سه شنبه, اپریل 28, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

دقربانۍ ضروري مسائل

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
اگست 27, 2017
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
20
ځلې شریک شوی
251
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لېکوال : قاري سميع الدين حقاني
دقربانۍ مسائل ډيرزيات دي چې دټولو ذکرکول دلته ډير وخت غواړي “خوبياهم بعضي ضروري مسائل ذکر کول اړين بولم
دقربانۍ دواجب کيدلولپاره شرائط دادي ” مسلمان به وي”په کافرقرباني نشته دی “ازاد به وي” په غلام قرباني نشته دی ” مقيم به وي “کوم خلک چي مسافردي (داقامت موده ۱۵ ورځي په يوځای کې دپاتي کيدو نيت ئې وي)بياپري قرباني واجب نده که قرباني يې کړه ثواب ورته حاصليږي “او که په مياشتومياشتوبل وطن کښي مسافري کوي نودادهغه ځاي مقيم حسابيږي “نوبياپري قرباني واجب ده که هلته ئې کوي اوکه کورته جواب راليږي چي زما له طرفه قرباني وکړۍ ” بالغ به وي په نابالغ باندي لکه څنګه چي نورفرائض لمونځ روژه وغيره ندي فرض نوهمدغه شان قرباني هم پري نده واجب “” اګرچه امام ابوحنيفه اوامام ابويوسف رحمهماالله فرمائې چي په نابالغ ماشوم هم قرباني شته دي خوداحنافو فتوا پدي ده چي قرباني پري واجب نده “البته که نابالغه ماشوم قرباني وکړي نوثواب ورته ملاويږي “” که نابالغ هلک يا جينۍ(کوم چي مالداروي) دذي الحجي دمياشتي د۱۰/۱۱ ياد۱۲ تاريخ دلمرپريوتونه مخکښي بالغ شو نوقرباني پري واجب ده “(شامي ج ۶ ص ۳۱۶ کتاب الاضحيه)
په صاحبِ نصاب سړي اوښځه دواړو باندي قرباني واجب ده “” دنصاب اندازه روپۍ کومي چي نن صبا د۵۲:۵ تولو سپينوزرو په اندازه باندې چې تخميناً (۴۰۰۰۰) کلدارو ته رسيږي دومره روپۍ به درسره وي البته که چا سره شل زره روپۍ وي اوکورکښي ورسره دضرورت او حوائج اصلي نه زيات سامان وي دکوم قيمت چي دشل زرونقدوروپو سره يوځاي شي نوڅلويښت زره روپوته رسيږي نو بيا هم پرې قرباني واجب ده “” ياورسره نقدي روپۍ نه وي خومال تجارت ورسره وي چي دهغې ماليت دقرباني نصاب ته رسيږي نوهم پري قرباني واجب ده .
په محبس يا بندي خانه کښي هغه بنديان چي دبند موده ئې د۱۵ ورځونه زياته وي اودا بندي صاحبِ نصاب وي نوهم پري قرباني واجب ده که ممکن وي په جيل کښي دي وکړي که جيل کښي ممکن نه وي نو دجيل نه دباندي دی چاته پيسي ورکړي چي دده دطرف نه قرباني وکړي “”(فتاوي هنديه ج (۵) ص (۲۹۲) کتاب الاضحيه)
(۱) نمبرمسئله په کوموځناورو چي قرباني کيږي هغه دادي بيزه(چيلۍ) “ميږه ياپسه” غوا، غوۍ “ميښه “اوښ “پدي ټولوکښي نراوښځه شامل دي (فتاوي هنديه ۵ ص ۲۹۷) (۲) دچيلۍ يادميږی عمربه يوکال ضرور وي که ددينه کم وي بياپري قرباني نه کيږي “البته دشپږو مياشتوپه ميږه ياګډ کښي داسهولت شته دي چي دا دومره څرب وي چي ديوکال معلوميږي نوبياپري هم قرباني کيږي ” خو شرط دا دی چې د شپږمياشتوڅخه به يې عمرکم نه وي
(۲) نمبرمسئله دغوا، غوايه، ياميښي عمربه دوه کاله وي که ددوه کالونه ئې عمرکم وي قرباني پري نه کيږي “”
