احمد جنید مبارز
دا چي نن د عرفات ورځ ده، او نن د تشریق تکبیرونه شروع سول بیا د اختر تر څلورمي ورځي تر ماځیګر پوري، او د عرفات ورځ زیات فضیلتونه لري او الله تعالی خامخا د مؤمن بنده دعاګاني قبلوي، ان شاءالله
نو راسئ چي په دې ورځ کي تر نورو ورځو کم یا لږ فیسبوک وګورو، راسئ په دې ورځ کي د فیسبوک کتلو پر ځای قران تلاوت کړو، نفلونه، ذکرونه، دعاګاني او نور عبادات وکړو.
ددې ورځي دعاء نبي کریم علیه السلام غوره بللې ده او په دې ورځ کي نبي کریم علیه السلام او ټولو نبیانو دغه الفاظ ویل :
لا إلَهَ إِلاَّ اللهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلْكُ ؛ وَلَهُ الحَمْدُ ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ .ترمذي
راسئ چي د ځان، مور و پلار، دوستانو، ټولو مسلمانانو، او وطن لپاره داسي دعاوي وکړو :
یا الله جل جلاله ! ما زما مور او پلار، زما ټول دوستان او ټوله مسلمانان وبخښې، زما او د ټولو مسلمانانو ټول ګناهونه معاف کړې، ما د اسلام او ټولني خادم جوړ کړې، ما د قبر د عذاب څخه وژغورې او ماته اخره خاتمه پر ایمان کړې. امین
یا رحمن او رحیم ذات جل جلاله ! د نړۍ ټول مسلمانانو ته اتفاق، اتحاد، ورور ولي او تر منځ یې مینه او محبت زیات کړې. امین
یا الله جل جلاله ! ګران او ټوک ټوک افغانستان مو را جوړ کړې، حکمرانان، مشران او سرپرستانو ته یې هدایت وکړې، او خپلواک یې ولرې، تر څو د خپل ملت لپاره په پوره ایمانداري، ریښتنولۍ سره خدمت تر سره کړي او ولس ځني راضي سي. امین
یا الله جل جلاله ! دا د فتنو په زمانه کي هر مؤمن مسلمان د هر ډول فتنو، مصیبتو، او افتو څخه په امان کړې.امین
یا الله جل جلاله ! مړي، شهیدان ټول وبخښې او شهادتونه یې قبول کړې، او کورنیو ته یې صبر جمیل ور کړې. امین
یا الله جل جلاله ! ټولي مسلماني مؤمني ښځي د هر ډول فتنو او بې حجابۍ، بې عزتۍ، بې حیایۍ، ظلم، وحشت، او غمونو څخه وژغورې او د هغوۍ حفاظت وکړې.
یا الله جل جلاله ! په ټوله پښتني ټولنه کي د عیاشي او سیکولر ‘ډیوې نیازۍ’ او دې ته ورته د ټولو فتنه خپرونکو، عیاشي او فحاشي عاموونکو ښځو اصلاح وکړې او هدایت ورته وکړې. امین
یا الله جل جلاله ! دغه اختر مو نور د غمونو، دردونو، ژړا ګانو، ظلمونو، وروستی اختر کړې؛ یا رب! دا ټولي ناخوالي غمونه، ظلمونه، او ژړا ګاني د ګران افغانستان د ټولو افغانانو څخه لیري او کفارو بالخصوص امریکایانو او ټرمپ ته یې ور ولې. امین
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وفقکم الله وجزاکم الله خیراً واحسن الجزا


















