دا امریکایي داړه ماران!

 

ابو یاسر افغان

د ویښ احساس لرونکی او تکړه شاعر سمیع الله تړون صېب وایي:

خوب مې لیدلی دی حیران یم ورته

تیارۀ را پورته شي او لمر وخوري

یوه بلا پۀ منډه منډه راشي

رانه سیندونه وخوري زر وخوري

….

دا دی بلا خپله څېره وښوده او بلاخره نوي امریکایي فرعون ډونلډ ټرمپ د افغانستان پۀ هکله خپله ستراتیژي اعلان کړه او تېره شپه یعني د اګست په ۲۱ یې وویل چې موږ لۀ افغانستان څخه اوس پوځ نۀ وباسو…. جګړه به دوام لري… نور پوځیان هم استوو او…

 د ټرمپ په ستراتیژۍ کې د پام وړ ټکی دا ؤ چې ټرمپ بلاخره د افغانستان د کانونو پۀ هکله څرګندونې وکړې؛ پخوانیو خلکو متل ویلی وایي: غل پۀ غرۀ کې هم نۀ ځایږي، موږ لا ۱۶ کاله مخکې ویلي وو چې امریکا دلته ډېر اهداف لري، خو تر ټولو مهم یې دلته د نصرانیت ترویج او د افغانستان د غني زیرمو لوټ او تالان دی، دا دې اوس خپله امریکایانو هم وویل چې د افغانستان کانونه باید وسپړل شي، داسې هم نۀ ده چې امریکایانو دا شپاړلس کاله کوم کان نۀ دی کیندلی او یا یې قیمتي زیرمې نۀ دي لوټلي، بلکې د پکتیا، لوګر، میدان وردګ، کابل، لغمان، جلال آباد او کونړ پۀ ولایتونو کې یې ډېرې طبیعي قیمتي زیرمې چور کړي او همدا راز یې په هلمند، کندهار او پکتیکا کې پراخې کېندنې کړي دي، دا حقایق به یو پر بل پسې را څرګند شي، خو بیا به زموږ لۀ لاسه وخت تېر وي!

پۀ افغانستان کې د طبیعي قیمتي سرچینو پۀ هکله لومړنۍ څېړنې پۀ څو مرحلو کې تر سره شوي خو منظمې څېړنې د روسانو لخوا پۀ کال ۱۹۶۰م کال کې ترسره شوې او روسيي انجینرانو د دئ قیمتي کانونو ارزښت د سوونو ملیاردو ډالرو پۀ حدودو کې اعلان کړ، وروستۍ او مخکنۍ څېړنې تخمیني اندازه د دغه کانونو چې ښیي هغه یو ټریلیون ډالر ده او دا دومره پیسې دي چې که پرځای ولګول شي، نو افغانستان به پۀ سیمه کې د یو پرمختللي، پۀ خپل ځان بسیا او غښتلي هېواد پۀ توګه را میدان ته شي، خو د تأسف ځای دادی چې هر وخت شیطاني قدرتونو خپلې وږې سترګې همدغو زیرمو ته نیولي دي، دا اوس چې ټیکنالوژي تر ټولو چټک سفر کوي، نړۍ پۀ چټکۍ سره د ځینو صنعتي خامو موادو د کمبود سره مخ کېږي او پۀ دغو موادو کې لیتیم، سلفر، مس، اوسپنه، نکل، د ډبرو سکاره، سره زر، سپین زر، لاجورد، زمرود او… شامل دي، دا بیا هغه خام صنعتي او قیمتي مواد دي چې افغانستان یې پۀ پراخه کچه لري، اې کاش چې د ظاهرشاه پۀ ۴۰ کلنه دوره کې هغه همدغه زېرمې په کار اچولې وای اوس به افغانستان یو پرمختللی هېواد ؤ، خو بس دلته چې هر څوک واک ته ورسیږي یواځې د خپل جیب او خیټې غم ورسره وي او د نورو هېوادونو برعکس دوی له خپل هېواده خپله شتمني وباسي او نورو هېوادونو کې یې ذخیره کوي، د احمدشاه مسعود، مارشال فهیم، عطاء محمد نور او احمدضیاء مسعود پۀ هکله کره شواهد او ثبوتونه موجود دي چې د میلیاردونو ډالرو پۀ ارزښت کاني مواد یې په بهرنیو هېوادونو پلورلي دي، برهان الدین رباني، اسمعیل خان او…

 لنډه دا چې هر جنګسالار د افغانستان دغه شتمني خپلو بادارانو ته ډالۍ کړی او خپله خېټه یې پرې مړه کړی ده، خو یوه یې هم د هېواد پۀ خدمت کې دغه شتمني و نۀ لګوله، د کمونیستي دورې پر مهال روسانو هم قیمتي زیرمې چور کړې او تر څو یې چې وس ؤ، و یې چلولی اوس وار د سیکولرانو او هماغه زړو پاتې شونو کمونیستانو دی چې یوځل بیا یې خپلو صلیبي بادارانو ته د دغه شتمنیو د چور او تالان واک پۀ لاس ورکړی او پۀ دې ډېر خوښ دي چې صلیبي باداران یې ترې غوښتنه کوي او دوی یې پوره کوي، ۵ کاله مخکې ماته یو سرحدي پولیس پخپله کیسه وکړه چې د ننګرهار ولایت په شلمان سرحدي غرنۍ سیمه کې زموږ پوسته وه، امریکایان راغلل، یوه اندازه ساحه یې پۀ نښه کړه او موږ ته یې وویل چې دلته بیدار اوسئ، پۀ بله ورځ د انجینرانو ټیم سره بیا راغلل او هماغه ساحه یې وسپړله، ډول ډول قیمتي او عجیب شیان او مواد یې ترې وویستل او پۀ داسې حال کې چې موږ یې امنیت نیولی ؤ، هغه اثار یې لۀ ځان سره یوړل، همدا راز د کابل جلال آباد پۀ لویه لاره د ماهیپر پۀ سیمه کې یې کیندنې وکړی او کله چې څوک له جلال آباد نه کابل ته ځي دغه په لوړه غرنۍ سیمه کې شوې کیندنې ورته واضحه ښکاري….

