د کورونو تهویه  / Ventilation of Houses

رالیکږونکی : عزیر اسدخیل
د کور کوټو ته د کړکیو ،دروازو او نورو خالیګاوو له لارې د تازه هوا ننوتل اوداوسیدو پرمهال هلته د تولید شوي کاربن ډای اکساید ،لوګې ،باکتریاو،ګرد ، ککړې هوا او تعفن وتل تهویه بلل کیږي.یا هم د هوا هغه حرکت چې استوګن اراموي تهویه بلل کیږي.
ولې تهویه : Why ventilation ?
د څو پیړیو وړاندې جوړ شوو کورونو کې تهویه نه وه خو هغو سم کار کاوه .اوس مونږ ولې اړ یو په کورونو کې تهویه برابره کړو ؟ څولاملونه شته چې نن سبا یې د کورونو تهویه ضرور ګرځولې ده. یو له ترټولو لوی لامل دادی چې سل کاله پخوا جوړشوو کورونو چادونه او دهوا تیریدو لارې لرلې.هغه وخت په دیوالونو کې عایق نه کارول کبده نو ځکه تازه دداسې وړو خالیګاوو،درزونو او وړو سوریو له لارې کوټو ته هوا دننه کیده او د کوټو دننه هوا یی بدلوله .
تهویې ته ځکه اړتیا ده څو د میتابولیزم لپاره اکسیجن برابرکړي.سربیره پردې د استوګنو پرکورونو کې د ګرمولو او سړولو لپاره د وسایلو فعالیت د اور بلولو لپاره اکسیجن برابرول هم ضروری عمل دی .کله چې یو کور منفي فشار ولري ،نو له کوټې دباندې هوا دننه کوټې ته ننوځي چې دیته back drafting وايي .دا هغه وخت ډیر خطر ناک وي چې دسونګ موادو ګازونه لکه کاربن ډای اکساید بیرته کوټې ته رادننه شي او په کوټه کې متمرکز شي.تهویه دودانۍ دننه فشار کنترولوي.په اساسي توګه د تهويې هدف دادی چې د کوټې دننه هوا کنترول شي.
دتهویې د سیستمونو ډولونه . Types of Ventilation Systems
په ټوله کې تهویه په دوه ډوله ده چې طبیعي تهویه او میخانیکي تهویه بلل کیږي .په طبیعي تهویه کې تازه په طبیعي ډول کوټو ته ننوځې او په میخانیکي تهویه کې تازه هوا د یو لړ میخانیکي وسایلو په واسطه کوټو ته ننویستل کیږي.په کورونو کې له باندې څخه تازه هوا ننوتو او دننه څخه خرابې هوا وتو لپاره طبعي تهویه ډيره کاریږي.خو نن سبا دا میتود ځکه دومره اغیزمن نه دی چې ډیری کورونه د انرژۍ د سپما لپاره پوښل شوي وي او نشې کولی پوره تازه هوا کوټې ته دننه کړي او له بله څنګه لمدبل هم نشي کنترولولی .
طبیعي تهویه هغه وخت منځ ته راځي کله چې د درزونو او یا هم وړو سوریو له لارې تازه هوا کوټې دننه شي.د کوټو دروازې او کړکۍ که پرانستل شي دا هم کولی شي طبیعي تهویه منځ ته راوړي.خو ستونزه داده چې یو شمیر خلک د بیلابیلو لاملونه امله دخپلو کوټو کړکۍ او دروازې پرانستي نه پریدي.په یوه کور کې طبیعي تهویه د اټکل وړ نه ده او نه هم کنترول کیږي،نو دطبعي تهوایې په یوشان والي او منظم والی باور نه شي کیدای .طبیعي تهویه د هوا بندونکو، دباندې تودوخې ،باد او یو شمیر نورو فکتورونو پورې اړه لري.ځکه نو په نسبتا ګرمه هوا کې کیدای شي ځیني کورونه د طبیعي تهويې له کموالی سره شي.له بل پلوه هغه کورونه چې د کور ټولې خالیګاوې لکه دروازې ،کړکۍ او د هغو په ښیښو سوري ښه بند کړي وي کیدای شي پوره طبیعي تهویه ونه لري خو په ورته وخت کې کولی شي د انرژۍ سپما وکړي .
