جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د شیطان پېژند ګلوي – شلمه برخه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 7, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
26
ځلې شریک شوی
324
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال : دکتور کفایت ا لله وردګ

یادګېرنه  : په تېرو برخو کې د انسان او شیطان د دښمني په اړه خبرې  په تېره برخه کې مو دا خبره شروع کړې وه چې شیطان په انسان یو کار څنګه کوي؟ ددې لپاره هغه څه لارې لري چې یوه یې وسوسه  ده په آتلسمه او نولسمه برخو کې مو مختلفو خلکو ته د شیطان د مختلف ډوله وسوسو په اړه خبرې وکولې شیطان کله چې په انسان با ندې کوم کار کوي دوهمه لاره یې داده چې  مخامخ خبرې ورته کوي …

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

مخامخ خبرې ورته کوي

کله کله شیطان  د وسوسې نه هم لږ مخکې ځي او مخامخ چاته د یو کار خبره کوي ، او مخامخ په ښکاره ټکو سره یو څوک یو کار ته هڅوي دا اکثر په جني شیطان کې نه وي مګر ډېر کله کله لکه د بدر په واقعه کې چې تفصیل یې مخکې تېر شو حضرت عبد الله بن عباس رضی الله عنه  فرمایی  ابلیس د شیطانانو د لښکر سره راغلو چې جنډه ورسره وه او د سړیو په شکل کې وو د بنی مدلج قبیلې څخه وو او ابلیس خپله د سراقه بن مالک په شکل کې وو  شیطان د مکې مشرکینو ته وويل : نن ورځ په تاسې باندې څوک نشي غالب کېدلی او زه هم ستاسې ملګری یم  کله چې د بدر میدان ته را ورسېدل  د شیطان لاس د مشرکینو د یو کس په لاس کې وو حضرت جبریل علیه السلام  ابلیس ته وکتل کله یې چې جبریل علیه السلام  ولیدو نو خپل لاس یې له هغه کس نه خلاص کړو او په شا یې منډه کړه  هغه کس ورته وویل : اې سراقه تا خو زمونږ د ملګرتیا وعده کړې وه؟  ده ورته وویل : زه داسې مخلوق وینم چې تاسې یې نه وینئ  نو دی او دده سره ټول کسان له میدان څخه و تښتېدل او کفار یې پرېښودل چې اسلامی زمریانو ته ور مخامخ شي الله جل جلاله  فرمايي :  وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ وَقَالَ لَا غَالِبَ لَكُمُ الْيَوْمَ مِنَ النَّاسِ وَإِنِّي جَارٌ لَكُمْ فَلَمَّا تَرَاءَتِ الْفِئَتَانِ نَكَصَ عَلَى عَقِبَيْهِ وَقَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِنْكُمْ إِنِّي أَرَى مَا لَا تَرَوْنَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ وَاللَّهُ شَدِيدُ الْعِقَابِ (48). سورة الانفال

ترجمه : او (یاد کړئ) هغه وخت چې ښايسته کړي وو دغو (کفارو) ته شیطان عملونه د دوی او وې ویل چې نشته هېڅ غالب پر تاسې نن ورځ له خلقو او بېشکه زه ساتونکی یم ستاسې ، نو کله چې سره ولیدل (مخامخ شول) دواړه فوځونه (د اسلام او کفر) بېرته ئې منډې کړې په پوندو خپلو (یعني و تښتېدو) او وئې ویل بېشکه زه بېزار یمه له (ساتنې) ستاسې او بېشکه زه وینم هغه (فوځ د ملائکو چې راځي په معاونت د مؤمنانو) چې نه يې وینئ تاسې بېشکه زه ویریږم له الله جل جلاله  ا و الله جل جلاله  سخت دی عقوبت (دده) .

تر آیت وړاندې د حضرت ابن عباس رضی الله عنه  له خبرې نه معلومیږي چې کله کله شیطان داسې هم کوي چې د انسان په شکل باندې ځان جوړ کړي ترڅو یو انسان ته دوکه ورکړي او په یو کار باندې چا ته امر وکوي او یوه نظریه انسان ته په زړه کې ور واچوي باید ووایو چې دا هم د شیطان ډېره غوره او د کار لاره ده  هغه که جني شیطان وي او که ا نسي نو کله چې مونږ خپل ګرېوان ته سر ښکته کړو او له خپل ځان سره حساب وکوو نو په یاد به مو شي چې څومره ځله به مو د یو انسان خبره منلې وي او د هغه له امله به راڅخه خطا شوې وي ، څومره ځله به مو د یو چا خبره منلې وي بیا به د هغه له امله راڅخه مونځ نا وخته شوی وي ، او يا به راڅخه جمع تېره شوې وي ډېرځله انسانان لدې امله ګمراه شي چې څوک یې کومې غلطې لارې ته ور وغواړي دی چې د هغه غوښتنه ومني نو له سمې لارې وګرځي  پدې اړه د اسلامي تاریخ یوه مشهوره واقعه درسره شریکول غواړم :

