د طالب مشر هر اړخیز اختریز پیغام چې خلکو یې تود هرکلی وکړ

تبصره: فرید افغان
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۹)

تیره ورځ د طالبانو مشر شیخ الحدیث حض ت مولنا هبةالله اخوندزاده د اختر پیغام چې په هر اړخیزه محتوا پوښل شوی ؤ، د تعلیم او تربیې، تجارت او پانګونې، بهرني اشغال، داخلي امنیت او د طالبانو د صفوفو په انسجام کې یې هر اړخیزې او له اهمیت ډکې خبرې کړې وې.
پیغام د ډیرو لوریو لخوا وستایل شو او د افغانستان د سولې شورا دا د طالبانو په دریځ کې بې مخیینې نرم دریځ ښوودلی دی.
طالب مشر ویلي چې نور هغه وخت رانږدې شوی چې بهرنیان مو له هیواد ناولي قدمونه وباسي او یوځل بیا د مینې په ټغر سره کینو (ځکه خوخپل ځوریدلي ولس ته ډاډ ورکوم چې د الله تعالی په فضل او نصرت سره نور هغه وخت رانیږدې شوی چې زموږ د قربانیو نتیجه په لاس راشي او هیواد مو له یوه آزاد ، افغان شموله او سوکاله اسلامي نظام نه برخمن شي.)
طالب مشر همدا راز هغه اندیښنې هم بیځایه بللې چې ګواکې د امریکایانو له خروج سره سم به خپل منځي شخړې رامنځته او هیواد به مو بیا د نویمو لسیزو له بحران سره مخامخ شي (. ولس باید په دې پوه وي چې د دغه ډول کاذبو اندیښنو خپروونکي عناصر په اصل کې د یرغلګرو لخوا ګمارل شوي مبلغین دي چې غواړي هیوادوالو ته د اشغال دوام د یوه ضرورت په توګه معرفي کړي.)

طالبانو د تیر په څیر سولې ته هم چمتوالی ښوودلی خو د امریکایانو ړ نظامي شتون ختمیدل یې بیا هم د لوی شرط په توګه یاد کړی دی
(دسولي په مخ کي ترټولو لوی خنډ اشغال دی د اشغال په ختمېدوسره له سوله ایزې لارې د افغانستان د مسئلې حل د اسلامي امارت د تګلارې مهمه برخه ده ،د همدې لپاره یې سیاسي دفتر ته د سوله ایز حل د موندلو دنده سپارلې ده.)

طالبانو سیمیزو هیوادونو ته هم خبرداری ورکړی چې خوځښت یې د هیڅ هیواد پرضد ندی او که کوم هیواد اندیښنې لري لمړی دې د دوی منشور مطالعه کړي بیا دې پریکړې کوي
(د سیمي او اسلامي نړۍ له حکومتونو نه مو هیله دا ده چې زموږ په خلاف د یو طرفه دریځ تر اعلان یا الزام لګولو وړاندې لومړی زموږ په تګلاره او موقف ځان پوه کړي او موږ ته دي زموږ د دښمن له زاویې نه ګوري. اسلامي امارت د هیچا لپاره د ضرر رسولو نیت نلري.

طالبانو ویلي دي چې ټول هیوادوال او نړیوال دي په دې حقیقت هم پوه وي چي اسلامي امارت په افغانستان کي د ډیرو ناوړه افکارو د را ټوکیدو مخه نیولي، د نه اټکلیدونکو خونړیو حوادثو مخه یې ډب کړې او د ټولې سیمي د امن او ثبات لپاره یې کار کړی دی.

اعلامیه زیاتوي همدا اوس کومي سیمي چي د طالبانو ترکنترول لاندي دي هلته د خلکو سر، مال اوعزت خوندي او له هغو سیمو څخه ګاونډیوهیوادونو اونوري نړۍ ته د ضرر رسولو مخه نیول شوي.

طالب مشر په منځني ختیځ کې په روانو ناخوالو اندیښنه ښودلې ده او زیاتوي ( له ټولومسلمانانو که حکمرانان دي او که ولسونه هیله مي تري داده چي دخپل منځي اختلافاتو په مخنیوي او له مظلو مانو نه په دفاع کي دي دخپل وس په اندازه کوښښ وکړي ، په خپل منځ کي هرډول لانجې دي دخپل منځي تفاهم له لاري حل کړي ترڅو مو دښمنان د دې توان پیدا نکړي چي دضرر لاسونه را اوږ ده کړي)
.
طالبانو د هیواد له پانګوالو په ځانګړي ډول غوښتي چې په هیواد کې د ننه پانګه اچونه وکړي او د نورو په هیله دې نه کیني
(افغانان باید د خپل هیواد د بیا رغونې او پرمختیا لپاره خپله لاس په کار شي او خپل مالي او بشري ځواک دي د هیواد په دننه کې مصرف کړي، خصوصأ تجاران وروڼه باید د هیواد په داخل کې سرمایه ګذاري وکړي تر څو دلته بیکاري ختمه او هیوادوال مو نورو هیوادونو ته د خطرناک مهاجرت او هلته د شاقه کارونو له تکلیف او بی لاریو څخه وژغورل شي.)

