د سوریې رقه ښار د بربادئ په لور

لیک: احرار نیازی
له تېرو څو اونېو راهېسې د امریکا په مرسته د بشارالاسد وحشي لښکرو د سوریې رقه ښار د داعش ترنامه لاندې محاصره کړی ده .
د بشارالأسد فوځیانو او شیعه ملیشاؤ له لورې هره ورځ بې شمیره بمبارۍ او وحشتونه ترسره کیږي ، هره ورځ معصوم او بیګناه وګړي په شهادت رسول کیږي ، او ټپیان کیږی .
بلخوا ددوي مقابل کې سخت دريځه ډله داعش وسلوال خپل بې څاري ځانمرګي بریدونه ترسره کوي ، چې دهغوي زورورو چاؤدنو له امله د دښمن سربیره ولسي وګړو ته هم مالي او ځاني تلفات ور رسیږي .
تیره ورځ د داعش ډلې وياند خپله ورڅپاڼه کې و ویل : چې مونږ خپل جنګیالي د رقه ښار په بیلا بیلو نقطو کې په ګروپونو تقسیم کړي دي ، او ټول ګروپونه له یو بل سره به ازاده توګه رابطې کوي او هر ګروپ دا توان لري چه دښمن څخه خپله دفاع وکړی او هر ډول برید ته یې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي .
مګر داسې نه ده .
داعش جنګیالیو د عراق په موصل ښار کې هم داډول بې معنٰی له جذباتو ډکې لاپې ووهلې چه له کبله یې خپل بې شمیره جنګیاليو سربېره زرګونه تنه عام ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واغوښته ، او له سخت شکست سره مخ شول .

اوس رقه ښار هم د موصل په څېر له هلاکت سره مخ ده .
داعش جنګیالي که د موصل په څېر خپل ناکامه دریځ اختیار کړي ، نو نږدې ده چې دلته هم د موصل په څېر له سخت شکست سره مخ شي ، او ددې سربیره به زرګونه تنه بیګناه ښاریانو ته مرګ ژوبله واوړي .

داعش جنګیالي غټ چانس لري ، که دوي د جذبې په ځائ له عقل څخه کار واخلي !
اوس مهال دوي د ځمکې او فضاء له هر اړخ څخه محاصره دي ، که دوي ځانونه له ښار څخه وباسي .
او خپل چیریکي ، هدفي او کمیني بریدونو ته دوام ورکړي !
نو هم به دښمن وځپي ، هم به خپل جنګیالي له بې درېغه استعمال څخه وژغوري او هم به په زرګونه تنه عام ولسي وګړي له مالي او ځاني تلفاتو څخه وژغورل شي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button