حمد

عاکف مهاجر
سجده کې دې پرته ځمکه رکوع باندې اسمان ده
خالقه څه بیشماره قدرتونه دې ګواه دي
دا لمر سپوږمۍ او ستوري چې ښکاريږي
خالقه دا حسین دې همیشه ستا په ثناء دي
ماهي د اوبو تل کې او مارغان په ځنګلونو
د ستا کوي حمدونه په صفت باندې ګويا دي
په امر دې دوه رنګه اوبه څنګ په څنګ روانې
بیلیږي یو له بله یو له بل ځینې جدا دي
په حمد دې بختور شي بختور به وي مالکه
یو څوک دې شام سحر کې په حمدو باندې لګیادي
لایق دې د حمد نه یم کاش حامد دې شم عاکفه
حساب چې دې حامد شم زما تل دغه دعا دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button