شریف الله خالد
طالبانو د تیر په څیر دا ځل هم د اختر په مناسبت د خپل مشر د مبارکئ پیغام خپور کړ چې په پنځو ژبو کې ترجمه شوی دی که د قومي ژبني او سمتي تعصبه تیر شو او پیغام ته د بشپړ اسلامیت او ریښتونی افغانیت له مخې وګورو نو روښانه به شي چې طالب مشر په کامله معنی مسلمان ، په اسلامی احکاماتو او جزییاتو بشپړ عالم او په هیواد او هیوادوالو داسی مئین شخصیت دی چې خپل مقابل کې جنګیدونکي د ملی اردو په افرادو یې هم مرګ نه دی پیرزو او د پیغام یوه برخه یې د همدوئ لپاره ځانګړې کړی ؛ چې په ډیره احسنه طریقه او د الله رب العزت د خوږ ارشاد ( ٱدْعُ إِلَىٰ سَبِيلِ رَبِّكَ بِٱلْحِكْمَةِ وَٱلْمَوْعِظَةِ ٱلْحَسَنَة ۖ ) په پیروئ یې په عام فهمه ډول او اسانه لهجه هغوئ ته دوست او دښمن ورپیژندلی او د خپلو افغانانو خلاف د نه جنګیدو توصیه یې ورته داسی کړی چې دی لار کې مو مرګ خراب دی او د مرګ پرته مو د ګناه پیټې نور هم پسی درنیږي .
د یوه ناپوهه سره هیڅ کله نه ښائی چې د قران شریف مفسر استاد او د حدیثو د یوه کامل او باعمله شیخ د پیغام او وینا په هکله لا نورې خبري وکړي خو دلته هغو ټکو ته اشاره کول غواړم چې د یوه افغان په حیث او د سوکاله ، ودان او اسلامی افغانستان د غوښتونکي په حیث ماته د خوښئ باعث وګرځیدل او زما زړه ته یې سکون را وباښه
۱) د خوږ پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د حدیثونو له مخې عجز او انکساري د کامیابئ او بلندئ تر ټولو مهم او اساسي اړخ دی ؛ د طالب مشر وینا له اوله تر اخره د عجز او تواضع په جامو پوښلې ده په ډیر کوشش سره تری بیا هم د کبر او غرور حتی مقابل ته د اخطارونو یوه وړه اشاره هم نه شو پیدا کولو
طالبان د افغانانو هغه اسلامي او ملي غوځښت دی چې د خارجي یرغلګرو خلاف په نظامی مقاومت بوخت دي او افغانانو ته د وحشی اشغاله د ازادئ ورکولو په هڅه کې دي نو د یوه افغان په حیث د الله څخه ورته د ریښتینوی تواضع غوښتونکې یم تر څو د تواضع په مرسته د کامیابئ لوړ مقام ته ورسي او افغانان د خارحیانو د وحشي بمباریو او وحشتونو څخه نجات بیا مومي
۲ ) طالب مشر د مترقي افغانستان لپاره ملي تجارانو ته په داخل کې د سرمایه ګذارئ سپارښتنه کړی او په ښارونو کې غیر محفوظ تجارانو ته یې په خپلو مفتوحه ساحو کې د تجارت او فابریکه سازئ بلنه ورکړی او بهرنیان یې د شعار تر حده جوړونکي معرفی کړی
مکتب ، پوهنتون، شفاخانه او فابریکې د یوه مترقي هیواد او د هیوادوالو د خوشحالئ لپاره اړین دي خارجی وحشیان چې ځانونه د بشري حقوقو مدافعین معرفی کوي پورته شیانو کې یوه ته هم پاملرنه نده کړی بلکې مکتبونه او لیسې یې خپلو غلامانو لپاره پوستې انتخاب کړي او په مکرر ډول یې د سوځولو دسیسې افشاء شوي بلکې همدا وړمه ورځ یې یوه دسیسه شنډه شوه چې غوښتل یې د هرات یوې مدرسې ته انتحاریان داخل کړي
د روغتون په هکله خارحی مرستې نو ټولو افغانانو ته معلومی دي چې هر ولایت او ولسوالئ کې یې داسی پرمختللی شفاخانې جوړی کړي چې خارج څخه ورته هم په لوړه کچه مریضان را روان دي
هو باید د بیا رغوني په هکله د خارجیانو له لوری د بیسونو او پوستو جوړول له یاده ونه باسو او هغو جوړو سرکونو ته هم پام وکړو چې خارجی قواوي پری امد ورفت کوي د جلال آباد طورخم سرک چې خارجیان ورته اړتیا نه لري ۱۷ کاله پس هم هغسې ندی جوړ لکه افغانان چې ورته ضرورت لري
نو طالب مشر ریښتیا وائی چې خارجیان د شعار تر حده جوړونکي دي
۳) مشر خپلو مجاهدینو ته د توصیې برخه کې هغوئ د الله رب العزت اطاعت او د اعمالو په ځای کولو ته رابللي او ورته یې توصیه کړی چې د شهیدانو کورنیو حال واخلي د یتیمانو او معیبونو پوښتنه وکړي ………
ګویا طالب ظالم او غاصب نشی کیدای ، طالب غل نشي کیدای ، طالب جنایتکار او اختطاف ګر نشي کیدای ، طالب مفسد نشي کیدای ځکه د طالب مخې ته د الله تعالی محکمه ولاړه ده طالب خبر دی چې کامیابي د الله په لار کې ده، ځکه طالب خبر دی چې د چا لپاره جنګیدونکې فرد که د خپل مشر خلاف عمل وکړي د سزا وړ ګرځیږي د طالب مخې ته د ان تعبد الله کانک تراه فان لم تکن یراه فانه یراک اصول ولاړ دي نو بناءً ځینی خلک د طالب نوم بدنامولو لپاره غلا ، فساد او اختطاف کوي چې هره ورځ یې مونږ رسوا کیدل وینو
زما په نظر دا وروستي ټکي یې خپلو طالب جنګیالیو ته یو ډول دنیوي انعام ورکړی او د هغې شیطاني وسوسې رد یې کړی چې د هر چا زړه کې راګرځي ” که زه مړ شوم د بچیانو به می څه حال وي ” نو مشر خپلو ژوندیو مجاهدینو ته ځانګړی سپارښتنه کړه چې د یتیمانو حال واخلئ ، د معیوبینو حال واخلئ ،د شهیدانو کورنیو ته پاملرنه وکړئ او د بندیانو له حاله ځان خبر کړئ او د مشکلاتو په حل کې ورسره مرسته وکړئ
په پای کې یې تږټولو هیوادوالو ته مبارکي وئیلی او دا یې راته ثابته کړی چې زمونږ د خوشحالئ امید او فکر ورسره دی او زمونږ د ازادئ او تلپاتې خوشحالئ لپاره په دښتو غرونو کې سختئ او کړاوونه ګالي او په همدې لار کې یې د خپل زړه ټوټه هم قرباني کړه
د اسلامي او سوکاله افغانستان په هیله


