واقعه

کله چې رسول الله صلی الله علیه و سلم  مبارک دین ته دعوت شروع کړو نو په مکه کې یې ټول خلک په خلاف وو او هغه کسان چې په اسلام به مشرف شوي نه وو نو هغوی یې ټول دښمنان وو او رسول الله صلی الله علیه و سلم  ته یې له هېڅ ډول ضرر رسولو مخ نه اړولو  عقبة بن ابي معیط یو کس وو چې په قریشو کې د ښې مخې خاوند وو او دا د امیة بن خلف الجمحی  (کوم چې په بدر کې مردار شو)  نېږدې ملګری وو  دا عقبة بن ابي معیط به له رسول الله صلی الله علیه و سلم  سره په مکه کې کېناستلو او ده مبارک صلی الله علیه و سلم  ته به یې هېڅ ډول تکلیف نه ورکولو او نرم خویه انسان وو یو وخت یې د قریشو مشرانو ته مېلمستیا وکوله ډېر مخور خلک یې ورته ور وغوښتل پدې جمله کې یې رسول الله صلی الله علیه و سلم  هم ور وغوښت  رسول الله صلی الله علیه و سلم  هغه ته د ورتلو نه تر هغه وخته پورې انکار وکولو ترڅو هغه په ایمان مشرف شوی نه وي او ایمان یې راوړی نه وي  پدې وخت کې عقبة بن ابي معیط دا ښه ونه ګڼله چې په قریشو کې یو مخور (رسول الله صلی الله علیه و سلم ) دده په مېلمستیا کې شرکت ونه کوي نو د رسول الله صلی الله علیه و سلم   لپاره یې کلمه وویله پدې وخت کې امیة بن خلف  چې دده نېږدې ملګری وو  د شام په سفر تللی وو په مکه کې خلکو ویل چې  عقبة بن ابي معیط د خپلو پلرونو دین پرېښود (مسلمان شو)  کله چې امیة د شپې له شام نه راغلو نو له چا نه یې پوښتنه وکوله چې د محمد صلی الله علیه و سلم  څه حال دی ؟  یعني په مکه کې یې څه کړي  دی؟  چا ورته وويل : ستا ملګری  عقبة بن ابي معیط هم ورسره آوښتی دی  شپه یې په خفګان کې تېره کړه کله چې سحر له عقبة بن ابي معیط سره مخامخ شو هغه ورباندې سلام واچولو امیة ورته د سلام ځواب ورنه کړو هغه چې د وجې پوښتنه وکوله ده ورته وویل : زه تاته ستا د سلام ځواب څنګه درکړم چې تا د خپلو پلرونو دین پریښی دی  .

عقبة بن ابي معیط ورته وویل : دا تاته قریشو وویل؟  امیة ورته وویل : هو   عقبة بن ابي معیط وویل : ماته دا خبره لویه ښکاره شوه چې  هغه زما مېلمستیا ته را نه شي  نو ما صرف د هغه خپلې مېلمستیا ته د راوستلو لپاره کلمه ویلې ده .

امیة ورته وویل : اوس زما مخ ستا په مخ باندې حرام د ی  (نور به ته لما سره نه مخامخ کېږې) .

عقبة بن ابي معیط ورته وویل : ښه نو څه وکوم چې ستا سینه زما لپاره خلاصه او پاکه کړي .