اوښ به دپنځوکالو وي که دپنځوکلوڅخه ئې عمرکم وي قرباني پري نه کيږي “” (الهدايه ج۴ ص ۴۴۷ کتاب الاضحيه)
(۳)نمبرمسئله داده چي په چيلۍ ياپه ميږه (ګډه) باندي صرف ديوکس قرباني کيږي “(هنديه ج ۵ ص ۲۹۷ الباب الخامس)
(۴)نمبرمسئله غوا، غوايه، ميښه پدي کښي ديوکس نه واخله تر (۷) کسانوشريکان جوړيدای شي “(صحيح مسلم کښي دجابررضي الله عنه قولي اوفعلي دوه احاديث باب الاشتراک في الهدي) که چاهمدا د اوؤ کسانو ځناورپه اتوؤ ياداتوؤ کسانو نه په زياتوکسانوقرباني کړو نوديوکس قرباني هم اونه شوه ” (فتاوي حقانيه ج (۶) ص (۴۶۹))
(۵)نمبرمسئله په اجتماعي قربانۍ کښي که ديوکس نيت هم دقربانۍ دغوښي وؤ نودټولو قرباني اونشوه “(فتاوي هنديه ج ۵ ص ۳۰۴)
(۶)نمبرمسئله که په اجتماعي قربانۍ کښي ديوکس هم روپۍ حرامي وي نودټولو قرباني ونشوه “(جمع الجوامع ج ۲ ص ۲۴۸حديث نمبر ۵۳۸۰)
(۷)نمبرمسئله دکوم ځناورچي پيدايشي غوږونه نه وي نوقرباني پري نه کيږي “يايې غوږونه نيم يادنيم نه زيات کټ شوي وي بياهم پري قرباني نه کيږي “(فتاوي شامي ج ۶ ص ۳۲۳)
(۸)نمبرمسئله او که دکوم ځناور غوږونه وي خو پيدايشي واړه واړه وي نوبياپري قرباني کيږي “(البدئع والصنائع ج ۵ ص ۷۵) په شپږمياشتوعمرکښي
(۹)نمبرمسئله که ځناوردومره کمزوري وؤ چي خالي هډوکي ئې معلوميدل اودقربانۍ ځاي پوري پخپله نشوتللي نوبياپري قرباني نده جائز “( فتاوي هنديه ج ۵ ص ۲۹۷ الباب الخامس) (۱۰)نمبرمسئله قربانۍ ته دراغوځولو په وجه که په کوم ځناورکې څه عيب پيداشو نوداعيب معتبر ندي بلکه قرباني پري جائز ده “(فتاوي هنديه ج ۵ ص ۲۹۹)
(۱۱)نمبرمسئله که ديو ځناورغاښونه بلکل سوليدلي خو خوراک ښه صحيح کولي شي نوقرباني پري جائز ده البته که دومره سوليدلي وي چي خوراک پري نشي کولي بيا پري قرباني جائزنده “(فتاوي هنديه ج۵ ص ۲۹۸)
(۱۲) نمبرمسئله دکوم ځناورچي دري پښي جوړي وي اوڅلورمه پښه په ځمکه نشي لګولي يائې لګولي شي خو خپل وزن پري نشي اچولي نودداسي ځناور قرباني جائزنده ” اوکه څلورمه پښه باندي خپل وزن اچولي شي اوپه ځمکه ئې لګوي خو ګوډ ګوډ معلوميږي اودقربانۍ ترځاي پري تللي شي بياپري قرباني کيږي ” (ردالمحتارج۶ ص ۳۲۳)
(۱۳)نمبرمسئله دخصي ياد شنډ ځناور قرباني هم جائزده بلکه داسي ځناورڅرب اوقوي وي اوغوښه ئې ډيره خوندوره وي ( فتاوي هنديه ج ۵ ص ۲۹۷ الباب الخامس )
(۱۴)نمبرمسئله که کوم ځناور ړوندوي ياکاڼي (کږي سترګي) ياېې نيم يادنيم نه زيات نظر ختم شوي وي قرباني پري جائزنده “(فتاوي هنديه ج ۵ ص ۲۹۷)
(۱۵)نمبرمسئله که دکوم ځناور غولانځ (تيوؤنه) غوڅ شوي وي ياداسي زخمي وي چي لاس وروړلوسره ورته تکليف رسيږي يابچي ته دزخم دوجې شوده نشي ورکولي نوپداسي ځناورقرباني جائزنده “(فتاوي شامي ج۶ ص ۳۲۴ )
(۱۶)نمبرمسئله دقربانۍ ځناور دقربانۍ نه څو ورځي مخکې اخيستل مستحب او ساتل يې ثواب لري ځکه چي دي سره به هغه ستا خوښ شي اودخوښ شي قرباني ډيرثواب لري “(فتاوي هنديه ج ۵ ص۳۰۰ الباب السادس)

