شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

آیا نجیب پېژنئ؟ (۹) نهمه برخه

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
سپتمبر 5, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
15
ځلې شریک شوی
190
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال: صدیق الله راهي (د ډاکتر نجیب ورور)
ژباړه: عبد الخبیر جاهد
نقلوونکی: محمد عمر منصور

نجیب په بهر کې په ټولو افغاني سیاسي نماینده ګیو کې دخاد جاسوسان درسمي مامورینو په توګه ټاکلي وو! هغوی هم خاد ته جاسوسي کوله اوهم کي جي بي ته! په ځانګړي ډول په لویديځو هېوادونو کې د خاد هغه ډاډمن غړي چې د کي جي بي شپږ میاشتني او یو کلن جاسوسي کورسونه به یې ویلي وو ټاکل کېدل!
احمد سرور په لندن کې د افغان سفارت مشاور چې د نجیب باجه کېږي، هم دهمدې کي جي بي له جاسوسانو څخه دی، او له لیلا سراج سره یې چې د حمیرا سراج کورنۍ له بدکارو نجونو څخه وه، واده کړی،

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

چې د دیپلومات په توګه د جاسوسي دندو تر سره کولو په غرض لندن ته لېږل شوی و، نوموړی اوس په دهلي کې د کابل حکومت سفیر دی!

نوموړي د جاسوسي تربیې شپږ میاشتني کورسونه په مسکو کې وویل، د کورس له پای ته رسېدو وروسته د خاد او د کي جي بي د غړي په توګه د يپلوماتیک ماموریت تر لاسه کړ! نوموړی په حبیبیه ښوونځي کې د تحصیل په دوره کې د ظاهر شاه د زوی محمد داود پښتونیار له هلکانو څخه و، چې زیاتره وخت به یې هغه ته د عیاشو او بې لارو نجونو دلالي کوله! نوموړی یو پرېوتی، نهایت نالایقه او بې استعداده انسان و، په هېڅ رشته کې تخصص نه لري، نوموړي د پادشاه دزوی ملاتړ غنیمت ګڼلی او د هغه په نوم یې یو ښوونځی پرانیست! نوموړی اوس د نجیب او کي جي بي په پناه کې دی! د جاسوسۍ بې شرمه دندې تر سره کوي! او خپل د غوړه مالۍ ژوند په مخ وړي!

د نوموړي مېرمن لیلی جیلاني، د حمیرا سراج دوهمه بدکاره لور ده! چې د ټولې کورنۍ په څېر یې له اوږدې مخکنۍ فحشا او بدکارۍ څخه برخمنه ده! نوموړې هم په بشپړې نالایقۍ سره ښوونځی پای ته ورسولو! او د خپل ماما داکتر انس په مرسته چې د معارف وزیر و د فرانسي له تعلیمي بورس نه په استفادې سره پاریس ته لاړه! مګر د نالایقۍ له مخې ناکامه شوه! کله چې دفرانسې حکومت د نوموړې بورس قطع کړ، څو میاشتې د پاریس ښار په سرکونو د بدکاره ښځو په څېر درېدله! او په بدکارۍ او فحاشۍ به یې لاس پورې کولو! وروسته له هغه چې تور مخ او ناکامه بېرته کابل ته راغله، بیا یې د ډاکتر انس په سپارښت یوګوسلاویا ته تحصیلي بورس پیدا کړ او هلته لاړه! متاسفانه چې هلته یې هم خپلو تحصیلاتو ته ادامه ور نکړای شوه! بیر بیا کابل ته راغله! بالآخره یې له احمد سرور سره کوزده وشوه، له سرګردانۍ او دربدرۍ نه وژغورل شوه!