په میخاینکې تهویه کې نقطوي تهویه (Spot ventilation) کیدای شي وکارول شي څو طبیعي تهویه اغیزمنه کړي.خو که چیرې نقطوي تهویه او طبیعي تهویه ونشي کولی د کور اړتیا پوره کړي نو بیا باید د ټول کور تهویه (whole-house ventilation)وکارول شي .په نقطوي تهویه کې اګزاس او پکی کارول شاملیږي چې د کوټې دننه ناپاکه هوا دباندې وباسي.د هوا سړولو او ګرمولو لپاره د امریکا د انجنیرانو ټولنه (ASHRAE) وړاندیزکوي چې د پخلنځي او تشناب لپاره د طبیعي تهویې پرځای باید مسلسل تهویې سیستم وکارول شي په کوم کې چې 50 یا 20 فوټ مکعب پردقیقه د تشنابونو او 100 یا 25 فوټ مکعب پر دقیقه د پخلنځي لپاره وکارول شي.په ټوله کې دمیخانیکي د تهویې سیستم په څلور ډوله ویشل کیږي.
1. خروجی. exhaust
2. رسول . supply
3. بیلانس شوی . balanced,
4. تودوخې بیرته رغول . heat-recovery
د یو کور لپاره د تهویې مناسب سیستم غوره کول د اقلیم او ساختمان په اړتیا پورې اړه لري.خروجي سیستم په سوړ اقلیم کې غوره ګڼل کیږي ځکه احتمالا داسې سیستم ودانۍ ته له ځانه سره لمدبل نه ننباسي.په مقابل کې د رسولو تهویې سیستم په نسبتا ګرم موسم کې لمدبل کنترولوي.بیلانس تهويې سیستم هم په ګرم او هم په سوړ موسم کې کارکوي خو ددي قیمت لوړ دي.د تودوخې رغولو په سیستم کې دننه هوا له دباندې هوا سره بدلیږي.

1. خروجي تهویې سیستم . Exhaust Ventilation Systems
د تهویې خروجي سیستم په ودانې کې د فشار کمولو(depressurizing) په اساس کارکوي .د کوردباندې په پرتله د کور دننه د فشار کمولو سره د کور دننه هوا دباندې ویستل کیږي او دباندې هوا دننه ننویستل کیږي ،د تهویې خروجي سیستم ساده دي او نصبول یې هم ارزانه وي.دتهويې په خروجي سیستم کې یو پکی له یوې خروجې نقطې سره نصب کیږي.نقطوي خروجی سیستم پکي په تشنابونو او پخلنځیو کې نصب کیږي خو په مسلسل شکل فعالیت کوي.د خروجې تهویې سره یوه اندیښنه وي چې کیدای شي دا سیستم له تازه هوا سره یوځای ګرد او ککړه هوا هم کوټې دننه کړي .دا کیداشي په هغه ځای ډیره د اندیښنې خبره وي کله چې د تشناب پکی د کالیو وچونکی پکی چلیږي او په ورته وخت کې خروجې تهویې سیستم هم فعال وي.خروجې تهویې سیستم د تودوخې بیارغولوتهویې سیستم په پرتله کیدای شي په ګرمولو او سړولو لګښت هم لوړ یوسي ځکه خروجې تهویې سیستم له هغې هوا نم نه لري کوي چې کور ته ننوځي .
2. د رسولو تهويې سیستم . Supply Ventilation Systems
د رسولو تهویې سیستم په ودانۍ کې د فشار زیاتولو(pressurization) په اساس کارکوي .په دې سیستم کې دباندې هوا په زور سره دننه ودانۍ ته ننویستل کیږي په داسې حال کې چې دننه هوا د سوریو او خالیګاو څخه دباندې وځې.د خروجې تهویې سیستم په شان ،د رسولو تهویې سیستم ساده او ارزانه دی.داسې یو سیستم یو پکی او پایپ لري یوې یا څو کوټو ته هوا ورننباسي.
