
نشنلیزم او قومیت پرستي
خادم الدين احرار
دوهمـــه بــرخـــه
لکه څرنګه مو چې په لومړنۍ برخه کښې یادونه وکړه، چی د نشنلیزم د اهدافو څخه یو هم بنیادې هدف د اسلامې امت د اتحاد او یو والې ټوټه ټوټه او لمنځه وړل او له یو بل سره لاس او ګریوان کول دی چی په نتیجه کښې به دښمن د هر رنګه فکـرې، نظامې او اقتصادې … موخو تر لاسه کولو په وړاندې کوم خاص مشکل سره نه مخامخ ګیږی.
نو د همدغه موخو تر لاسه کولو لپاره دښمن ډیره هڅه کوي چې متعصب اقلیتونه او نشنلست حرکتونه په غیږ کې راونیسي، ويې پالې، او تقويه یې کړي،ترڅو د همدوئ له لارې پر قوې اکثریت او مقابل لوري غلبه حاصله کړي،
لرې به نه ځو په همدي اوسنې انقلاب کښي مونږ او تاسي ولیدل چي ټول نشنلست احزاب او حرکتونه د یرغلګرو امریکایانو تر څنګ ولاړ دي، او داسلام د مجاهدینو په خلاف د هغوئ مرسته کوي.
غربیانو د نشنلستانو پاللو ته ځکه زړه ښه کړ چی هغوئ د غربیانو ډیر پخوانی ارمان چې د اسلامي امت ټوټه ټوټه کول وو،ورپوره کړ.
ځکه چی د اوسني نشنلیزم له راټوکیدلو مخکي به چې هرځل اروپایانو پر کوم اسلامي هیواد یرغل وکړنو د نورو هیوادونو مسلمانانو به هرو مرو د هغه هیواد د اوسیدونکو د ( وَ اِنْ اِستنْصرُوکمْ فِی الِدّینِ فَعَلَیْکُمُ النَّصرُ) په حکم مرسته کوله،ځکه چې هغه به یی د ( اِنّمَاالمؤمِنونَ اِخْوَةٌ) الهی کلام په اساس خپل وروڼه ګڼل او د هغوئ پر وړاندې به یې د دفاع او نصرت مشترک مسؤلیت احساساوه. په تیر انقلاب کی او د اوسنی انقلاب په پیلامه کی زمونږ وطن د ډیرو لرې لري وطننو د مؤمنانو د قربانیو شاهد دی.
خو اوس چی نشنلستانو اسلامي نړۍ د قومونو، ژبو، جغرافیوي موقعیتونو او نورو معیارونو پر اساساتو ویشلې ده، د مسلمانانو تر منځ یی د اسلامي اخوت د احساس پر ځای د ( نشنلیـزم) زهرجن فکر ته وده ورکړې ده او هغه ورته دا هرڅه مقدس ګڼلی، او د اسلام د دین او د مسلمانانو د دیني مقدساتو پرځای یې ورته د جاهلیت د زمانې پاتې شوني تاریخي آثار او د (وطنیت)تصور تر هر بل تصوره ارزښتمن معرفي کړی دی.
نو ځکه خو اوس کفار هر هیواد په آسانۍ سره لاندې کولی شی.
او د دې کار یواځینی علت یی هم دا دی چې د هر هیواد اوسېدونکي اوس یوازی د خپلې خاوري په اړه ځان مسؤل ګڼي نه د ټول امت او ټولې اسلامي نړۍ په اړه.
او دا د اروپایانو هغه تاریخي ارمان وو چی د پوره کیدلو لپاره یی هغوئ سلګونه کلونه هڅې وکړې، خو اوس دا دی نشنلستانو او د( وطنیت) بنده ګانو په مفته ورته تر سره کړ.
د محترم استاد مجاهد صاحب په وینا چی په شلمې او یووشتمې میلادي پیړۍ کې ښایې نشنلستان او د (وطنیت) د عقیدې لرونکي د امت په حق کې تر ټولو لوی مجرمین وي، ځکه چی همدوئ په لږه موده کی امت دومره کمزوري او ټوټه ټوټه کړ چی اروپایانو په سلګونو کلونو کی هم دومره نه وو کمزوری کړی او تقسیم کړی.
خــلاصــه دا چی نشنلســـــــــتان په اسلامي امت کي د دښمن د داخلي پوځیانو حیثیت لري، او په هیڅ صورت د اسلامي امت د تقویې، پرمختګ،سر لوړۍ او په نړیواله سطحه له نورو قوتونو سره د سیال کیدلو اجنډا او نظریه نه لری.
و مــا علیــنا الا البــــــلاغ