سرور څه وخت وروسته له لیلا څخه د جلاوالي تصمیم ونیو! مګر نجیب منځګړیتوب وکړ! او پرې یې نښود چې دغه جلاوالی را منځ ته شي! کله چې نجیب په تهران کې سفیر و، لیلی او سرور یې ځان ته ور وغوښتل، هغوی به یې ساتل! نوموړي سرور د سفارت سکرتر وټاکلو! کله چې نجیب له سفارت نه ګوښه کړای شو او یوګوسلاویا ته لاړو، سرور او لیلا په ایران کې پاتې شول! د شوروي د سره پوځ له خوا د افغانستان له اشغال، او د خاد درئېس په توګه د نجیب له راتګ نه وروسته نوموړي احمد سرور په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د یو مامور په توګه وټاکلو! وروسته یې نوموړی د خاد غړی، او په ایران کې یې د کي جي بي په ارتباطي چینلونو کې منظم کړ! نوموړی بیا وروسته څو کاله په لندن کې د افغانستان سفارت شارزدافیر و! چې د نجیب او ظاهرشاه د رابط دنده یې پر غاړه لرله! نوموړی نن هم په هند کې همغه دنده پر غاړه لري، د سرور یو ورور چې نجیب نومېږي، له لسو کلونو را په دې خوا په آلمان کې په پټو پولیسو کې و، او په هامبورګ کې د نجیب په ګټه فعالیت کوي! په هر حال، په خاد کې دنجیب اساسي کار د کي جي بي د دیپلوماتانو او کمونیستو ځوانانو ځواکمنول وو! نوموړي د ځوانانو په سازمان کې مسلکي کمونیستان روزلي! په هغه وخت کې د نوموړي سازمان د غړیو شمېر دیرش زرو ته رسېدو! چې کم تر کمه پنځوس سلنه یې پښتانه او بلوڅان وو! چې په سر کې یې د کي جي بي فعال او ځوان جاسوس فرید مزدک کار کوي! او د خاد په جاسوسه اداره کې د زخیره شوي ځواک په توګه بنسټیز رول لري!

ټول هغه ځوانان چې خاد ته جذبېږي، لومړی د ځوانانو د سازمان له خوا پېژندل کېږي، د سازمان له تضمین او د عضویت د پاڼې په پای کې دمزدک له تاییدي لاسلیک وروسته د خاد د غړي په توګه د وفادارۍ لوړه کوي! د خاد شیطاني ځواک، دنجیب او روسانو د زیاتې پاملرنې له وجې زمونږ په ټوله ځورېدلې ټولنه کې ريښې کوي!

د یوه شقاوت پالونکي، خاین او جنایتکار سازمان مشري هغه دشرم داغ دی چې نجیب نشي کولی له خپل تندي څخه یې پاک کړي!

څلورم فصل

خاد او انسان وژونکی نجیب!

د خاد جنایتکار او ظالم سازمان هغه وخت په فعالیت پیل وکړ کوم وخت چې د افغانستان مجاهد او مبارز ولس پراخه جهاد پیل کړی و! د افغانستان د مقاومت ځواکونه د شوروي د بې شرمانه تجاوز او د کابل دلاسپوڅي حکومت د استقرار پر ضد بڼه خپله کړې وه! زمونږ پر هېواد د شوروي نېغ ېرغل د روسي کمونیزم له بلا څخه د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو لپاره د افغان ولس زړور جهاد ته تازه څپې ور په برخه کړې! د روسي ځناور په وړاندې دافغانستان د خلکو قوي مقاومت دنړۍ دټولو نظرونو او عامو افکارو پام ځان ته واړولو!
د ټولو خپلواکو ملتونو مادي او معنوي مرستې د افغان ولس د برحقې داعيي لپاره ورځ په ورځ زیاتېدلې! په داسې حال کې چې زمونږ ولس برخلیک ټاکونکې جګړې ته ادامه ور کوله، د شوروي د دهري او جنایتکار دولت مشاورین، له نجیب! دغه د شیطاني ځواک دوران ته نوي رسېدلي فرمانبردار سره د خاد د خونخوارې او انسان وژونکې موسسې په سازمانولو بوخت وو! نجیب د کي جي بي د مشاورینو په مرسته د خپلواکۍ غوښتونکو مجاهدینو د له منځه وړلو کرغېړن پلانونه جوړول! او د خاد د انسان وژونکو په واسطه یې د جرمونو په سټيج وړاندې کول! نجیب په چل او شیطانیت سره د مجاهدینو په منځ کې جاسوسان په دندو وګومارل! او د جاسوسۍ په واسطه د تر لاسه شویو اطلاعاتو له مخې به یې د افغانستان د خلکو د شامل جهادي خوځښت په وړاندې د ظالم نظام د تحکیم لپاره کار کولو! نجیب به هر ځل چې د افغانستان د مجاهدینو په نیولو کې بریالی کېدو، د کي جي بي د ابلیسي او انسان وژونکې دستګاه په وړاندې به یې خپل اعتماد او اعتبار زیاتولو!

