
دښځو مكر
ژباړه : فرمان الله نجرابوال
یو ځوان ته چاوویل، چې ښځې ډېرې مكارې او چلبازې دي . ځوان ددې خبرې دحقيت دمعلومیدا لپاره دمسافرت تابیا ونیوله .
په لاره روان وو چې ناڅاپه دیوښځې سره مخ شوو ،یاده ښځه دکوهي “څاه” ترڅنګ ولاړه وه.
ځوان د ښځې څنګ ته ورغی اوترې وپوښتل چې آیا رښتیا ښځې ډېرې مكاره دي!؟
ښځې په لوړ غږ په چېغو او کریکو پیل وکړ آن تر چې کلیوالو دښځې داچیغې واوریدي.
ځوان د ډار په حالت ترې وپوښتل چې ولې ژاړې!؟
ښځه: ځکه چې خلک راشي او تا وژنې !
ځوان چې د ښځې داخبره واوریده په زاریو یی پیل وکړ او زیاته یې کړه: زه ته پدې خاطر نه یم چې تاته کوم زیان ورسوم او نه ته ښایسته یې چې پرتا میین شوی یم بلکې ته ماته هوښیاره ښځه ښکاره شوې چې ته به زما دپوښتنې ځواب راکړې!
ښځه چې دکوهې تر ودرید او په ځان یې څو ډولچې اوبه واچولي .ځوان هک پک حیران شوو اوترې وپوښتل چې دا په ځان دې اوبه ولې واړولې پدې راز مې پوه کړه!؟
پدې خبرو کې بوخت ول چې ټول کلیوال راورسیدل ښځې کلیوالو ته مخ واړه وه او زیاته یی کړه: داځوان چې تاسو ویني ده زما ژوند وژغوره زه پدې کوهې غورځیدلې وم او دغه ځوان ژما ژوند وژغوره .
کلیوالو چې د ښځې ته وکتل چې په رښتیا هم خشته او لمده ده نو د ځوان څخه مننه او څه ډالۍ هم ورکړه .
ځوان د ښځې ددې کار د راز پوښتنه وکړه چې ستا پدې کار کې څه راز وو!؟
هغې ښځې ځواب ورکړ چې ښځې هم دغسې مكارې فریبکاره دي که دې ورته زیان ورسوو وبه دې وژنې او که ښځه درڅخه راضې وه نو نیکمرغه به دې کړې !



