په لمانځه ولاړ ؤ

ملامحمد مطمئن

شوڼډې یې وچې سر ګګر ؤ په لمانځه ولاړ ؤ
د یار په مخ د غم اثر ؤ په لمانځه ولاړ ؤ

پرې ښکارېده له لرې،لرې خړ غبار د سنګر
غازي د څو ورځو نهر ؤ په لمانځه ولاړ ؤ

تور غټ زلفان یې په اوږو خواره واره پراته وه
څومره ښایسته،ښکلی بشر ؤ په لمانځه ولاړ ؤ

د عِشْق په بحَر کې تر دې حده ډوب شوی ؤ چې
له خپله ځانه ناخبر ؤ په لمانځه ولاړ ؤ

په مناجات کې یې له خدایه شهادت غوښتلو
په خوله یې لفظ د کوثر ؤ په لمانځه ولاړ ؤ

غازي سجده کې لوی رب ته څو ګېلې کولې
وخت مطمئنه ماذیګر ؤ په لمانځه ولاړ ؤ

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button