لوبو بالونه پۀ کومه خوا ولي پۀ همغه خوا درومي، آه چې د غربي فکري، اقتصادي او نظامي یرغلونو پر وړاندې دا امت څرنګه سرنګون شو!!
ښاغلیه مسلمانه!
اوس موږ او تاسې لۀ یوه داسې حالته تیریږو چې د غلامۍ ټیټ سترګي زنده ګي نجات او د جهاد سپېڅلی او سر لوړی ژوند هلاکت ګڼو، د صلیبي غرب، کمونیستي چین، دهري روس او یهودي اسرائیل وسله والې لښکرې د فاتحانو پۀ څېر د اسلامي امت سیمي او هېوادونه یو پر بل پسې لاندې کوي، ځوانان یې وژني، علماء یې زنداني کوې او پېغلې یې پۀ یوه او بله پلمه له خپلو ځانونو سره بیایي، خو د امت له جسده لکه سا چې وتلي وي د حرکت څرک هم نۀ تر سترګو کېږي!!
ښاغلیه مسلمانه!
ته پوهیږې؟ آیا تاته دا معلومات شته چې تۀ د څومره لوړ هدف لپاره پیدا یې؟ د خپل حیثیت نه خبر یې؟ پلرونو او نیکونو دې پۀ دین ننګونه کول، له کفارو یې باج اخیسته، یوه سر لوړې او سر شاره زنده ګي درلوده او ته؟ ته خو د غفلت پۀ خوب ویده، له مرګه ډارېدونکی، په ذلیله غلامۍ راضي او د وخت د فرعونیانو پر وړاندې لکه د موسی غوندې طوفان نه یې، بلکې لۀ تانه خو هغه ماته خوړلی انسان جوړ دی چې د یوې شيبې ژوندي پاتې کېدو لپاره د خپل سر قاتل ته پۀ خپلو ټولو شتمنیو ورکولو راضي وي او فکر کوي چې که یو ساعت هم ژوندی پاتې شي، نو دردونه به یې کم او زړه به یې لۀ سکون نه برخمن شي، خو پۀ دې نۀ پوهیږي چې مکار قاتل یې د ده د مرګ د لیدلو لپاره تر ټولو زیاته تلوسه لري، نن ته د خپل دین او خاورې لۀ دښمنانو د خیر او ښېګڼې تمه لری، خو پۀ دې خبره دې سر خلاص که چې د غلامۍ او سر ټیټۍ د ژوند سل کاله هم د آزادۍ او سرښندنې له یوه ساعت خوږې زنده ګۍ نه ډېر قیمت نۀ لري.
ګرانه مسلمانه!
د دې لپاره چې د پرمختګ او سکون نه برخمن شې، د دې لپاره چې د عزت ژوند دې پۀ برخه شي، نو د خپلو اسلافو تګلاره ونیسه، د نفس او شیطان مۀ منه بلکې د قرآن ومنه چې د بري تر هسکو دې ورسوي، داسې تش کالبوت مۀ جوړېږه چې له کفارو هم د خپل ژوند سوال کوې، بلکې داسې متحرک انسان جوړ شه چې د خپل حق نه پۀ کلکه دفاع کوونکی ځوان، د خپل دین د دښمنانو پر سر پناه کوونکی طوفان او د درست اسلامي امت لپاره ناجي او د هیلو ترجمان و اوسې.
ګرانه وروره!
د بې غمۍ پۀ زنده ګۍ کې، منې که ټکې خوند هم وي، د یو مسلمان پۀ حیث د یو ویښ او با احساسه، خو ځیرک او پند اخیستونکي په حیث، ته باید د اسلامي امت دغه پرهر پرهر جسد ته د مرهمو پټۍ و اوسې، دا ومنه چې ته محکوم یې، خو دا هم ومنه چې لۀ تاسره د ایمان زور دی او تۀ کولی شې چې د کفر او استبداد لۀ منګولو خپل ځان او ټول امت وژغورې.
او بلاره د سترګو تور او د زخمي زړونو ټکور د اسلامي امت اتل او مجاهد بچیه!
د جهاد پر لاره کې کړاوونه او تکلیفونه دې ستومانه نۀ کړي، د دښمن فشارونه او زندانونه دې تسلیمۍ ته اړ نکړي، د ملګرو شهادتونه او ټپونه دې قدمونه متزلزل نۀ کړي، پر مخ درومه د دې امت د محکومو پرګنو دعاوې لۀ تاسره دي، تۀ د یوې ډلې، یوې قبیلې او یو قوم استازی نه، بلکې د یو نیم میلیاردیز اسلامي امت د هیلو رښتونی ترجمان او یو داسې څوک یې چې د غرب او شرق کفار دې لۀ نوم اخیستو هم لړزیږي، د سنګرونو آزاد ژوند، پۀ کاڼو او کمرونو خواږه خوبونه، د مقاومت د لارې دوړي او ګردونه دې دومره قیمتي دي چې پۀ مرمرینو ماڼیو، پستو پالنګونو او د استعمار پۀ لومو کې د ذلیل ژوند څښتنان یې تصور هم نۀ شي کولی، پرمخ ځه او د مظلومو پرګنو د هیلو رښتوني ترجماني وکړه، تۀ د خالد بن ولید، صلاح الدین آیوبي، یوسف ابن تاشفین، طارق ابن زیاد او د اسلام د لارې د هر رښتوني او حقیقي اتل د هدف لاروی یې چې پۀ یو ګام شاتګ دې د زرګونو مسلمانانو مړ ژواندې هیلي زندۍ کېږي، خو په پرمختګ دې د لکونو کفارو خبیثي ارواوې پړسنکې وهي، نو پرمح ځه او پوه شه.. چې د عظمت او شهامت کیسې دې د ویدو وګړو لپاره د بیدارۍ پیغام او د اسیرو، محکومو او مظلومو مسلمانانو لپاره د آزادۍ زیری دی.
د نړیوال کفر د بشپړ شکست پۀ هیله!


















