دنړۍ پای (۵۷مه برخه) – دمهدی په اړه معلومات –

د مهدي په دعوه کوونکو باندې يو نظر

کله چې مونږ په تاريخ باندې غور او فکر کوو، د مختلفو دورو مطالعه کوو او د مسلمانانو په مينځ کې په اختلاف او د واکمنو په ظلم او ستم باندې نظر غورځوو نو مونږ وينو چې په ماضي کې ډيرو خلکو د مهدي دعوه کړې او د يو شمير خلکو لخوا د دوی دغه دعوه تصديق شوې هم ده، له هغوی ځينې يو شمير يې په لاندې ډول دي.

(۱) د روافضو شيعه ګانو دا عقيده ده چې دوی مهدي منتظرين دي، د دوی په نزد د هغه نوم محمد بن حسن عسکري دی، شيعه ګان وايي چې هغه د حسن بن علي رضی الله عنهما له اولادې څخه نه دی، بلکه د حسين بن علي رضی الله عنهما له اولادې څخه دی.

د دوی دا عقيده ده چې دغه امام يو زر کاله د مخه په سنه دوه سوه شپيتم (۲۶۰) هجري کې د سامراء په غار کې ننوتلی، کله چې دی دغه غار ته ننوت نو د هغه عمر پنځه کاله وو.

          هغه تر دا مهاله په دغه غار کې ژوندی دی، هغه ته مرګ نه راځي او هغه به په آخره زمانه کې له دغه غار څخه د باندې را ووځي.

          دغه امام په هر ځای کې حاضر او ناظر دی، هغه د خلکو له حالاتو څخه خبر دار دی، مګر د خلکو له سترګو څخه غائب دی او هغه نه ويني.

          ياد لرئ : د دوی دغه عقايد سرا سر بې وقوفي او جهالت دی، په هيڅ دليل، برهان، عقل او استدلال سره د هغه تاييد نشي کيدای، بيا دا عقيده د انسانانو په باره کې د الله تعالی له سنت څخه هم خلاف ده، الله تعالی انبياء او رسولان کوم چې د الله تعالی په مخلوق کې افضل ترين انسانان دي، هغه الله تعالی وفات کړي او د شيعه ګانو مهدي له زرو کلونو څخه زياته موده ژوندی پاتې کيدل دا څنګه ممکن دي؟

بيا د سوچ خبره دا ده که چيرته هغه ژوندی وي نو بيا دومره اوږده موده د هغه د غائبيدو او پټيدو ضرورت څه دی؟ هغه د باندې ولې نه را ووځي او د خلکو په مينځ کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر فريضه ولې نه انجاموي؟ سره له دې چې نن ورځ امت هغه ته ډير اشد ضرورت لري.

امام ابن کثير   رحمه الله په احاديثو کې د وارد مهدي محمد بن عبد الله په باره کې فرمايلي:

د اهل سنت مهدي به د مشرق له لوري را ښکاره شي نه د سامراء له غاره لکه څنګه چې د جاهلو شيعه ګانو عقيده ده چې هغه دا مهال هم په هغه غار کې موجد دی، دوی په آخره زمانه کې د هغه خروج ته انتظار کوي، دا محض حماقت او د شيطان له لوري سخته ګمراهي او دوکه ده، د دغې عقيدې هيڅ دليل نشته، نه له قرآن او سنت څخه، نه له عقل سليم او نه له استحسان څخه ([1]).

(۲) عبد الله بن سبا دعوه کړې چې علي بن ابي طالب  رضی الله عنه  مهدي منتظر دی او د ده ګمان دا ده چې هغه به دنيا ته واپس بيرته راځي.

(۳) مختار بن عبيد ثقفي دعوه کړې چې محمد بن الحنفيه کوم چې په سنه (۸۱) هجري کې وفات شوی، هغه مهدي منتظر دی، د محمد بن الحنفيه نوم محمد بن علي بن ابي طالب دی، هغه ته ابن الحنفيه له دې امله ويل کيږي چې د هغه د مور خوله بنت جعفر تعلق له بنو حنفيه قبيلې سره دی.