دا سیستم کیدای شي داسې عیارکیدونکې کړکۍ یا دیوال ولري چې نورو کوټو ته هم وربرابر شي.رسونکي تهویې سیستم د خروجې سیستم په پرتله د هوا کنترول لپاره ښه سیستم لري .کورته د مثبت فشار په ورکولو سره ،دا سیستم نه پریدې له باندې څخه چټله هوا ننوځې او همدارنګه د لوګیو د وتلو مخه نیسي.سربیره پردې کور ته دننه کیدونکې هوا چاڼ کوي او ګرد غبار ترې لرې کوي.د رسولو تهویې سیستم په ګرم او مخلوط اقلیم کې ښه کار کوي .ځکه دا سیستم کور ته په یو فشار سره هوا ننباسي ،داسیستم کیدای شي په یخو سیمو کې د لمدبل ستونزه پیداکړي.په ژمي کې د رسولو تهویې سیستم ددې لامل ګرځي چې ګرمه هوا په دیوال او چت کې د خالیګاوو له لارې ووځي .که دننه هوا نمجنه وي ،یو اندازه لمدبل به کیدای شي د بام بره برخه کې غلیظ شي او خوسا کیدو سره بدبويي پیداکړي.لکه د خروجې تهویې سیستم په شان ،رسولو تهویې سیستم هم کور ته ننوتونکي هوا څخه لمدبل نه لري .نو دا سیستمونه تودوخې رغولو تهویې سیستم په پرتله زیات د ګرمولو او سړولو په لګښت ونډه لري.ځکه هوا د کور بیلابیلو برخو ته ورکول کیږي ،دباندې هوا باید له ورکولو وړاندې له دننه هوا سره مخلوط شي څو کور ته د سړې هوا له داخلیدو مخنیوی وشي.یو بله لاره داده چې په پایپ کې دننه ګرمونکی ولګول شي خو دا کار باید لګښت لوړ کړي.
3. بیلانس تهویې سیستمونه. Balanced Ventilation Systems
که بیلانش تهویې سیستمونه ،په سم ډول نصب او ډیزاین شي،په کور کې نه فشار زیاتوي او نه هم فشار کموي.پرځای ددې له باندې تازه او له دننه ککړه هوا په مساوي ډول لیږدوي.معمولا بیلانس سیستمونه دوه پکي او دوه پایپونه لري .معمولا بیلانس تهویې سیستمونه داسې ډیزانیږي چې تازه هوا د خوب کوټو او نورو هغو کوټو ته ولیږدوي چې زیات وخت په کې تیریږي.داسې سیستمونه همدارنګه له هغو کوټو هوا وباسي چیرته چې لمدبل او ککړه هوا تولیدیږي لکه پخلنځي ،تشنابونه او د کالیو منځلو خونه.په بیلانس شوي تهویې سیستم کې هم له هغې هوا لمدبل نه جلاکیږي کوم چې له باندې څخه کوټو ته د تازه هوا په شکل راځي.خو د ککړې هوا پاکولو لپاره چاڼ لري او هوا کور ته له دننه کیدو وړاندې تصفیه کوي.لکه د رسولو تهویې سیستمونو په ،دباندې هوا ته ضرورت دی چې کورته له رسولو وړاندې له دننه هوا سره مخلوط شي څو په ژمي کې د یخې هوا له داخلیدو مخه ونیول شي.بیلانس تهویې سیستمونه د هرډول اقلیم لپاره مناسب دي خو څرنګه چې دا سیستمونه دوه پکیو او دوه پایپونو ته ضرورت لري نو لګښت یې زیات راځي.
4. د انرژۍ د رغولو سیستمونه. Energy Recovery Systems
معمولا د تهویې د نورو سیستمونو په پرتله د انرژۍ د رغولو تهویې سیستمونو لګښت زیات وی.په عمومي ډول ساده والی دکم لګښت نصبولو لپاره مهم عنصر دی.پیچلي سیستمونه نه یواځې داچې د نصبولو لګښت یې زیات وي ،سربیره پردې یې د هغې حفظ او مراقبت هم ګران وي او له بله څنګه زیاته بریښنا هم مصرفوي.او همدارنګه دا سیستمونه کارول ډیر دود هم نه دي.یواځې د HVAC مسلکي کسان کولی شي دا سیستمونه نصب کړي.