طالبانو همداراز سوداګرو ته وړاندیز کړی چې که د دولت تر اډانې لاندې فعالیتونه ورته ستونزمن وي د دوی تر سیطرې لاندې کلیو، ولسوالیو کې دې پانګونه وکړي دوی به یې له پروژو څخه پوره ساتنه او حمایت وکړي
(که ملي تجاران په ښارونو کې له اختطاف ګرو او غاصبینو څخه په ویره کې وي، د اسلامي امارت ترواک لاندې سیمو کې دې کارځایونه او فابریکې ودانې او په بیلابیلو برخو کې دې پانګونه وکړي. زراعت او مالداري ته دي وده ورکړي. اسلامي امارت نه دا چې په خپل ټول توان سره د دوی حمایت کوي بلکې د هرهغه اقدام چې زموږ ولس او هیواد ته یې ګټه رسیږي، ملاتړ کوي)

طالبانو همداراز دولتي عسکرو ته یوځل بیا لارښوونه کړې چې د هیڅ سرتیري مخالف ندي خو داچې د امریکایانو مدافع ځواک دی د هغوی تر چتر او منشور لاندې د هغه ځواک پرضد چې یواځنی شعار یې د بهرني تاړاک ختمیدل دي وسله را اوچته کړې؛ مخالفت کوي او پرضد یې وسلوال مقاومت هم کوي. ( باور وکړئ چې اسلامي امارت ستاسو خیر غوښتونکی دی. موږ ستاسو سره ذاتي مخالفت نه لرو؛ بلکې ستاسو د کردار مخالف یو).

طالبانو همداراز د هیواد له علمي کدرونو غوښتي چې طالبان خپل وروڼه زامن وبولي او نیکې مشورې ورکړي ځکه راتلونکی یې دوی ته راجع کیږي.

طالب مشر خپلو سرتیرو بریدګرو او په سرتاسر افغانستان کې خپلو ځواکونو ته د شریعت د پلي کولو، اطاعت منلو، له عوامو او خواصو سره په نیک سلوک، د ملکي تلفاتو په مخنیوي له بندیانو سره په نیک تعامل او خلکو ته په امر بالمعرو ف نهي عن المنکر باندې امر کړی دی

(پخپلو مفتوحه سیمو کې د شریعت عملي کولو ته پوره توجه وکړئ تعلیم او تربیې ته پوره توجه وکړئ. امربالمعروف نهی عن المنکر په حکمت او موعظه حسنه سره کوئ او پوره توجه ورته وکړئ ،په امربالمعروف او نهی عن المنکر کې شروع د خپلو ځانونو څخه وکړئ، د محاکمو د فیصلو ډیر قدر کوئ، د تطبیقولو یې پوره اهتمام کوئ،کوشش وکړئ چې ځانونه محاکمو ته تابع او منقاد کړئ، د ولسي خلګو دحقوقو ساتنې ته پوره توجه وکړئ، د ملکي‌تلفاتو د مخنیوي‌زیات کوشش وکړئ او د ملکي‌تلفاتو د مخنیوي د کمیسیون سره د ملکي‌تلفاتو په مخنیوي کې پوره همکاري‌کوئ.)

د طالبانو د مشر اختریز پیغام څرګندوي چې دا ډله لاهم په سولییزو مذاکراتو او د یوه ملي تفاهم په لټه کې ده او کوم شرایط چې دې ډلې وضع کړي هم د ټول افغان ولس غوښتنه ده او کولی شي په مټ یې په ریښتینې توګه د سرتاسري امن په راوستلو او د پردیو نیواکګرو له شومو اهدافو مو د هیواد او ملت دژغورلو په باب رغنده رول ولوبوي.
خو د افغانستان د ګډحکومت اداره بیا دحکمتیار په څیر د امریکایي ښکیلاک په غیږ کې له هر مخالف نه د سولې یا تسلیمۍ توقع لري چې دا چاره له عقل نه وتلې او داسوله بیا د عنقا د ښکار په څیر ناشونی اوتعلیق بالمحال کار بریښي.

د یو با امنه، آزاد او مستقل افغانستان په هیله

فرید افغان

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button