(۴) د فرقه کسانيه خلک کوم چې د حضرت علي  رضی الله عنه  ازاد کرده غلام کيسان پيروان دي او دوی هم د شيعه ګانو يوه ډله ده، د هغوی عقيده ده چې د محمد بن الحنفيه ټول علوم زده دي، خلاصه دا ده چې دين د يوه شخص د اطاعت نوم دی، دوی په ارکان شرعيه ؤ کې تاويل کوي او وايي له هغوی څخه مراد رجال دي نو ځکه هغوی ارکان شرعيه معطل کړي دي، د دې فرقې (ډلې) عقيده دا ده چې عبد الله بن معاويه بن عبد الله بن جعفر بن ابي طالب هاشمي قريشي مهدي دی.

(۵) محمد بن عبد الله بن حسن بن علي بن ابي طالب د کوم لقب چې نفس زکيه دی او په سنه (۱۴۵) هجرې کې وفات شوی، دا يو ډير روژه لرونکی، لمونځ کوونکی او عبادت کوونکي شخص دی، د ده په زمانه کې يو شمير خلک به په فتنو کې مبتلا شي او ګمان به کوي چې دا سړی امام مهدي دی، هغوی به تحريک شروع کړي او يو شمير خلک به د هغوی پيروي وکړي، هغوی به د حالاتو د ښه والي لپاره کوښښ کوي، د دوی په دور کې به د عباسي لښکر چې په لسو زرو جنګياليو به مشتمل وي له هغوی سره به جنګ وکړي او دا تحريک به ختم کړي، نفس زکيه به د عباسي خليفه خلاف خروج وکړي، ځکه چې د هغوی په زمانه کې به ظلم او استبداد ډير خپور شوی وي.

(۶) د مهديت په دعوه دارانو کې د يوه نوم عبيد الله بن ميمون القداح هم دی، دی په سنه (۳۲۵) هجري کې وفات شوی، د ده تره يهودي دی، عبيد الله د فرقې قرامطه بنياد ګر دی کوم چې د مسلمانانو قتل عام کړی او په سنه (۳۱۷) هجري کې يې حجر اسود واړاوه، دا خلک په کفر او الحاد کې له يهودو او نصاری ؤ هم دوه قدمه وړاندې دي.

د هغه اولاد ته شهرت او اقتدار په لاس ورغی، هغوی په مصر، حجاز او شام باندې کنترول درلود او همدلته يې حکومت جوړ کړی وو، هغه غلط بيان کاوه او د خپل ځان نسبت يې اهل بيت ته کاوه او دعوه يې کوله چې دی د فاطمة الزهره له نسل څخه دی، همدا وجه ده چې فاطمي ورته ويل کيږي، هغه د خپل حکومت په زمانه کې د امام شافعي   رحمه الله د مسلک ټول قاضيان غاړې ته کړل او په هر ځای کې يې قبرونه او مزارونه رواج کړل او په امت يې بې شماره مصيبتونه را نازل کړل.

قرامطيان په ظاهره د مسلماني دعوه کوي ليکن په حقيقت کې هغوی ملحدين دي، دا خلک له ټولو مذاهبو وتلي دي، د هغوی مذهب د اور پرستو (مجوسيانو) او د ستورو پرستو (صابيانو) له مذهبو مرکب دی.

امام ابن کثير   رحمه الله فرمايي: د فاطميانو د حکومت موده له (۲۸۰) کلونو زياته موده وه، عبيد الله القداح د مهدي والي دعوه کړې وه او د مهديه نامي ښار ډبره يې ايښې ده ([2]).

(۷) کومو خلکو چې د مهدي والي دعوه کړې په هغوی کې محمد بن عبد الله بربري هم دی کوم چې په ابن تومروت سره مشهور دی، دا کس په سنه (۵۱۴) هجري کې ظاهر شوی او هغه دعوه کړې چې دی د حضرت علي بن ابي طالب  رضی الله عنه  له نسل څخه دی، هغه خپل نسب له حسن بن علي  رضی الله عنه  سره تړلی وو.

