ډونالډ ټرمپ به هم خپل ارمان له ځان سره قبر ته یوسي

ډاکټر آصف

یو وخت کرزی صیب د خپلې وظیفې پر مهال ډېر تنګ شو او بالآخره یې د تلویزیون له لارې وویل چې: خدای دې هیڅوک هم په داسې غم نه ګرفتاروي لکه زه چې یې ګرفتار کړی یم.

اوس که د ډونالډ ټرمپ حرکات او سکنات او ضد او نقیض څرګندونې وڅارو، نو دی هم د حال په ژبه همدغسی وایي. ځکه چې پوره اوه میاشتې یې د افغانستان د قضیې په اړه بحث او جنجالونه وکړل بالآخره یې خپله کرغیړنه څېره د مختلفو تلویزیونو له لارې نړیوالو ته څرګنده کړه. په عراق کی یې خپلې کړنې ستر اشتباهات وګڼل، او په افغانستان کې د خپلو میشتو فوځیانو په اړه یې وویل چې دوی به تر نامعلومه وخته هلته پاتې شي. ورپسی یې دا یې هم وویل چې ده د خپلو فوځونو په ویستلو ټینګار درلود خو فوځیانو یې ذهنیت وربدل کړ، بیا یې دا هم وویل چې ترهګر چې په هر ځای کې وي بریدونه به پرې وکړي.

بالآخره یې پاکستان ته هم خوله واچوله په داسې حال کې د افغانستان د جنګ ټول اکمالات د پاکستان نه کوي او ویې ویل چې پاکستان ته مو د ترهګرو د ځپلو لپاره ملیاردونه ډالر ورکړل خو پاکستان پر ځای د دې چې ترهګر وځپي برعکس هغوی یې تقویه کړل چې له کبله یې په افغانستان کې امریکایی فوځیان په نښه کیږي.

ټرمپ له ډیرې ویرې افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

او بیا یې په وارخطایۍ سره دا هم وویل چې دوی د امريکا دښمن ته د خپلې تیښتې نېټه نه اعلانوي، ځکه چې دوی به يې وتلو ته منتظر شي، د دوی له وتلو وروسته به بيرته دغه هېواد ونيسي.

ټرمپ د امریکا پخوانۍ ادعا دروغجنه کړه چې یې وویل د امریکا موخه په افغانستان کې د دغه هیواد رغاونه نه بلکه د ترهګرو ريښې له منځه وړل، د هغوی مالي منابع وچول او په سیمه کې اتومي وسلې خوندې کول دي څو د تروريستانو لاس ته ونه لوېږي.

همدغه راز د دې لپاره چې عامه ذهنیت اغفال کړي  ډونالډ ټرمپ وويل، د امريکا تګلاره به په افغانستان کې په ډراماتیکه توګه بدله شي!!! یعنې کیدای شي د شپې ټول وتښتي او سبا ته په ټول افغانستان کې یو امریکایی هم نه وي او خپل بړیڅي طالبانو د  حلالولو لپاره په سپین میدان یواځې خوشي کړي.

او دا یې هم وویل چې هیڅوک د افغانستان د کانونو د استخراج حق نلري، دا یواځې د امریکا حق دی، نو غواړي خپل اقتصاد د دې لارې نه تضمین کړي نو ځکه زياتوي چې ډیپلوماتیک اقتصادي او سیاسي لاري چاري به مونږ بریالي توب ته ورسوي.

د خپلو تیرو څرګندونو برعکس بیا وایی چې: امريکا به د افغانستان د پوځ تمويل او تقويې ته تر هغې پورې دوام ورکړي، ترڅو افغان پوځ وتوانېږي چې د تروريستانو پرضد مقابله او مبارزه پرمخ يوسي) یعنی په دې اعتراف کوي چې تر اوسه د طالبانو د مقالې توان نلري.

خو په افغانستان کې خپل لاسپوڅی حکومت یې وپوهاوه چې له افغانستان سره به د امریکا مرستې نامحدودې نه‌ وي او دوی هېڅکله هم دغه هېواد ته سپین چک نه ‌ورکوي. ویې ویل موږ له افغانستان سره مرسته کوو او غواړو چې مرستې مو په شفافه توګه په اړینو ځایونو کې ولګېږي. معنی دا چې د افغانستان مفسده اداره کې به نور فساد ونه زغمي.

ټرمپ بیرته لږ نرمیږي او ویره ورسره پیدا کیږی او وایی چې يوه ورځ به سياسي روغه جوړه طالبانو ته هم مخه ورکړي او له دغه پروسې سره به يوځای شي. دا معنی چې ټرمپ یقین لري چې طالبان په جنګ کې نشي ماتولای. نو ځکه د روغې جوړې نسخه هم له ځانه سره تیاره په جیب کی ساتي.

په تعقیب بیرته پر ولسمشر ټرمپ خپل جنوني ذهنیت غلبه کوي نو خپلو پوځيانو ته یې امر وکړ چې ترهګر ووژني او زياته يې کړه، چې مونږ په سیمه کې خپلو پوځیانو ته نور صلاحیتونه هم ورکړل او هغوی اوس د عملیاتو پراخ صلاحیت لري هغه څه چې افغانستان کې يې امريکايي جنرالانو غوښتنه کوله او وايي چې دوی خپلو سرتيرو ته هغه ټولې وسلې په واک کې ورکوي چې ځواکونه يې د برياليتوب لپاره غواړي.

او معلومه خبره ده چې امریکایانو تر اوسه له هیڅ راز وسلې له استعمال نه ډډه نه ده کړې چې آخرې غټه وسله یې د بمونو مور وه.

په تعقیب ډونالډ ټرمپ نورو هیوادونو ته د چندې لاس غزوي او وایی چې: د جګړې د پرمختګ لپاره له خپلو متحدینو د نورو پيسو او له ناټو د دوی پر ستراتيژۍ د باور کولو غوښتنه وکړه.

او د خپلو خبرو په پای کې د مجاهدو طالبو غازیو په لاسونو وژل شوی حرمونی فوځیان ورپه یادیږي او وایی چې:  زمونږ د زرګونو سرتیرو مړي په ارلینګتون کې خښ دي او دا ښيي چې دوي زمونږ لپاره قرباني ورکړې لکه افغانستان غوندې هیوادونو کې، د یولسم سپټمبر له برید وروسته زمونږ سرتیري په داوطلبانه توګه افغانستان ته لاړل چې زمونږ دښمنان له مینځه یوسي.مونږ به د دوي ارمان پوره کوو چې هغوي یي بیه پرې کړې ده.

خو دا یې واضحه نکړه چې د هغوی آرمان څه شی و چې ګور ته یې له ځانونو سره وړی دی. خو دا به یې ضرور په زړه کې تیر شوی وي چې ډونالډ ټرمپ به هم خپل ټول ارمانونه د همدغو عسکرو په څیر بالآخره قبر ته یوسي. و ما ذلک علی الله بعزیر.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button