پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

اشرف غني چا سوق کړی چې په افغانستان کې د اسلامي نظام مخه ونیسي

kabull نشرونکی: kabull
اگست 8, 2015
کټګوریانې: غير مصنف
0
16
ځلې شریک شوی
205
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام ۱۷ زمری ۱۳۹۴

 لیکنه: هاشمي مؤذن

په افغانستان کې د روسي یرغلګرو وروسته د امریکا او نورو کفري یرغلګرو په وړاندې مقدس جهاد پیل شوی، تر څو افغانستان د یرغلګرو څخه آزاد او پکې خپلواک اسلامي نظام جوړ شي پر خلاف یې د موجوده ادارې چارواکي او نور ترې چاپېره کړي په دې تشویش کې دي چې په افغانستان کې به د اسلامي نظام په نفاذ ددوی ګټې د لاسه ووځي.

تېره ورځ د کابل ادارې ارګ ته رسول شوی مشر اشرف غني د تش په نامه علماوو او قومي مشرانو یوې غونډې ته وویل: د ملا عمر په نه شتون کې څوک افغانان ورور او مسلمان وژنې ته سوق کړي؟

د دې سوال ځواب د غونډې یوه برخوال هم غني ته ورنکړای شوای او تر پایه بېچاره غني د خپل سوال ځواب پیدا نشوای کړای، شاید دې بېسواده ته دده په شان بېسوادان ناست وو.

کله چې دا خبر زما کشر ورور ولید، هغه سمدلاسه ځواب کړ.

«مونږ خو ته نه یې چې د بنده عبادت دې وکړو، اوباما او بش ته دې سجدې ولګوو. مونږ په توحید عقیده لرو. مونږ پخوا د امیرالمومنین (رح) په امامت کې د جهاد عبادت د یګانه الله لپاره کاوه، او اوس د هغه د ځای ناستي (امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور) په امامت کې د جهاد عبادت کوو.»

 خو که اشرف غني خپله ژور فکر وکړي د دې سوال ځواب ورته خپله حل دی اوکه په دې اړه له ځانه وپوښتي چې چا په افغانستان کې د اسلامي نظام مخې نیولو ته سوق کړی دی؟ بیا هم سوال خپله ځواب دی.

ځواب به یې دا وي چې د افغانستان په پاکه او مقدسه خاوره پردیو  وحشیانو یرغل وکړ، د اسلامي اصولو او اسلامیاتو په رڼا کې پر هر مسلمان فرض دی چې د کفري هېوادونو د یرغل ځواب ووایي.

د «ملا عمر» په نه شتون کې افغانان خپل د اسلام مقدس دین او افغانیت دېته سوق کړي دي چې د یرغلګرو د خاتمې پورې خپل مقدس جهاد ته دوام ورکړي.

دا چې د اشرف غني اداره د امریکایي او کفري هېوادونو د پوځونو په ملاتړ او حمایت سره ولاړه ده نو ضروري ده چې د یرغلګرو سره کوم عمل کیږي دا به د دوی د غلامې ادارې د پلویانو سره کیږي.

غني صاحب! دومره پوښتنه له تا څخه کوم چې ته یا تاسې چا سوق کړي یاست چې په افغانستان کې د اسلامي نظام د نفاذ مخه نیسئ؟

چا دې ته مجبور کړي یاست چې د افغان ولس په کورونو بمبار وکړئ؟

چا دې ته مجبور کړي یاست چې د افغان ولس پر جنازو دې بمبار کیږي او ستاسې خولې دې ګنډلي وي؟

چا دې ته مجبور کړي یاست چې په فاریاب کې د عامو خلکو کورونو ته اور اچوی او هغوی بې چاره قتل عام کړی؟

چا دې ته مجبور کړی چې په باګرام کې دې افغانان بې عزته او بې عفته کیږي تاسې چوپتیا اختیار کړې ده؟

چا دې ته مجبور کړي یاست چې اسلامیت او افغانیت مو دواړه پرې اېښي دي؟

او چا دې ته مجبور کړي یاست چې په افغانستان کې پردي ظالم لښکر  ته د نا امنۍ غزولو لپاره د رسمي تړون تر نامه لاندې د پاتې کېدو حق ورکړئ؟

پوښتنې ډېرې دي خو ګمان کوم غني صاحب په اوسني شرایطو کې به تاسې د یوې پوښتنې ځواب هم ونه ویلای شی، او تر تا چاپېر کسانو ماسېوا که هر بل ازاد افغان وپوښتې ستا ځواب به وویلای شي.

زه دومره وایم چې ستا دا پوښتنه د هر افغان سره شته چې دا غلامان ولې دومره بې ضمیره دي چې د امریکا سره د افغانانو د وژنې په سر معاملې کوي، ولې دې جنګ ته د پای ټکی نه ږدي.

په افغانستان کې چې کومه وېنه توییږي؛ ستا په خوله ورور وژنه روانه ده، د دې ټولو کړنو مسئولیت ستاسې د ادارې پر غاړه دی که لږ څه اسلامیت او افغانیت ته ژور فکر وکړې خپله به پوه شې چې زه  چا دې کړنو ته سو ق کړی یم، ان شاءالله که خپل عمل ته نظر وکړې، د اسلامیت او افغانیت له مخې قضاوت وکړې خپله پوښتنه به  خپله ځواب کړې.

– See more at: https://kabull.com/Maqalay_Details.php?maqala_details=26#sthash.dfb5XLTM.dpuf

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

مخکینې مطلب

د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد کورنۍ سره د زړه خواله

بل مطلب

د رېښتیني ډګر امام (لمړی برخه)

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com