ډاکټر آصف
که څه هم حکمتیار د صلیبیانو حکومت ته په تسلیمیدا خپل ځان، کورنۍ، ګوند، مجاهدین او شهیدان ذلیل او رسوا کړل، خو د حکمتیار د ذلت او سپکاوي لړۍ به د هغه تر هغه پورې بنده نشي څو نوموړي د مرګ منګولو ته ورسیږي، او ان شاء الله ورځ تر بلې به د حکمتیار د لا ذلیله کیدا او سپکیدا د تازه پیښو شاهدان وو.
څو ورځې وړاندې حکمتیار هرات ته سفر وکړ، د هرات په جامع مسجد کې یې خپلو ړندو او بې ضمیره پیروانو ته وینا وکړه او د هغوې په ړندو ذهنیتونو یې نورې شګې او خاورې هم و پاشلې، صم بکم عمی.
په تعقیب یې مجاهدو هراتیانو هرات د هغه په راتګ نیوکې وکړې او دا یې د آرام او سوکاله هرات لپاره یو بد شګون وګاڼه او دعوه یې وکړه چې ګلبدین اور اخیستې پیشو ته ورته ده، چې هر ځای ته ولاړ شي هغه ځای حتما اور اخلي، نو ځکه نه غواړي چې دغه سرسبزه ولایت د ده په راتګ او ضد او نقیض ویناو په اور کې وسوځي، هراتیان واټونو ته راووتل او د حکمتیار داسې انځورونه یې په خپلو لاسو کې نیولې وو چې د حکمتیار په مخ ېې تورې چلیپاګانې کښلې وې، او مرګ پر حکمتیار، حکمتیار دې آرام او سوکاله هرات یو ځل بیا د اور په لمبو کې نه سوځوي، شعارونه ورکړل.
خو حکمتیار دغه ټول حساسیتونه نادیده وګڼل او نن د مبارکې جمعې په ورځ یو ځل بیا د هرات د جامع مسجد په لورې وخوځیدو او پر محمدي منبر کیناست حال دا چې ښه پوهیږي چې ملت نور ورڅخه کرکه لري، نوموړي هڅه وکړه څو د عامو هراتیانو سترګې هم د خپلو ړندو پیروانو په څیر په خپلو اوتو بوتو ړندې کړي، خو نا خبر له دې چې یوه هراتي یې په وړاندې عکس العمل وښود او حکمتیار یې په خپل بوټ وویشت.
نو پدې وسیله ټولو حزبیانو او په ځانګړې توګه د دوه وو جهادونو قاید!!! انجنیر ګلبدین حکمتیار ته د ذلت دې مرحلې ته په رسیدو د زړه له کومې مبارکې وایو لاس په دعا یو چې د یو نیم ملیون شهیدانو له برکته دې پروردګار د دغه ذلت درجې لوړې کړه او د ذلت مزیدې ترفیع دې په نصیب شه. آمین
د یادونې وړ ده چې یوه افغان اعلان کړی چې هوډ لرې دغه بوټ په 10000 ډالره وپیري.


















