ډاکټر آصف
آزادي یو ارزښت دی او تر ټولو خوږ او خوندور ارزښت. انسان د خپل ژوند له نورو خوندونو هله برخمن کيدای شي چې د آزادۍ له ارزښته برخمن شي، خو رښتینې آزادي څه ته وايي او د حريت معنا څه ده ؟
که چيرې له حريت او آزادۍ څخه هدف مقابل لوري ته د عبوديت او بندګۍ سر ټیټول وي، نو بیا خومسلمان د الله په بندګۍ کې تر ټولو ستره آزادي او حريت ترلاسه کړی، ځکه چې په همدې سره د نورو انسانانو له بندګۍ او غلامۍ څخه د تل لپاره ژغورل کيږي.
د مسلمان په وړاندې آزادي د هر سرکښ له تسلط او واکمنۍ څخه ځان خلاصول دي ، آن له هغه سرکښه چې د ده په کالبد کې يې ځای نیولی او انسان نه پریږدي چې د خپل فطرت سره سم وچليږي . د مسلمان په وړاندې عفت او پاک لمني د حريت او آزادۍ اساسي نښه ده .
بل پلو ته ماده پال انسان عفت د خپل ځان لپاره ستر قيد او غلامي اساس ګڼي، ماده پال انسان د مادې او سرکښ نفس غلامي کوي، خو د مادې او نفس د خالق بندګۍ ته چمتو نه دی، هغه ته آزادي او حريت د الله تعالی له واکمنۍ څخه وتل ښکاري، خو دا بیچاره په دې نه پوهيږي چې د ژوند په کوم اړخ کې د الله تعالی له واکمنۍ څخه وتلی شي.
مومن انسان په دې باوري دی چې د انسان عقل چې کله د شهوتونو او هوسونو په قيد او اسارت کې رایسار شي نوبيا له حريت او آزادۍ څخه نشي برخمن کیدی ، حريت او آزادي د مومن انسان په نزد د خپلو او يا پردیو شهوتونو له اسارت څخه ځان خلاصول دي .
مسلمان خپل حريت د الله د خلافت په بڼه کې ګوري ، مسلمان الله تعالی ته سر ټيټوي او نور سرلوړی ګرځي، د مسلمان حريت د الله متعال قوانينو او حدودو ته پر التزام ولاړ دی، مسلمان وايي چې انسان په کائناتو کې سردار دی نه دکائناتو سردار او ماده پال انسان بيا وايي چې انسان د کائناتو سردار او ټولواک دی، لدې کبله غواړي چې آن د کائناتو خالق هم د ده غوښتنو ته غاړه کيږدي او د ده له نفسي خواهشاتو سره غاړه يوسي، د استاذ محمد عبده په تعبیر انسان چې کله یوازې د الله بنده شي بیا د نورو سيد او بادار جوړيدی شي.
نو اوس خپله قضاوت وکړه چې د مسلمان او ماده پال سیکولر تر منځ توپير شته او که نه ؟


















