کله چې وغواړې یو ټولنه تخریب کړې صرف خرونه ور خلاص که !!

ترجمه : عبد الله صدیقی
یو خر پر یوې ونې پورې تړل شوی و
شیطان راغی او خر یې را خلاص کړ..
خر د ګاونډیانو پټي ته ور ننوت او د شنو او وچو په خوړلو یی پیل وکړ.
د بزګر ښځې خر ولیدو؛ ټوپک یې را واخیست او خر یې مړ کړ
دخر څښتن د ټوپک اواز واورید له کوره را بهر شو ویې لیدل چې خر یې وژل شوی دی.
سړی غصه شو او سملاسي يې په ښځې باندې ډزې وکړې او مړه یې کړه.
بزګر چې کور ته راستون شو خپله ښځه یې مړه ولیدله نو ټوپک یی را واخیست
او دخر څښتن یې مړ کړ.
شیطان نه پوښتنه وشوه چې دا دې څه وکړل؟
شیطان وویل هیڅ مې هم نه دي کړي صرف خر مې خلاص کړی.
کله چې وغواړې یو ټولنه تخریب کړې صرف خرونه ور خلاص که



