د امریکا نوې ستراتیژي: له جګړې غوڅ او له سولې پڅ ملاتړ!

سرليکنه
د ټرمپ لخوا د نوې ستراتيژۍ په اعلان سره په هېواد کې امريکايي او افغاني پوځي مشران ډېر خوښ شول چې په جګړه کې ورته اختيارات وسپارل شول. په اصل کې د نظامي اشخاصو خاصيت دا وي چې د جګړې په اختيار ډېر خوښ وي. مانا دا چې څومره د ولسي وګړو اختیار ورکړل شي، هومره خوښي څرګندوي؛ خو د جګړې بل اړخ ته نه ګوري چې خپله ورته څومره تاوانونه اوړي او د جګړې څرخ د چا په ګټه څرخي؟
په نوې ستراتيژۍ کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان جان نيکولسن ته اختیار ورکړل شوى دى چې که غواړي افغانستان ته نور پوځونه ولېږل شي، غوښتنه به یې سپينه ماڼۍ ومني او که بسيا کوي، په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو پوځونو تجهيز به په ښه توګه وکړل شي.
د ټرمپ لخوا په نوې ستراتيژۍ کې څلور ټکې شته چې په څلورو واړو کې په افغانستان کې په جګړه ټينګار او د سولې پڅ ملاتړ ښودل شوی دى؛ داسې ملاتړ چې د نه ملاتړ په مانا دى. له دې دا څرګنده شوه چې ټرمپ په افغانستان کې دوامداره جګړه غواړي، د سولې ملاتړ خو نه کوي بلکې امکانات یې هم له منځه وړي.
که په نوې ستراتيژۍ کې د سولې څرک ليدل کېداى، نو امکان ؤ چې يو شمېر هغه هېوادونه چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغان ولس او هم د سيمې په تاوان بولي، د سولې په اړه یې کوم قدم پورته کړې واى؛ خو څومره چې د ستراتيژۍ اړخونه وڅېړل شي، په جګړه دوام ښوول شوی دى. ځکه خو دا دى طالب وسله والو هم خپلو بريدونو ته د پخوا په نسبت زور ورکړ.
تازه راپور ترلاسه شوی چې طالب وسله والو په غزني کې د زنه خان ولسوالي ونيوله او د کابل چارواکو هم پرې اعتراف کړی دی. دا چې له دواړو خواوو په جګړه زور راوستل شي، امريکايي قوماندانانو ته د جګړې اختيارات زيات شي او طالب وسله وال د امريکا د نوې ستراتيژۍ په مقابل کې بريدونو ته زور ورکړي؛ په پايله کې به د افغانستان تباهي نوره هم پسې سېوا کېږي.
د غزني پر زنه خان ولسوالۍ له پرونه راهيسې جګړه روانه وه. په جګړه کې ګوړې او شکرې نه وېشل کېږي، دواړو خواوو ته به مرګ ژوبله اوښتې وي او بيا به یې په نيولو او بمبارۍ کې هم دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوړي چې بيا هم په افغانستان کې د امريکا د اهدافو لپاره قدم پورته شو، د امريکا نوې ستراتيژي په افغانستان کې د جګړو او تباهيو دوام دی.
په افغانستان کې نوې ستراتيژي په اصل کې د جګړې د دوام اعلانېدل دي، نور په نوې ستراتيژۍ کې څه نشته. دا يو ټکی شته چې دمخه به په افغانستان کې د امريکايي پوځ قوماندان د عملياتو لپاره د امريکا له د فاع وزارته اجازه غوښـته، اوس امريکايي قوماندان په خپله قومانده هر ډول مرګونې بمباري کولاى شي.
بدبختانه افغان چارواکي په افغانستان کې د امريکا نوې ستراتيژۍ (د جګړې په دوام مرګ ژوبلې) ته ونڅېدل. دا د ډيرې مودې انتظار و چې نوې ستراتيژي (له جګړې غوڅ او له سولې پڅ ملاتړ) اعلان شو. امريکا دې دا زور ازمايي هم پر مظلوم او بې ګناه افغان ولس وکړي؛ خو دا نوې ستراتيژي به یې هم د تېرو کلونو په څېر ناکامه شي، بل کال ته به بله نوې ستراتيژي جوړوي او آخر به ان شاءالله په ټولو ستراتيژيو کې ناکامه او مختورې شي.



