لیک : حامد کبیر
امریکا او دافغانستان لوړپوړو چارواکو یوه داسې معامله کړېده چې پرعام اولس به ډیره سخته پرېوځي افغانستان حکومت امریکا ته دا اجازت ورکوي چې کابل ښار دسي ای اې لپاره زرغونه سیمه وګرځوي مطلب استخباراتي سیمه چې امریکایان ددغه ښار امنیت خپل په لاس کې واخلي ځکه همدلته به امریکایانو ټول په حفاظت کې وي او ویل کیږي چې زیات شمېر امریکایان نور هم راروان دي چې ټول به اوولس۱۷کاله په افغانستان کې پاته کیږي دوي ځکه کابل ښار خپل داستخباراتو سیمه ګرځوي چې بیابه دوي وکولای شي په اسیا کې خپل پر مخالفو هېوادو مثلاً چین روسیه اوداسې نورو هېودانو باندي په سیاسي نظامي او اقتصادي کار وکړي او هغه کمزوري کړي
اودابه دافغانستان عوام ټوله درپه دره کړي ځکه روس او چین وائې موږ به بې تفاوته نه پاته کیږو بیابه دټولو همسایه هېوادونه سیاسي او نظامي جنګ ورسره اقتصادي جنګ به افغانستان طرف ته متوجه سي ځکه داخو معلومه خبره ده چې دکوم ځایه څخه پر تا ګزار کیږي پر هغه ځای به ګزار کوې نو افغانستان به لکه سوریه کې چې هم امریکا بمبار کوي هم روس اوداسي نور مخفي هیوادونه بمبار پر عام اولس کوې چې ټول اولس یې تر منځ تباکړ
نو په افغانستان کې به پر عوامو هم روس هم امریکا هم چین او نور مخالف هېوادونه به بې ځای بمبارونه اوبې ځایه ترورونه به کوي او زموږ بې ګناه افغانان به را شهیدانوي او اخربه افغانستان دوهمه سوریه وګرځوي


















