افغانستان عجیب هېواد دی. دلته هرڅه ممکن دي. لوی خاینین، لوی غاصبین، لوی مفسدین، د زرګونه خلکو وژونکي او نورې بلاوې پکې پرانېستې تڼۍ ګرځي؛ خو دلته تل د غریب او د ولس اواز پورته کوونکي غږ په ستوني کې بندېږي؛ خو دغه خلک لا هم مبارزه کوي او د خپلې داعیې نه اوړي.
انګرېزانو په لوی هندوستان سوونه کاله حکومت وکړ. انګرېزانو هلته خلک په مسلمان هندو، سکهـ، عیسوي، پنجابي، سندي، راجپوت او په نورو نومونو اخته کړي وو؛ خو دوی پرې بې غمه حکومت کوو او خپل هدف« د هندوستان» ازادي ترې پاتې وه.
روسانو د منځنۍ اسیا ټول هېوادونه ایل کړل؛ خو کله یې چې افغانستان ته پښې راوږدې کړې، نو افغانانو ترې دواړه پښې پرې کړې او د روسیې امپراتورۍ ته یې د پای ټکی کېښود.
امریکا نه بیا نه اسیا په کراره ده او نه افریقا، نه ترې اروپا او نه هم د امریکا د لویې وچې ځینې هېوادونه. دلته د پوره وسلو او د اته څلوېښت هېوادونو د پوره پوځیانو سره راغلل. امریکا پر افغانانو هېڅ زړه سوی ونه کړ. له اټومي وسلو نیولې، ان د بمونو پلار یې هم استعمال کړ؛ خو له امریکا او راغلو مېلمنو سره د خلکو کرکه ورځ تربلې ډېریږي او د اوسني دوه سري حکومت پرځای طالبانو ته غېږي پرانېزي.
د ګډ حکومت په جوړېدو ورځ تر بلې د بیان ازادي هم ورسره کډه کوي. دلته د سولې فعالان، دیني عالمان، رښتیني لیکوال، سیاسي مبصرین او د حکومت ننګوونکي نیول کېږي او د زندان د تمبو شاه ته غورځول کېږي.
موږ په رسنیو کې هره ورځ ګورو، چې حکومت یو بې ګناه کس نیولی وي؛ خو د جرم په اړه یې د یوې دولتي ادارې ویاند هېڅ نه وايي او ان کله کله ترې منکرېږي هم.
دوه ورځې وړاندې دیني عالم عبدالغفار جُبیر په کندهار کې ملي امنیت ونیوه او له هماغه ځایه یې کابل ته راوړ. تراوسه پورې د ملي امنیت ادارې د نوموړي د نیول کېدو په اړه هېڅ معلومات له رسنیو سره شریک کړي نه دي او نه یې د نوموړي جرم او ګناه ښودلې ده.
حکومت باید پراخه سینه ولري. ښاغلی جبیر یوازې دیني عالم و، د اسلام د حقانیت د اثبات لپاره یې لیکنې کولې او د محلدینو، د عیسوي تبشریانو، یهودو او نورو منسوخ شویو عقیدو څخه یې مسلمان ځوانان خبرول.
د ښاغلي جبیر کتابونه وګورئ. نوموړي تراوسه د هېڅ سیاسي ډلې په ملاتړ او یا رد کې ټکی نه دی لیکلی او تل یې د اسلام او ساینس، ساینس او روژه، مناظرې او نورې لیکنې کولې؛ خو حکومت یې دغه کارونه هم ونه شول زغملی او د زندان مېلمه یې کړ.
د اوسني حکومت دوه کاله پاتې دي. دوی دې تېر تاریخ له سره وګوري. که دغه خلک په ظلمونو او شکنجو ایل کېدای، نو روسانو به شل کاله مخکې ایل کړي وو.
ګډ حکومت دې د خلقیانو او پرچمیانو چمونه نه کوي، کنه دا کاواکه نظام پاتې ستنې به یې هم ورچپه کړي، چې بیا به یې نه امریکا ټینګې کړي او نه د دوی اروپايي ملګري.

















