یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

طالبانو غوښتل «اټوم بم» جوړ کړي/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
سپتمبر 30, 2017
کټګوریانې: مقالې
0
36
ځلې شریک شوی
382
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

طالبان له پیله تراوسه د ځینو ګاونډیو هېوادونو پروژه بلل کېږي. له بده مرغه طالبانو هم دغه تور تراوسه سپین کړی نه دی. ما د ډېرو طالب مشرانو څخه اورېدلي، چې طالبانو په لومړیو کې غوښتل د کندهار د پنجوايي او میوند ولسوالیو خلک د پاټکیانو له ظلمونو خلاص کړي؛ خو وروسته ډېر ولسي ملاتړ ددې سبب شو، چې طالبانو پنځه کاله پر ټول افغانستان واکمني وکړه او د شلمې پېړۍ په پای او د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې یې بې‌جوړې حکومتولي وکړه.

دا چې طالبان څنګه خلک دي او خلک وو، دا موضوع اوس ټولو ته روښانه ده. طالبانو په تش لاس د نړۍ اته څلوېښت هېوادونو سره ډغره ووهله او ټول یې په ګونډو کړل.

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د کرزي د واکمنۍ یو وزیر راته کیسه کوله، چې په کرزي په ۲۰۰۴ز کال کې د کابینې په غونډه د وخت ښاروال ته دنده وسپارله، چې په کابل کې د طالب مشرانو کورونو او ځایونه معلوم کړي؛ خو د میاشتو هڅو سره ـ سره یې په کابل کې د هېڅ طالب مشر کور پیدا نه کړ. کرزي د کابینې غونډې ته وویل: په درېو کلونو کې تاسې نیم کابل چور کړ او د حکومت عادي مامور هم اوس پاخه کورونه لري؛ خو د طالبانو د پنځه کلنۍ واکمنۍ پرمهال یې یو وزیر هم یوه بسوه ځمکه نه لري.

تېره اوونۍ افغان فزیک‌پوه او د طالبانو سرسخت مخالف محمد تنها پر خپله مخپاڼه لیکلي وو، چې افغانستان په دومره واکمنانو کې یوازې «اسلامي امارت» اټومي وسلو جوړولو ته پام وکړ او غوښتل یې چې افغانستان هم لکه د سیمې هېوادونو په څېر یو اټوم لرونکی طاقت شي؛ خو له بده مرغه چې واکمني یې امریکايي وحشیانو ړنګه کړه.

دا خبره د تامل وړ ده. ځکه په تېرو شپاړس کلونو کې له افغان حکومت او اردو سره بې درېغه مرستې وشوې او امریکا او ملګري یې ادعا کوي، چې دوی له افغانستان سره ۱۰۶ میلیارده ډالر مرسته کړې، چې زیاته برخه یې په نظامي برخو لګیدلې ده.

خو دلته د جنرال عبدالرحیم وردګ، جنرال بسم الله محمدي، معصوم ستانکزي او عبدالله حبیبي په وخت کې نه اردو پر پښو ودرېده او نه مو اردو د نړۍ په کچه څه کوئ؛ ان د سیمې په کچه هم نه ده روزل شوې، بلکې وزیرانو یې ډېرې پیسې په بډه ووهلې او په بهر کې یې پرې جایدادونه او کاروبارونه راون کړي دي.

که چېرې د طالبانو نظام نه وای ړنګ شوی، نو اوس به موږ مجهزه اردو، یو پرمختللی نظام، له اداري فساده پاک هېواد او د خپلو پولو ساتنه ښه کړی وای. خو له بده‌مرغه امریکا او ملګرو یې دغه نظام پر افغانانو نه لورېده او ړنګ یې کړ.

د طالبانو په پنځه کلنه واکمنۍ کې به هېڅوک ثابته نه کړي، چې یو ګاونډی دې یو قدم مخکې راغلی وي؛ خو د امریکا سره د امنیتي تړون سربېره پاکستان، ایران او ترکمنستان سلګونه کیلو مټره مخکې راغلي او د افغانستان خاوره یې اشغال کړې ده.

طالبانو! ملت مو بیا غواړي. خپله مبارزه روانه وساتئ او ملت نور له دې دوه سري حکومت، بې‌عدالتیو، ناقانینو، ظلمونو، وحشتونو او بمباریو څخه په تنګ راغلی او ستاسې راتګ ته سترګې پر لاره دی. خدای مو راوله.

لوی ټکي: مهم
مخکینې مطلب

له امریکا افغان ځواکونو ته د سپارل شویو مرمیو حساب ورک دی

بل مطلب

ویډیو: د طالبانو تر ولکې لاندې نیمروز

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com