دغه سړي د ظلم او استبداد په ذريعه حکومت هم ترلاسه کړی، دی ډير حيله جوړونکی او دوکه باز انسان دی کوم به چې خلکو ته د حيلو په جوړولو سره دوکه ورکوله او هغوی ته به يې د دې اظهار کاوه چې دی د ډيرو کراماتو څښتن دی، د هغه يوه حيله بازي دا هم ده چې هغه يو ځل يو شمير خلک قبرونو ته ور واچول او بيا يې يو شمير نور خلک له ځان سره کړل او همدې قبرونو ته يې راوستل او غږ يې کړ: اې د قبرونو خاوندانو! زما د خبرې ځواب راکړی، هغوی په ځواب کې وويل: ته مهدي يې، ته له ګناهونو پاک يې او د ستا فلانکی او فلانکی خوی ده، بيا به ده ته دا انديښنه پيدا شوه هسې نه چې د ده دغه چل رسوا نشي نو به يې په قبرونو په اچول شويو سړيو باندې قبرونه ور وغورځول او هغه به يې ټول ووژل.

(۸) د مهدي په دعوه دارانو کې يو سړی محمد احمد بن عبد الله سوډاني متوفي سنه (۱۳۰۲) هجري موافق (۱۸۸۵) عيسوي هم دی، دا يو صوفي دی کوم چې په سوډان باندې غلبه تر لاسه کړه، هغه په زهد او عبادت کې مشهور وو او هغه د اته ديرش (۳۸) کلونو په عمر کې د مهدي کيدو دعوه وکړه، د قبايلو سرداران او لوی خلک د هغه لور ته مايل شول، د ده عقيده وه هر څوک چې د ده له مهديت څخه انکار وکړي نو هغوی له الله او رسول سره د کفر ارتکاب وکړ، سره له دې چې د انګريزي عيسايانو په خلاف په جنګونو کې د هغه يو شمير کارنامې شته دي، مګر واقعي امر دا دی چې دی په احاديثو کې مذکور مهدي موعود نه دی، بلکه دی هم د مهديت د نورو دعوه کوونکو په څير يو دروغژن مدعي دی.

(۹) د مهديت په دعوه دارانو کې يو سړی محمد بن عبد الله قحطاني هم دی، دا سړی د سعودي هيواد په دارالخلافت رياض کې ظاهر شوی، بيان کيږي چې هغه يوه ورځ په خوب کې وليدل چې دی مهدي دی، يو شمير خلکو له هغه سره بيعت وکړ او د هغه پيروان جوړ شول، دې خلکو په سنه (۱۴۰۰) هجري موافق (۱۹۸) عيسوي کې په مسجد حرام کې د هغه د مهدي کيدو اعلان يې وکړ او په مسجد کې بند شول، دا واقعه د فتنه حرام په نامه مشهوره ده کومه چې د هغه په قتل سره پای ته ورسيده.

د مهدي له دعوه دارانو سره د معاملې قواعد او ضوابط

کله چې مونږ د مهدي د دعوه دارانو ترديد کوو نو له دې څخه زمونږ مقصد هيڅ کله دا نه دی چې مونږ د مهدي په باره کې له احاديثو څخه انکار کوو، اما د مهدي په باره کې د احاديثو تصديقول او د نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د فرمان تسليمول يو شی دی او د کوم سړي په باره کې دا فيصله کول چې هغه مهدي دی او که نه دا بل شی دی، د دې دواړو په مابين کې فرق کول پکار دي، د الله تعالی رسول   صلی الله علیه وسلم  د مهدي معامله په هوا کې نه ده پريښې، بلکه نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د هغې لپاره ډيرې ښکاره نښانې او قواعد بيان کړي د کومو په رڼا کې چې مونږ پرته له شک او شبهې د اصلي مهدي پيژندل کولای شو، له هغوی ځينې يو شمير په لاندې ډول دي.

(۱) مهدي به خلک خپل لور ته نه دعوتوي، نه به د خپل بيعت لپاره خلک مجبوروي، بلکه خلک به له هغه سره بيعت کوي او دی به يې نه خوښوي.

(۲) د مهدي نوم به د نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  له نوم سره يو شانته وي، يعنې نوم به يې محمد بن عبد الله وي.

(۳) د هغه د نسب سلسله به سيدنا حسن بن علي رضی الله عنهما ته رسيږي.

