( د افغانستان د استقلال د ورځې په ویاړ )
ژباړه عزیر اسدخیل ( دکابل ټکی کام همکار)
په ۳۸۸ هجري قمري کال کې سلطان غزنوي سبکتګین ومړ او پر ځای یې زوی، سلطان محمود غزنوي پاچا شو؛ څو د افغانستان، پاکستان او هندوستان سیمو ته د فتوحاتو نوی دوران ورپه برخه کړي. د خلیفه فاروق رضي لله عنه له ورځو را وروسته د ده په څېر بل څوک نه دی پیدا شوی.
د نوي قوماندان محمود د تقرر کار لا تکمیل شوی نه و چې خپل پراخ جهادی خوځښت یې ثابته کړه چې دې د اسلام په تاریخ کې تر ټولو ستر فاتح دی.
د سبکتګین ځوی محمود په هندوستان کې خپلو بریدو او فتوحاتو ته ادامه ورکړه، کله به یې چې کوم ښار فتح کړ او کوم بُت به یې مات کړ او کومه عبادت خانه به یې ونړوله نو هندانو به ویل: په دې ښارونو او بُتانو باندې سومنات خدای په غوسه شوی که نه وای په غوسه شوی نو دغه برید کوونکي به یې هلاک کړي وو، سلطان محمود غزنوي پوهیدو چې د دوی خبرې هسې ببولالې دي خو دا خبره په هندوانو کې خپره شوه چې ګوندې پر مونږ سومنات غوسه دی ځکه برید کوونکو ته څه نه وايي او په دې خبره د هندوانو پوره یقین راغی، محمود د سومنات په اړه پوښتنه وکړه ورته وویل شول چې سومنات له ټولو بُتانو ستر بُت دی او د هندوانو له سترو خدایانو څخه ګڼل کیږي او بله دا چې هندوان د سومنات اړه عقیده لري چې کله د خلکو ارواګانې له جسدونو ووځي نو ټولې ارواګانې بیا سومنات ته راځي، او سومنات یې چې هر چاته خوښه شي په هغه کې یې وراچوي، او کوم مد او جزر چې لري هغه ده ته سیندونه عبادت کوي.
د سومنات بُت د جانح سیند نه څیرمه په دوه سوه فرسخه کې موقعیت لري، چې د هندوستان لویدیځ ته د ګوجرات سیمه ده، د دې بُت شاوخوا دولس کلي پراته دي، 1000 کاهنان یې د عبادت ټالۍ غږوي، 300 کسان د زریات کوونکو ږیرې او سرونه خریې،300 سړی او 500 ښځې د بُت د دروازې مخې ته سندرې وایي او نڅاوې کوي سومنات په 57 ساریو له مصفحو صاجو نه له رصاص جوړ شوی او له داسې ډبرې جوړ دی چی پنځه ګزه اوږدوالی لري، کوم هیئت او شکل نلري بلکه درې دایرې او دوه مټې لري.
کله چې د اسلام سلطان محمود غزنوي په حقیقت پوه شو نو د بُت او بُت پرستان پر وړاندې یې د غزا نیت وکړ څو هغه مات کړی او معبد فتح کړي، په دې موخه چې کله دوی هغه له له مینځه یوسي او هندوان یې له مینځه تلل په خپلو سترګو ووینې نو خپل باطله ادعا به یې ورته ثابته شي او په اسلام کې به داخل شي.
سلطان محمود غزنوي په خپل جهاد سره د اسلام له خدمت او خپراوي پرته بله موخه نه درلوده، استخاره (د الله ج سره یې مشوره) وکړه او خپلې لښکرې او هغه څوک چې ورسره په رضاکار ډول او د ثواب حاصلولو او جهاد کولو په خاطر ملګري شول په کال ۴۱۶هجري قمري د شعبان په لسمه یې ټول له ځانه سره روان کړل.
له داسې سختو او سترو دښتو او میرو تیر شول چې نه پکې اوبه وي او نه سیوری تر دې چې د هندي لښکرو سره یې ټکر وکړ چې سومنات ته په لاره کې پراته وو، سره له دې چې دغه هندوان ټول په دې خبر وو چې د محمود غزنوي هدف د سومنات او د سومنات معبد له مینځه وړل دي او بل د دې لپاره چې هندوانو ته پوه کړي چې سومنات له خپل ځان او یا له بل څه نه دفاع کولی شي او کنه؟.
سلطان محمود خپلې لښکرې د دبولواره ښار ته ورسولې چې له سومنات نه یې دوه مرحلې فاصله کې قرار درلود سیمه ایز خلک د مسلمانانو مقابلې ته ټینګ ودریدل په دې ګمان چې د دوی خدای سومنات به له دوی سره د مسلمانانو په منع کولو کې مرسته وکړی خو مسلمانانو پرې ولکه ترلاسه کړه، بُتان یې په مکمل ډول مات مات کړل، او ټولې لښکرې یې ووژلې، نور مخکې ولاړل تر دې چې سومنات ته ورسیدل د پنجشنبې په ورځ د ذوالقعدې په ۱۵مه په کال ۴۱۶ هجري، د سیند پر غاړه یې یوه ټینګه قلعه ولیده، د قلعې خلک د قعلې پر دیوالونو سپاره وو او پر مسلمانانو یې یرغل وکړ په دې یې ټینګه عقیده وه چې د دوی معبود به یې ورسره مرسته وکړي او دښمن به له مینځه یوسي.