نجیب د خاد دریاست پر مهال د ستالین او بیریا د ظلم او انسان وژنې لار خپله کړه! بیریا د ستالین په وخت کې د کي جي بي د جاسوسۍ د استخباراتي سازمان مشر و! نوموړی د شوروي د کمونیستي نظام د مخالفینو په وژلو او خونړیو اعدامولو کې په جلاد مشهور دی! کله چې ستالین په ۱۹۵۳ کې مړ شو، بیریا غوښتل د هغه ځای ناستی شي، مګر څه رنګه چې خروسچف د خپلو خاطراتو په کتاب کې چې په غرب کې چاپ شو وايي چې ده د هغه وخت له دفاع وزیر سره د کریملین په دننه کې د بیریا پر خلاف دسیسه جوړه کړه، ا ود ستالین له مرګ نه څو ورځې وروسته یې بیریا په مسکو کې د کي جي بي په زندان کې چې ( لوبیانکا ) نومېده اعدام کړ!

نجیب د خونخوار بیریا په څېر د ۹۰ زره بیګناه افغانانو د نیولو او وژلو حکمونه چې د خپلواک او اسلامي افغانستان په خاطر یې د مقدس جهاد او مبارزې بیرغ پورته کړی وو، لاسلیک کړي دي! دغه ټول کسان د خاد په دهشتګاوو کې په بیرحمۍ سره شکنجه شول! او دشکنجو او کړولو په مختلفو وسایلو او طریقو اعترافونه ترې اخیستل کېدل! نجیب د بیریا په څېر له دغو شکنجو خوند اخیست! نوموړی بیا هم د بیریا په څېر ځان د لاسپوڅي او کمونیستي رژیم د ساتنې مسول ګڼلو! د اعترافاتو له اخیستلو وروسته به نجیب زندانیان وژل!

ددغه شکنجو عیني ګواه زه خپله یم! کله چې زه په کابل کې د صدارت په ماڼۍ کې د خاد په زندان کې په ۱۹۸۶ کې څلور میاشتې بندي وم! د مختلفو سیاسي تنظیمونو له ګڼو زندانیانو سره مخ شوم! ما ولیدل چې هغوی څه ډول شکنجه شوي وو! زیاتره تحقیق او شکنجې به د شپې له خوا تر سره کېدې! د خاد مستنطقین چې دنجیب تربیه یې لېدلې وه ټول ظالم، مستبد او حیوان صفته وو! زندانیان به یې ټوله شپه بې خوبه کول! سخت به یې وهل او ټکول! په سخت ژمي کې به یې جامې ترې وایستې! له تودخې پرته په یوه یخه خونه کې به یې دېته مجبورول چې همداسې لپ لغړ ولاړ وي! د شپې له سره تر سهاره به څلور پنځه پیره داران د دوی د څارنې لپاره تبدیلېدل! تر څو پرېنږدې چې زندانیان ویده شي!

زنداني غریب د دا ډول غیر انساني شکنجو له وجې آخر له پښو لوېدلو! او دېته به حاضرېدو چې په خپل ځان تورونه پورې کړي! د مستنطق امرونه ومني! له دا ډول شکنجو او کړاو نه د خلاصون لپاره ناحقه اعترافونو ته ځان ور کړي!