کله چې د رسولو تهویې سیستم لګول کیږي باید د هرې کوټې لپاره د رسولو او بیرته واپس کولو پایپونه ولګول شي .د پایپونو مسیر باید تروسه وسه پورې سیده او لنډ مسیر څخه تیر شي.د پایپونو لپاره باید دقیق سایز غوره شي څو د لارې په اوږدو کې د فشار رالویدل ترټولو ټیټ حد کې راوستل شي.ټول پایپونه باید عایق کاري شي او جینټونه پټ شي.
که چیرې د انرژۍ د رغولو سیستمونه په یخ اقلیم سیمو کارول شوی وي نو دکنګل کیدو –ویلي کیدو د مخنیوي لپاره ځانګړي وسایل په کې وکارول شي .د ډ یرسړې هوا رسولو سره کیدای کنګل کیدل رامنځ ته شي چې دا کولی شي د وسایلود تخریب لامل شي.د سړې هوا کنګل کیدل د تهویې سیستم اغیزمنتیا هم راکموي.د تهویې سیستمونه باید وخت په وخت پاک شي.

د هوا د بدلون قیمت څه شی دی ؟ What is an Air Change Rate?
د هوا د بدلون قیمت دیته وايې چې له یوکوټې څخه په یو ساعت کې د HVAC سیستم له لارې څو ځلې هوا مکمله ووځي.یا هم داچې یوکوټه په یو ساعت کې له تازه هوا څخه څو ځلې ډکه شٔئ.‍د هوا بدلون قیمت د بیلابیلو خونو او موقعیتونو لپاره سره توپیر کوي.د بیلګې په توګه د خوب کوټو لپاره دا قیمت له 5 تر 6 پورې وي یعني داچې په یو ساعت کې د خوب کوټې هوا باید له 5 تر 6 ځلې پورې بدله شي.د پخلنځي لپاره دا قیمت له 7 تر 8 پورې وي.د کنفرانس په هالونو کې له 8 تر 12 پورې ،د رستورانت په پخلنځیو کې له 12 تر 18 پورې نیول کیږي.
CFM څه شی دی ؟ What is CFM?
د کوټې د فضا دننی ټول حجم په فوټ مکعب سره CFM بلل کیږي Cubic Foot per Minutes ) ). د CFM د پیداکیدو لپاره لپاره د کوټې ټول حجم پیداکیږي او د د بدلون په قیمت کې ضربیږي او داچې CFM په دقیقه دی نو په 60 ویشل کیږي.
د هوا بدلون قیمت فورمول . The Air Changes Rate Formula
د هوا بدلون قیمت محاسبې لپاره، کوټې د ننوتونکي هوا مقدار محاسبه کیږي، CFM له 60 دقیقو سره ضربیږي.بیا دا د کوټې په فوټ مکعب حجم باندې ویشل کیږي.Air Change per hour= CFM* 60 min/volume of Room

د کوټې د CFM فورمول. Room CFM Formula
د کوټې فوټ مکعب پر دقیقه) (Cubic Feet per Minutes یا CFM په څلورو پړاونو کې پیدا کیږي.
لومړی:له جدول څخه د هوا بدلون قیمت راوخستل شي د بیلګې په توګه د کنفرانس کوټې لپاره 10 ونیول شي.
دویم .د کوټې حجم پیدا شي (L’xW’xH’).
دریم:د کوټې حجم د غوښتل هوا بدلون قیمت سره ضرب شي.
څلورم:لاس ته راغلی ځواب په 60 دقیقو وویشل شي څو د کوټې غوښتل شوی CFM ترلاسه شي.
بیلګه :د یوکوټې لپاره CFM پیداکړۍ چې 18 فوټه پلنه او 24 فوټه اوږده او 10 فوټه لوړوالي لري،د هوا بدلون قیمت 5 دی .
لومړی د کوټې حجم پیدا کوو.=18*24*10=4320 ft3
دویم:دکوټې حجم د هوا بدلون په قیمت کې ضربوو.=4320*5=21600
دریم :لاس ته راغلی قیمت په 60 دقیقو ویشو څو په دقیقو کې ترلاسه شي.
=21600/60=360CFM

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button