د ذوالقعدې په ۱۶مه د جمعې په ورځ د زوال پر مهال لکه څنګه چې د فاتحو مسلمانانو عادت و، سلطان محمود غزنوي له خپلو اتلو مجاهدینو سره یو ځای روان شو، له هندوانو سره په خپل ټول ځواک وجنګید، او هغه داسی چې هندوان د سخت جنګ له کبله د تندر په څیر سره شول کله چې پوه شول چې د دوی باطل خدای به یې له هغوی بچ کړی او دښمن به یې هلاک کړی، مسلمانانو د ښار پر دیوالونو زینې ورکیښودې او پر دیوالونو وروختل د توحید او تکبیر نارې یې پورته کړې تر دې چې د ښار مینځ ته د سیل په شان ورننوتل، په دې وخت کې جنګ شدت پیدا کړ، د هندوانو یوه ډله خپل مبعود سومنات ته ورمخې ته شوه خپل مخونه او سرونه یې ورته ټیټ کړل او د مدد غوښتنه یې ورڅخه وکړه غاړې یې ترې چاپیرې کړې سخت سخت یې ورته وژړل، بیا جګړې ته ټول ووتل خو ټول ووژل شول، په همدې ډول په پرله پسې ډول یوه ډله ورپسې بله ډله به ننوتله او د سختې جګړې له کبله به د سومنات بُت شاوخوا وژل کیدل.
ځینو عاقلو هندوانو ولیدل چې مسلمانان د سومنات بُت پر ماتولو ډیر اصرار کوي او په جنګ کې دومره سخت دي چې که ټول هم ووژل شي سومنات نه پریږدي نو یې د سلطان محمود سره د غونډې کولو غوښتنه وکړه، سلطان محمود ته یې د بې خرته مال او د بې شمیره خزانو د سپارلو پیشنهاد وکړ په دې شرط چې سومنات به دوی ته پریږدي او نه به یې ماتوي، ځکه دوی ګمان کاوه چې مسلمانان یواځې د پیسو او خزانو د تروړلو لپاره راغلی نو سلطان محمود غزنوي خپل قومندانان راغونډ کړل، او له هغوی سره یې مشوره وکړه، هغوی د مالونو د منلو مشوره ورکړه ځکه چې بې خرته مال و او باید د جهاد په لاره کې ورڅخه ګټه واخیستل شي.
خو سلطان محمود غزنوي ټوله شپه داسې تیره کړه چې په سوچونو کې ډوب و، استخاره یې وکړه خو کله چې سهار شو نو د سومنات د ماتولو فیصله یې وکړه، او د مال او خزانو اخیستل یې رد کړل، خپله مشهوره خبره یې ورته واوروله چې:
ما ستاسې په دې وړاندیز او مشوره کې فکر وکړ نو سوچ راغی چې که د قیامت په ورځ آواز وشي چې:
هغه محمود چیرته دی چې بُت یې مات کړی؟؟؟
دا آواز ماته له دې نه غوره دی چی وویل شي:
هغه محمود چې د بُت ماتول یې د خپل دنیایی مال او متاع د ترلاسه کولو لپاره پریښود چیرته دی؟؟؟.
نو د هندوانو سره یې د سومنات بُت د معبد په دروازه کې تر ټولو سخته جګړه پیل کړه تر دې چې نږدې پنځوس زره جنګیالي یې ورڅخه ووژل، خو کله چې هندوان وپوهیدل چې ټول وژل کیږي نو پاتې جنګیالیو کښتیو ته مخه کړه او د تیښتې هڅه یې وکړه خو مسلمانانو تعقیب کړل او ویې نیول، یو هم ورڅخه بچ نشو، دا پر کافرانو تر ټولو سخته ورځ وه.
سلطان محمود امر وکړ چې د سومنات بُت میده میده کړي نو یې پکې داسې بې حسابه جواهر، ملغلري، سره زر او قیمتی ګاڼې وموندلې چې له هغه مال نه یې ارښت ډیر لوړ وو چې ورته د هندوانو له لوري وړاندیز شوی و، یوه خزانه پکې داسی هم وه چې یو زیات شمیر د سرو او سپینو زرو بوتان پکې وو چې نور جوهرات چې له سرو زرو جوړ د پاسه پرې ځوړند وو، چې قیمت یې له شل زرو دینارو نه زیاتوالی کاوه یعنی شل ملیونه، او د سومنات سر یې راواخیست او هغه یې د غزني د ستر مسجد ددروازې چوکاټ وګرځوله.


















