ماته صرف د پالش چل راځي!

خالد افغان

د پارک په دروازه د ننه شوم. شا ته مې خوږ دوست محمد راپسې روان وو، ورغږ مې کړ، محمده! ما سره ماتې روپۍ نشته، له کنټین څخه زما لپاره سټینګ  او ورسره یو خلته لیز هم را واخله. محمد په خبره عمل وکړ او ور وګرځېد.

مخته روان شوم. غوښتل مې پارک کې لږ له خلکو ځان ته او خاموش ځای پیدا کړم. خدای ج مې ارمان پوره کړ، همداسې خاموش ځای مې پیدا کړ. زه لاناست نه وم ګورم چې محمد هم را ورسېد او کېناستو. د خوراک څښاک سره سره مو د فېسبوک دنیا هم راخلاصه کړه.

زه د فیسبوک په دنیا کې ورک وم چې یو څوک مې پر سر ودرېد، غږ یی کړ، پالیشش. ما په ټیټ سر د سر په اشاره ځواب ورکړ: نه نه درومه. ماشوم وویل، ښاغلیه! په لس روپۍ به یی دواړو ته پالش کړم.

سترګې مې ور پورته کړې، غوښتل مې چې په سختی یی لرې کړم خو د ماشوم خولې شوي مخ مې زړه کې یو څه درد پیدا کړ. ماشوم ته مې د کېناستلو وویل. ماشوم کیناست.

زما د سټینګ بوتل لږ پاتې و هغه مې ورکړ، مال ګرانه دا وڅښه چې لږ د ګرمي کمه شي، ګرانه لکه چې ګرمي زیاته ده؟

ماشوم وویل هو ګرمي لږ زیاته ده څپلۍ درته پالش کړم؟

مال نه زړګیه! څپلۍ پرېږده. ګرانه نام د څه دی؟

ویي ویل: عابد

مال عابد جانه مهاجر یې؟

ویل: هو د افغانستان مهاجر یم!

سوړ اسویلی مې وویست، مال ګرانه نور داسې څوک نه وینم چې د مهاجرتوب ژوند خوښ کړي بغیر له افغان شازلمو څخه!

ماشوم موسکۍ شو

مال عابد جانه بابا د څه کار کوي؟

د سټینګ انرجي غوړپ یې مرۍ کې ونښت ،مرۍ یې کیناسته، په نري آواز یې وویل: هغه شهید دی!

مال ګرانه شک مې پر ځای شو پلار د مجاهد وو؟

ویل یې: نه زمیندار و.

مال نو بیا چا شهید کړ؟

ماشوم لږ غلی شو، بیا یی وویل: هغه زموږ کور بمبار شو، زما د مور یوه پښه کټ شوه، دوه وروڼه درې خویندې او یو زما بابا دا شهیدان شول!

سر مې ښکته کړ زړه کې ډېر څه راتلل، خو ماشوم کوچنی و زما د سوالونو ځوابونه یې نه شول راکولای.

مال عابد جانه دا چیرته؟

ویل یې، افغانستان کې

مال هو ګرانه کفارو مسلمانان صرف افغانستان کې لیدلي دي!

افغانستان کوم ولایت کې؟

ماشوم غلی شو په بند، بند آواز یی وویل :هلته زه ډیر کوچنۍ وم راته نه یادیږي. اوس ماته صرف د پالش چل راځي او مور ته مې د جامو ګنډلو.

ماشوم مې غېږ ته رانزدې کړ. محمد ته مې مخ ور واړه وه او په ډکو سترګو مې ورته وویل: دا مې د مهاجرو بچیانو ژوند دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button