دا د کړولو او شکنجه کولو یوه عادي او معمولي بېلګه وه، کمونیستو خادیانو د افغانستان مجاهدینو ته داسې شکنجې ور کولې چې دهلتري نازیانو شکنجې د سړي هېرېږي! لکه په مقعد کې دجوشو اوبو پېچکاري کول! او د فانتا دبوتلونو ننویستل!!!…. هغه څه چې د انسان عقل یې نه مني، نجیب او نورو انسان وژونکو خادیانو زمونږ دمجاهد ولس په مقابل کې تر سره کول!! له روحي کړاو نیولې تر وژلو او وینو تویولو پورې، د خلکو د قانوني او روا ملکیتونو، مالونو او جایدادونو له ضبط څخه نیولې پر کورنیو، عزتونو او ناموسونو باندې تر تجاوز پورې! له سیاسي استبداد او اختناق نه نیولې د سیاسي مخالفینو تر ترور او ورکولو پورې! د وحشت د فضاد له ایجادولو نیولې زمونږ د ملیونونو هېوادوالو تر فراري کولو پورې! ټول دغه جنایتونه د خاد ادارې په وسیله د نجیب تر مشرۍ لاندې تر سره شوي! مګر نجیب په بشپړ ویاړ سره خاد، دغه د شر زیږولو او ګناه پاللو دستګا ته پراختیا ور کوله!
نجیب له اجمل خټک سره چې په کابل کې د پاکستان د کمونیست ګوند رابط غړی و، ددایمي اړیکو په لرلو سره وکړای شو چې د خاد د رئیس او د کي جي بي د باورمند او مخلص خادم په توګه د کي جي بي جاسوسې ادارې دنفوذ ساحې ته په پاکستان، صوبه سرحد او د سرحدي قبایلو په منځ کې پراختیا ور کړي! نوموړي به د پاکستان د کمونیست ګوند ځوان غړي چې په قبایلي سیمو او صوبه سرحد کې یې فعالیت درلود د افغاني پاسپورت په ور کولو سره د محصلينو په توګه شوروي ته لېږل! هلته به د کي جي بي د مشاورینو تر دقیقه څارنه لاندې په تربیوي موسساتو کې تربیه کېدل! او بېرته به د جاسوسي چارو او د کي جي بي د خاینانه او کرغېړنو پلانونو دمخ ته بیولو په موخه د افغانستان له لارې پاکستان ته رالېږل کېدل!

په کال کې به د یو زر او پنځه سوه شاوخوا دا ډول افرادو له جملې څخه د خاد او کي جي بي تر څارنې لاندې شوروي ته استول کېدل!

نجیب د هغه پراخه پېژندنې له وجې چې د پاکستان د سیاسي جریاناتو په اړه یې درلوده، په کم وخت کې یې وکولی شول چې دپاکستان د ټولو سوسیالیستو او کمونیستو ګوندونو او ورڅخه جلا شویو ګروپونو د رهبرۍ تیت پرک هستې په افغانستان کې سره را ټولې کړي! او په خپل منځګړیتوب سره د هغوی ذات البیني اختلافات حل کړي، نوموړي د پاکستان د کمونیست ګوند د عمومي منشي افراسیاب خټک د میلمه پالنې او همېشته توب په پایله کې وکړای شول چې د نوموړي هېواد د کمونیست ګوند د ټولو غړیو ترمنځ، د خلق دیموکراتیک ګوند درهبرۍ پلاوو ترمنځ، او دشوروي چارواکو په ځانګړي ډول د کي جي بي سازمان او د هغه د رئېس یوري اندروپوف په وړاندې ښه اعتبار او ارزښت تر لاسه کړي.

