دقربانۍ فضائل “اود وس اوطاقت باوجود نه کولوباندی وعید “

لیکوال “قاری سمیع الدین حقانی ”
دقربانۍ فضائل خو په شریعتِ محمدی کښی ډیرزیات راغلی دی خو مختصراً یوڅو فضائل ستاسوحضورته وړاندی کوم ”
قربانی په دین اسلام کښی یوډیرمهتم باالشان عمل دی ددی داهمیت اندازه ددی نه لږیږی چی په قرآن مجیدکښی څوڅوځله په اتوسورتونو کښی الله جل جلاله دقربانۍ اودمتعلقاتودقربانۍ “ددی داهمیت، حکمت اوفلسفی “اوپه مختلفوامتونو کښی ددی په طوراوطریقو باندی بحث شوی دی “اوداسلامی امت اوابراهیمی ملت لپاره دینی شعاراوامتیازی نښه ګرځولی ده “الله جل جلاله په سورة الحج آیت نمبر۳۴ کښی داسی فرمائې “وَلِکُلِّ اُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَکاًلِیَذْکُرُواسْمَ اللهِ عَلیٰ مَا رَقَهُمْ مِّنْ بَهِیْمَةِ الْاَنْعَامِ ”
ژباړه “اومونږه دهرامت دپاره قربانی مقرکړه لپاره ددی چی دالله نوم یاد کړۍ په ذبحه کولو دهغی ځناورو کښی “”
اکابرو مفسرینو دمنسک نه مراد ذبح اوقربانی اخستی ده ”
دقربانۍ دحکمت اوفايدوباره کښی الله جل جلاله داسی ارشادفرمائې “لَنْ یَّنَالَ اللهَ لُحُوْمُهَا وَلَادِمَآئُهَا وَلٰكِنْ یَنَالُهُالْتَّقْوٰی مِنْکُمْ (سورة الحج آیت نمبر۳۷ ”
ژباړه “الله جل جلاله ته ستاسو دقربانۍ غوښه،پوستکی او وینه نه رسیږی بلکه الله جل جلاله ته ستاسو تقوٰی رسیږی ”
په سورة الکوثرکښی خو الله جل جلاله صریح حکم کوی ”
٭إنَّاأعْطَیْنَاكَ الْكَوْثَرَ٭فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ٭ ژباړه “پناه غواړم په الله سره دشیطان رټلیئ شوی نه “شروع کوم په نوم دالله سره چی بښونکی اومهربانه دی “بیشکه مونږ تاته درکړی دی کوثر “پس مونځ وکړه اوقربانی وکړه “”
تفسیر ابن کثیر اونوروډیرو مفسیرینو د وَانْحَرْ معنا داخترپه قربانۍ سره کړی دی “

همدغه شان دنبی علیه السلام داحادیث مبارکوؤ نه هم دقربانۍ حکم ثابتیږی “”
(۱) دابن عمرنه روایت دی “عن ابن عمر قال اقام رسول الله صلی الله علیه وسلم باالمدینة عشرسنین یضَحِّيْ (جامع الترمذی ج (۱) ص(۲۷۷)”
ژباړه “ابن عمررضی الله عنه فرمائې چی رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه منوره کښی لس کاله پاتی شو اوهرکال به ئې قربانی کوله “”
(۲) بل روایت هم دابن عمررضی الله عنه نه دی کوم چی مسنداحمد اونسائې ذکرکړی دی چی نبی علیه السلام به مدینه منوره کښی دغټ اخترپه ورځ داوښ یابل کوم ځناور قربانی کوله ”
(۳) بخاری شریف کښی ذکردی چی نبی علیه السلام دخپلو ببیانو دطرف نه دغوا قربانی وکړه ”
(۴) نبی علیه السلام فرمائې هر مالداره مسلمان باندی که سړی وی که ښځه په کال کښی یوځل قربانی واجب ده “(سنن ابن ماجه ص (۲۳۳) ج (۴)
(۵)بل روایت کوم چی مشکوٰة کښی ذکری دی “چی نبی علیه السلام نه صحابوؤ پوښتنه وکړه چی دای دالله رسوله (صلی الله علیه وسلم) داقربانی څه شي دی نبی علیه السلام ورته اوفرمایل (هي سنت ابیکم ابراهیم علیه السلام) داستاسو دپلار ابرهیم علیه السلام سنت دی”
نوصحابوؤترینه پوښتنه وکړه چی دهغه سنت دی نوزمونږ دپاره پکښی څه ثواب شته دی؟؟ نونبی علیه السلام ورته اوفرمایل چی د قربانۍ دځناور دهرویښته په بدله کښی تاسوته یوه یوه نیکی ده “بیاصحابوؤ پوښتنه وکړه چی ای دالله رسوله (صلی الله علیه وسلم) نود ګدیا میږی وړۍ به څه حساب وی نو نبی علیه السلام ورته اوفرمایل چی دګډ یامیږی دوړۍ دهرویښته په بدل کښی به هم الله یوه یوه نیکی درکوی “سنن ابن ماجه ”
(۶) عایشه رضی الله عنها فرمائې چی دغټ اخترپه ورځ دمسلمان یوعمل هم دالله جل جلاله په دربارکښی دقربانۍ نه غوره نه وی اوذقیامت په ورځ به دقربانۍ دځناور ښکرونه” ویښتان”دپښوؤ کور ” اوهرڅه به دمسلمان دحسناتوپه تله کښی واچول شی “اودقربانۍ دځناور وینه لازمکی ته نه وی رسیدلی چی دده ګنانونه الله جل جلاله معاف کړی “نوپدی خوشحاله شۍ اوپه خوشحالۍ سره قربانی کوۍ “(ترمذی “ابن ماجه “)

دمالی قوت اواستطاعت باوجودچی څوک قربانی نه کوی نودهغوی دپاره دنبی علیه السلام همدا یو وعید اوخبرداری کافی دی “”
نبی علیه السلام فرمائې” مَنْ کَانَ لَه‌ُ سِعَة‌ٌ وَلَمْ یُضَحِّ فَلَا یَقْرِبَنَّ مُصَلّّانَا (سنن ابن ماجه ص۲۲۶ باب الاضاحی هی واجبة ام لا) ژباړه “دنبی علیه السلام ارشادمبارک دی چی دچادقربانۍ وس اوطاقت کیږی اودهغی باوجودهم قربانی ونکړی نو داکس دی زمونږ جوماتونو ته نه راځی ”
نوالله دمونږ اوتاسوته داسلام هریوحکم ته په سراوسترګو دتابعداره کیدو توفیق راکړی اوالله دمونږ دشیطان دوسوسو اوچالونونه په خپل حفظ وامان کښی وساتی “

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button