(۱۷)نمبرمسئله دحامله ځناورقرباني جائزده البته قصداً دداسي ځناور قرباني کول مکروه دي ځکه پدي کښي ديوبل حيوان مرګ راځي “اوکه اول کښي معلومه نه وه خودذبحې نه روستو پکښي ژوندي بچي را وؤت نو دغه بچي به هم حلالولي شي اوکه مړ وه نوبيا مردار دی “(فتاوي عالګيري ج ۵ ص ۲۷۸ کتاب الذبائح)
(۱۸)نمبرمسئله په خارښتي ځناورباندې قرباني جائزده “البته که دخارښ دوجې نه کمزوری شوی وي يايې دخارښ اثر دڅرمني نه لاندي غوښي ته رسيدلي وي بياپري قرباني جائزنده ” (فتاوي شامي ج ۶ ص ۳۲۳)
(۱۹) نمبرمسئله بعضي ځناور خپل مالکان داغي کوي دصحت اوتندرستي لپاره پداسي ځناور قرباني جائزده (فتاوي رحيميه ج ۱۰ ص۵۰ کتاب الاضحيه)
(۲۰)نمبرمسئله دکوم ځناورچي پيدايشي لکۍ نه وي يا ئې لکۍ نيمه يادنيمي نه زياته غوڅه شوي وي نوقرباني پري
جائزنده “(فتاوي شامي ج ۶ ص ۳۲۳/۳۲۴ )

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

(((يادونه))))
ددي نه علاوه هم دقربانۍ ډيرمسائل دي کوم چي دلته ندي ذکرشوي که چاته ددي نه علاوه کومه مسئله پيښه شي نودخپلي علاقي معتمداوراسخ العقيده عالم نه پوښتنه وکړۍ “” ((((( بله ضروري يادونه ))) دفقهي کتابونو داليکلي دي چي که په چاقرباني واجب نه وي اوبياهم داکس قرباني کوي نو پدی سره مسلمان مالداره کيږي غريب کيږي نه؛ بلکه دقربانۍ په شروع کولوسره غريب سړي مالداره کيږي اودا تجربه شوي خبره ده ”

مخکینې مطلب

ټرمپه ..!!!. / حاجی نعمان

بل مطلب

زیره د خیټې په کمولو کې مرسته کوي

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

سوډان؛ د الوتکې لوېدو پېښه کې ۱۵ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026
0

الجزیره: ایران سره جګړه کې د امریکا ګڼې پرمختللې الوتکې لوېدلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026
0

فارن پالیسي: ایران به وروستی تصمیم نیونکی وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026
0

عراقچي: د روسیې او ایران اړېکې ستراتیژیکه همکاري څرګندوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026
0

جنوبي لبنان کې اسرئیلي ټانګ ویجاړ؛ ۶ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026
0

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 27, 2026
0

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سوډان؛ د الوتکې لوېدو پېښه کې ۱۵ تنه وژل شوي

الجزیره: ایران سره جګړه کې د امریکا ګڼې پرمختللې الوتکې لوېدلي

فارن پالیسي: ایران به وروستی تصمیم نیونکی وي

عراقچي: د روسیې او ایران اړېکې ستراتیژیکه همکاري څرګندوي

جنوبي لبنان کې اسرئیلي ټانګ ویجاړ؛ ۶ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com