لیکنه: مولوی ضیاءالحق«صدیق یار»
ازادۍ! ستړې مه شې درته خوښ یو په قدردې پوهیږو راته ګرانه یې په لمانځلو دې پوهیږو جشنونه جوړول موزده دې
خو لاندې خبروته غوږ شه.
ازادۍ! پرتا مین ځوانان پیژنې، هغه ځوانان چه پرتا مین دې زه یې درپیژنم راته ښه متوجه شه.
پرتامین هغه دپورې کلې دزړې حجرې طالبان دې هغه بله ورځ دې ولېدل چه ستاپه عشق کې یې ګلابې ځوانۍ لولپه کړې، هغه ده اوس یې دقبر تر څنګ څو شناختې ولاړې دې، هغه چې ستاپه عشق کې یې ګلابې ځوانې مړاوې او د اور په لمبو یې پر تا ځان لولپه کړ.
ستاهغه بل عاشق دې ولېد، هغه تیره ورځ یې چې په ګلابې سینه د زخمونو هار جوړ ؤ، ستاپه عشق کې یې یوه سترګه هم قربانې وه.
ازادۍ! هغه بل عاشق دې ولېد هغه چې تیره میاشت چې ورباندې ستا تش په نامه مدعیانو «شین سترګو» ورباندې چاپه واچوله او اوس د بګرام او څرخې په کرغیړنو زندانونو کې دتورو تمبو شاته ستا په طمعه شپې سبا کوې.
ازادۍ! هغه بل عاشق دې ولید هغه تیر اختر چې ستا په عشق کې دغره په لمن کې پروت ؤ، او د اختر ورځ یې په سنګر تیره شوه.
اخر کې ته راته ووایه ګرانې ازادۍ آیا ستا عاشقان دا ببر سرې ګلابې ځوانان دې اوکه هغه دغرب لنډه غر چې په موسقیو سندرو او میلو دې لمانځې، په څنګ کې یې ستارقیبان ورته ولاړوې.
دازادیۍ ناوې سېنګاربه شې خپه چې نه شې’
دغاړې هـــار به دې شې دا غمې غمې طالبان’

















