امریکا دوه ډوله جګړه پرمخ بیایي

سرلیکنه 

د امریکايي  نظامي او د سیاسي چارو شنونکي په هره غونډه کې وايي چې امریکا په افغانستان کې له یوې سترې تاواني جګړې سره مخ ده. همدا غږ یو شمېر افغان تش په نامه د سیاسي چارو شنونکو تازه کوي او بې له دې چې خپله د امریکا په سیاست ځان پوهه کړي، د امریکایي نظامي او سیاسی چارو ویناوي په پټو سترګو تکراروي، خو په سیمه، نړۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان، عراق، یمن او سوریه کې د روانو جګړو جاج نه اخلي چې په کومو خواوو امریکا ته تاواني او په کومو خواوو په روانو جګړو کې ګټه ترلاسه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن، د د فاع وزیر جیمز مټیس، د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جوزېف ډنفورډ او د استخباراتو د ملي ادارې مشر ډان کوټس  په وینا په افغانستان کې روانه جګړه نه طالبان او نه امریکا ګټلای شي.

 دلته لومړی باید افغان او بیا نړیوال سیاستوال د امریکا دغه سیاست ته ژور نظر وکړي چې په عراق موصل او رمادي ښآرونوکې یې پرېکنده جګړې وکړې، خو په افغانستان کې ځان د طالبانو پر وړاندې له یوه مخه ناکام او له بله مخه کامیاب څرګندوي. دلته د امریکا غرض په افغانستان کې  د خپلې ماتې او کله د بریا په منلو سره د جګړې دوام دی.

که امریکا په افغانستان کې د عراق او رمادي په څېر پرېکړه وکړي، بیا خو د جګړې د ګټې او تاوان کرښه څرګندېږي چې یا به ماته او یا به برلاسي ترلاسه کوي، ځکه خو له تېرو شپاړسو کالو راپدېخوا په افغانستان کې جګړه دوامداره ساتي، څو له افغانستانه هره میاشت په ملیاردونو ډالر یورانیم لاس ته راوړي چې په تېرو کلونو کې یې د خپلو نظامي اډو په جوړولو سره ترلاسه کړل.

 خو افغان نظامیان او سیاستوال د فیل په غوږ کې ویده دي او دې ټکې ته یې پاملرنه نشته. یوازې په دې اکتفا کوي چې طالبانو فلانۍ سیمه ونیوله او فلانۍ سیمه یا ولسوالي یې له لاسه ورکړه. د جګړې ګټه اوتاوان د ولسوالیو او سیمو د نیولو او له لاسه ورکولو پورې تړي.

امریکا په افغانستان کې څو ټانګونه او د څو پوځیانو وژل خپله ګټه بولي او هر افغان ملکي یا نظامي وګړی چې وژل کېږي، دا هم د امریکا ګټه ده. امریکا په افغانستان کې د اوږد واټن ګټې په نظر کي نیولې دي چې د موجوده افغان شناندو نظر ورته نه رسېږي او په لنډه دایره کې د امریکا ګټې او تاوانونه ارزوي.

امریکا د افغانستان، عراق، سوریې او لیبیا په جګړو کې ډېر څه ترلاسه کړل. دا څلور واړه هېوادونه امریکا نړۍ ته ګواښ باله. ویل به یې، په دې هېوادونو کې روان حالت د امریکا په ګډون ټولې نړۍ ته خطر دی. خو په عربي نړۍ کې یې چې د خپلو وسلو د خرڅلاو بازار ګرم کړی دی، هغه ورته خطر نه ښکاري او نه ورته په مصر او یمن کې روانې جګړې تاواني او خطر ښکاري.

امریکا چې څه د افغانستان او عراق په  جګړو کې ملګرو ملتونو ته تعریفول، هغه یې په ثبوت ونه رسول او اوس یې چې په عربي نړۍ کې ملګروملتونو او عربو ته وړاندي کوي، دا هم په ثبوت نه شي رسولای.

د عربي هېوادونو خپلمنځي سیاستونه د سوریې له جګړې وروسته ورځ تر بلې د خرابېدو خـوا تـه درومي. د سعودي ځینې سیاستونه د خپل هېواد سره سره د عربي نړۍ په تاوان تمامېږي چې د یمن د حوثیانو په مقابل کې د روانې ائتلافي جګړې ورځنی تاوان په افغانستان کې د امریکا له ورځني تاوانه زیات دی. او بله دا چې سعودي عربي نړۍ په څو قطبونو وویشله. امریکا ته یې په بېلابېلو هېوادونو کې د وسلو مارکیټونه خلاص کړل.

 امریکا چې په افغانستان کې یو څه تاوان کوي، ډیرې ګټې یې په نظر کې نیولې دي.

 همدارنګه، امریکا د افغانستان، عراق او عربي هېوادونو په جګړو او اختلافاتو کې ستر نظامي قراردادونه ترلاسه کړل چې د نظامي تړون په نامه یې په اسیا او عربي نړۍ کې د تاوان په نامه اقتصادي جګړه پیل کړې او دوام ورکوي. په اسلامي هېوادونو کې یې خپلو وسلو ته د خرڅلاو مارکیټونه ته لاره برابره کړې ده.

د یمن جګړه کې سعودي عربستان د لـوړ جګړه ییز مصرف سره سره وېره احسـاس کـړه او د یـو ستر نظامـي قـرارداد پـه لټه کې شـو او د نظامی تړونو تر سرخط لاندې یې امریکا ته پر اسلامي هېوادونه د وسلو خرڅولو ستر مارکېټ پیدا کړ، ځکه خو امریکا دوه ډول، په لږ څه تاوان لوړه اقتصادی جګړه پرمخ بیایي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button