 که نورې بیلګې درته لیکم لیکنه به ډېره اوږده شي، خو دومره ویل اړین ګڼم چې امریکایانو خپل پوځي کمپاینونه یا بیسونه او هډې هم هغو ځایونو کې جوړې کړي چېرته چې د پورته ذکر شوو موادو نه علاوه د ګازو، تیلو او… ذخیري هم شته، دغه امریکایي داړه مارانو د عراق تېل او سره زر هم چور کړل، د سعودي تیل یې هم ټول خپل کړي او اوس یې وږې سترګې د افغانستان کانونو ته را اوښتي دي.

افغان ملت باید د خپلو شتمنیو پۀ ارزښت پوه شي او هیڅکله اجازه ورنکړي چې یرغلګر ځواکونه او داخلي مزدوران یې دغه قیمتي شتمنۍ چور او تالا کړي، او دې ته مو باید پام وي چې صلیبي رسنۍ غواړي افغان ملت ته پۀ اذهانو کې دا خبره پیچکاري کړي چې ګني امریکا که دغه کانونه وسپړي نو افغانستان ته به یې هم ګټه ورسیږي، خو دا هسې یوه غولوونکي پلمه ده، امریکایي وږ سترګي هیڅکله د افغانستان لۀ غمه مړه نۀ دي، هغوی ته زموږ د هېواد دغه شتمنۍ د غنیمت شکل لري او په ډېر مکر او فریب سره غواړي چې افغان ولس ته غوړې وعدې ورکړي او ولسي غبرګون نه ځان وساتي.

 حقیقت دا دې چې امریکا پۀ افغانستان کې دا ۷۰۰ میلیارد ډالر زموږ د خېر ښېګڼې لپاره نه دي لګولي بلکې دا یې د څو چنده بدیل د تر لاسه کولو پۀ موخه مصرف کړي چې دادې اوس یې د کانونو پۀ چور کولو بېرته لاسته راوړل غواړي، د ویښ احساس او ایمان خاوندان پوهیږي چې امریکایانو څۀ ډول د عراق شتمني چور کړه او بیا یې د سني او شیعه جګړې ګرداب ته ورټېل واهه، اوس دلته هم غواړي چې زموږ شتمنۍ چور کړي او د خپلې جګړې شوی او کېدونکی تاوان تر لاسه کړي، دا مۀ هیروئ چې صلیبي امریکایان کافر دي او دوی زموږ د بربادۍ لپاره راغلي، د جګړې دوام هم پۀ همدې موخه دی چې وکولی شي د کانونو د لوټلو فرصت تر لاسه کړي، خو موږ دغو صلیبي داړه مارانو ته ور پۀ زړه کوو چې:

افغانانو پۀ تېرو ۱۶ کالو کې ستاسو شیطاني څېرې او شوم اهداف پۀ ښه توګه وپېژندل، دا هم واورئ چې تر تاسو وړاندې دلته انګلیسیانو او روسانو هم پۀ دغو ګړنګونو کې خپلې ککرئ وخوړلې، که تاسو هم عبرت وانخېست نو تر هغو به مو حال بدتر وي او اوس خو پرته لۀ یو محدود شمېر غولیدلیو کسانو چې ستاسو تبلیغاتو یې اذهان مستعمره کړي، نور ټول افغان ملت پوهیږي چې تاسو زموږ د دین، هویت، خاور‌ې او حتی شتون دښمنان یاست، پرته لۀ وژلو، ورانولو او بې حیایۍ، بې دینۍ، قومي او سمتي تعصبونو، ملک الطوایفۍ مو افغان ملت ته نور څۀ ورنکړل، افغان غیور ملت پۀ دې هم پوهیږي چې پۀ ارګ کې ناست ستاسو لاسپوڅي شاشجاعان نور نۀ شي کولی خپل کاذب هویت پټ کړي او دا لکه د لمر ښکاره ده چې دوی دا ستاسو پۀ غلامۍ کې د خپل دین، عزت او کرامت نه تېر شول او د هېواد پر سر یې هم د تاسو سره معاملې وکړی.

وخت د دې را رسیدلی چې نور دغو خاینانو ته د خپل خیانت سزا ورکړل شي او هغه هم ستاسو د اشغال په وړاندې د یو سرتاسري پاڅون پۀ شکل کې؛ پۀ پای کې د خپلو مجاهدینو ورونو څخه پۀ کلکه غواړم چې پرینږدي تر څو دا صلیبي داړه ماران د ملي شتمنيو پۀ چور وتوانیږي او هغوی ته چې د امریکا دغې ارادې ته د اقتصادي پرمختګ پۀ نظر ګوري ور پۀ زړه کوو چې امریکا خپله د اقتصادي زوال سره مخ ده او هيڅکله به د افغانان د خېر فکر ونکړي بلکې د دغو شتمنیو را سپړل پۀ امریکایانو داسې دي لکه پۀ پیشو چې څوک غوښه ساتي، نو مهرباني وکړئ د داسې تاریخي خیانت ګډونوال مه جوړېږئ، لا خو تر اوسه د ارګ چارواکي خپله غلۀ او ډاکوان دي نو باداران به یې څه د دې ملت پۀ درد دردمن او زموږ د شتمنیو ساتونکي شي.

د صلیبي اشغال څخه د بشپړې خپلواکۍ پۀ هیله!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button