کله چې یوري اندروپوف د کي جي بي رئیس و نجیب ته یې شخصا مسکو ته بلنه ور کړه، او د هغه په سینه یې د نوموړي د هغه مخلصانه خدمتونو له کبله چې د کي جي بي سازمان د کرغېړنو او پلېتو موخو لپاره یې تر سره کړي وو طلايي مېډال ولګولو! هغه مېډال چې د نجیب جنایتونه او هېواد پلورنه یې ستایله! نجیب چې کله له مسکو نه را وګرځېد، په نوره زیاته بېشرمۍ سره یې په کارونو پیل وکړ، زمونږ په هېواد کې او زمونږ د مسلمان و لس پر ضد د خاد د ظالم او آبرو بایللي سازمان د چارو په مخ ته وړلو او ښه تنظیمولو کې له زیات صلاحیت سره لاس په کار شو!

روسانو او د کي جي بي جنایت پېشه سازمان د خاد د دسیسه جوړونکي ماشین په مرسته او ملګرۍ د افغانستان دخلکو پر ضد په یوه بله دسیسه لاس پورې کړ! روسانو، په نولسمه پېړۍ کې په چین کې د انګریزي استعمار پر ضد د خلکو د خپلواکۍ غوښتونکي نهضت د له منځه وړلو لپاره د انګلیس له تکتیکونو څخه په استفادې سره د تریاکو په ترویجولو لاس پورې کړ! په افغانستان کې د الکولو او شرابخورۍ د ترویج اوعامولو لپاره ډېر زر لاس په کار شول!

روسانو د نجیب په مرسته او د هغه د ماشین یعنی خاد له لارې هڅې وکړې چې دغه بربادوونکی آفت دافغانستان په اسلامي ټولنه کې تیت کړي! تر څو هم د اسلام دین زمونږ په هېواد کې کمزوری شي، او هم د ولسپالنې اوهېواد پالنې احساس! تر څو په پایله کې د شوروي امپریالیزم په وړاندې مقاومت کمزوری شي! نجیب د یوه شرابي او په شرابخورۍ کې د مسابقه کوونکي په صفت له دې کار سره ځانګړې مینه لرله! شوروي د بې بدلې مرستې په بڼه یو نیم ملیون بوتله شراب نېغ د کابل دولت ته په افغانستان کې د شرابو د ترویج په موخه ور کړل! نجیب د خاد د بدنام سازمان د رئیس په توګه د افغان کارت له لارې ددغه مشروباتو د خرڅلاو څارنه کوله، او د روسي مشاورینو د توصیې پر اساس یې دهغه ډېری تعداد پاکستان ته صادرول.

نجیب هغه حرامې پیسې چې د شرابو او روسي ودکا د پلورلو له لارې به یې تر لاسه کولې، زمونږ دملت د مادي او معنوي هستیو د تخریب په موخه د خاد په شبکو کې لګولې! نجیب چې خپله څه د خاد دریاست پر مهال او څه له هغه مخکې د ټولنیز فساد اصلي رواجوونکی و، کله چې د ۱۹۸۶ کال د نومبر په میاشت کې د روسانو له لوري د ببرک کارمل پر ځای وټاکل شو، د ملي مصالحې د عالي کمیسیون د استازو په یوه کنفرانس کې یې په خورا بې شرمۍ سره چې دده خوی دی، د اخلاقي فساد، شرابخورۍ اونورو بدو اعمالو په اړه چې د ټولنې اخلاقي بنسټ ورانوي خبرې وکړې، او پر هغه یې نیوکه وکړه! څومره د خندا خبره ده! چې د نجیب په څېر یو کس د اخلاقو په اړه خبرې کوي!! نجیب هغه څوک دی چې په خپله کورنۍ کې یې د بداخلاقۍ او رذالت لویه فتنه پر مخ وړله! دی څه رنګه کولی شي چې د ټولنیزو اخلاقي بنسټونو او اسلام په اړه خبرې وکړي! آیا هېر کړي یې دي چې مېرمن یې فتانه څوک ده؟

. … نور بیا

لوی ټکي: آیا نجیب پېژنئ؟
مخکینې مطلب

اصلی ترهګر څوک دی؟

بل مطلب

دبمباریو او بریدونو له کبله په تیره میاشت کې ۲۵۴ ملکیان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    18 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com