کوچۍ اوښکې…

ثاقب خپلواک
د حورو تر څېرې رنګ د بلال کړي غزونې
ښکلاو تې په څېر لکه د خال کړي غزونې
اَحد په بدرګه، ورسره وایي واړه غرونه
نغمې چې یې په لور د ذوالجلال کړي غزونې
چې کله د شپونکي طالب شپیلۍ اسرافیلي شي
د ارګ تر سیوري پوري به زوال کړي غزونې
د مرګ نیلی زین کړی،بیا ښکاري پر هغه لور دئ
کم ځای کې چې د ژوند هوسۍ غزال کړي غزونې
کوچیږي یې کوچۍ اوښکی له سترګو دکږدیو
په مراندو ، د بڼو کې یې جمال کړي غزونې
چې بوی د تور ، لونګ پاشي ، داستا عنبري څڼی
خوشبو یې ، لویه غیږ کي ، د شمال کړي غزونې
خو کله چې دوینو پسرلیو سره ملی شي
سلګۍ یې تاندې،څانګې تر جلال کړي غزونې
له واړه نړۍ ، لاس د فکر تاو کړ زما مینی
تر وړانګو به ثاقبه ! د هلال کړي غزونې