امیة وویل : زه تر هغه پورې لتا څخه نه خوشحالېږم ترڅو ته هغه ته د هغه په مجلس کې رانشې او د هغه مخ ته ناړې ور تف نه کړې او هغه ته هغه ښکنځلې ونه کوې چې کومې بدې ښکنځلې ستا زده وي  او داسې داسې ښکنځلې به ورته کوې  دا د الله جل جلاله  دښمن راغلو د خپل دوست د خوشحاله کولو لپاره  یې د رسول الله صلی الله علیه و سلم  مخ مبارک ته ناړې ور تف کړې او بیا یې په ډېرو بدو الفاظو سره هغه ته ښکنځلې وکولې   رسول الله صلی الله علیه و سلم  په هغه ځای کې ده ته هېڅ ونه ویل صرف دومره چې : که کله مې د مکې د غرونو نه بهر ګیر کړې  نو صبراً به د قتل کړم (صبراً قتل دا معنی چې په جنګ کې نه بلکه په ارام سره چې ته به خپل مرګ ته انتظار کوې)  دا وخت تېر شو کله چې د بدر جنګ ته د مکې نه خلک وتل نو ده ته یې هم وویل چې له دوی سره د لاړ شي  ده وویل : یره دې سړي ماته له مخکې نه اخطار راکړی دی چې دا که ما د مکې نه بهر ګیر کړي نو ما به صبراً وژني  هسې نه چې په لاس ورشم  خو  دوی ورته وويل مونږ به تاته سور اوښ درکړو چې کله روان شي بیا یې هېڅ شی نشي ګیر کولی که چېرته ته پوه شوې چې ماتې ده نو په دې به را وتښتې  نو دې خبرې دېته تیار کړو ورسره ووتلو  کله چې په بدر کې ماته ګډه شوه نو دی هم په خپل ا وښ د پروګرام مطابق سپور شو خو هغه ورته نجات ورنه کړای شو ډېر وخت تېر نه وو چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم  زمریانو ونیولو او  د بدر په اویا کسانو بندیانو کې یو دی هم وو کله چې له بدر نه رسول الله صلی الله علیه و سلم  او ورسره فاتحین صحابه کرام  بېرته مدینې منورې ته روان شول نو چې کله  الصفراء نومي ځای ته ورسېدل د النضر بن حارثة د قتل حکم یې وکولو حضرت علي رضی الله عنه  قتل کړو بیا روان شول کله چې عرق الظبیة نومي ځای ته ورسېدل  د عقبة بن ابی معیط  د قتل حکم یې وکولو  حضرت عاصم بن ثابت  بن ابی الافلح رضی الله عنه  قتل کړو کله چې عقبة بن ابي معیط ولیدو چې حضرت عاصم بن ثابت دده لور ته ور روان وو هغه پوه شو چې ده ته زما د قتل حکم شوی دی نو قریشو ته یې اواز وکولو چې اې قریشو د دومره قیدیانو له مینځه یوازې زه ولې قتل کېږم؟   رسول الله صلی الله علیه و سلم  ورته وویل :  له الله جل جلاله  او د هغه د رسول سره ستا د دښمني له امله .

د بدر د قیدیانو څخه همدا دوه کسان قتل کړل شول پاتې د نورو ټولو نه فدیه واخیستل شوه  .

پدې واقعه کې تاسې ولیدل چې  عقبة بن ابي معیط په اول کې که په اسلام نه وو مشرف شوی بیا یې هم رسول الله صلی الله علیه و سلم  ته ضرر نه ور رسولو خو هغه وخت بد بخت شو کله چې امیة هغه د رسول الله صلی الله علیه و سلم  توهین ته و هڅولو او دده بخت هم دلته کار پرېښود چې ده د هغه لعین خبره ومنله  الله جل جلاله   دده په  اړه آیتونه نازل کړل : وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَى يَدَيْهِ يَقُولُ يَا لَيْتَنِي اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلًا (27) يَا وَيْلَتَى لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا (28) لَقَدْ أَضَلَّنِي عَنِ الذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَاءَنِي وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِلْإِنْسَانِ خَذُولًا (29) .. سورة الفرقان

ترجمه :  او (یاد کړه ای محمده! هغه د قیامت) ورځ چې خوله به لګوي ظالم پر دواړو لاسونو خپلو (له ډېره غمه او افسوسه او حسرته) وائي به (په قیامت کې ای کاشکي نیولې مې وی سره له رسوله (د الله جل جلاله  د نجات حقه) لیاره . ای هلاکه  ای عذابه  ای خرابي زما (راشه دغه د وقت دی) کاشکي نه مې وی نیولې فلانکی سړی دوست خپل . خامخا به تحقیق ګمراه کړی وم زه له ذکره  پنده (د قرآن) وروسته له هغه کله چې راغی ماته ، (دغه ذکر نو فرمائي الله جل جلاله ) او دی شیطان د پاره د انسان لغزوونکی غولوونکی . نور بیا ان شاء الله

مخکینې مطلب

اردوغان میرمن د روهنګیایي مسلمانانود غږ د اوچتولو پخاطر بنګلادیش ته رسیدلې

بل مطلب

له ’سوله غواړو‘ سره جګړه؛ او له جګړه مارو سره سوله

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com