(۴)        په حديث کې د موجودو جسماني صفتونو موجوديت هم په هغه کې ضروري دي، لکه چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي: هغه به د لغړې ټڼډي او اوږدې پوزې واله وي.

(۵) هغه چې په کومو حالاتو کې ظاهره کيږي هغه به په دې ډول وي:

          د يوه خليفه له وفات وروسته به اختلاف را منځته شي ([3]).

          زمکه به په دغه وخت کې له ظلم او ستم څخه ډکه وي.

          د دريو خليفه ګانو زامن به په خپل مينځ کې جنګ سره وکړي.

          مهدي به يو نيک او متقي شخص وي، هغه به له علم شريعت، حکمت او دانش څخه خبر دار وي.

          د هغه ظهور به په مکه مکرمه کې وي او د حجر اسود او مقام ابراهيم تر مينځ به له هغه سره بيعت کيږي، دلته يوه پوښتنه پيدا کيږي.

پوښتنه : هغه کوم حالات او اسباب دي د کومو په سبب سره چې تاسو او يا نورو ته د امام مهدي خيال پيدا کيږي؟

ځواب : که چيرته مونږ د هغو خلکو په حالاتو او واقعاتو غور او فکر وکړو کومو چې د مهديت دعوه کړې وه نو معلوميږي چې:

          د مهدي کيدو دعوه کوونکي ځينې خلک داسې دي کومو چې په خلکو غلبه او حکومت تر لاسه کړی او بيا يې له دروغو او بهتان څخه کار اخستی او د مهدي کيدو دعوه يې کړې، په داسې خلکو د مهدي کيدو هيڅ نښانې صادقې نه دي، په داسې دعوه کوونکو کې عبيد الله القداح او ابن تومرت وغيره شامل دي.

          د مهديت ځينې دعوه دار داسې دي د کومو معامله چې مشتبه ده او خلکو د هغه په باره کې داسې ګمان کړی چې هغه امام مهدي دی، لکه څرنګه چې د محمد بن عبد الله نفس زکيه معامله ده، هغه ظاهر شو او خلک د هغه پيروان شول او بيا په وروسته کې معلومه شوه چې هغه مهدي نه دی، ځينې داسې دي کومو چې د ځان د مهدي کيدو په باره کې خوب ليدلی نو خلکو هغه مهدي بللی، لکه محمد بن عبد الله قحطاني.

آيا له خوب څخه کوم شرعي حکم اخذ کيدلای شي؟

د خوبونو په ذريعه د شريعت کوم حکم نشي اخذ کيدلای او نه د خوب په بنياد د اسلامي امت کومه فيصله کيدلای شي، محض په خوب او خيال باندې د کومې معمولي شانته مسئلې بنياد هم نشي ساتل کيدای.

قاضي شريک بن عبد الله خليفه مهدي ته ورغی چې ګوري د خليفه مزاج بدل دی او سخت په غصه کې دی، قاضي شريک وپوښتل: څه خبره ده ! اميرالمؤمنين نن ډير په غصه کې دی؟ خليفه مهدي وويل: ما د شپې په خوب کې وليدل چې ته زما په بستر کې بيده يې، کله چې ما له تعبير کوونکو څخه د تعبير پوښتنه وکړه نو هغوی راته وويل چې ته له ما سره بغض لرې او زما په خلاف پلان جوړوې، قاضي سمدستي ځواب ورکړ: امير المؤمنين ! والله! نه د ستا خوب د حضرت ابراهيم  علیه السلام په څير رښتونی وي او نه دستا تعبير کوونکي د حضرت يوسف  علیه السلام د تعبير کوونکو په څير وي:

د قاضي شريک لخوا خليفه ته داسې ځواب ورکول ښکاره د هغه ترديد دی او دا د داسې چا ترديد دی د کوم تعلق چې له يوه انسان سره دی او که چيرته د يوې معاملې تعلق له ټول امت سره وي نو بيا د هغې ترديد په څومره اندازه ضروري دی.

يوه سړي په خوب کې وليدل چې خپل زوی ذبحه کوي نو هغه خپل زوی ذبحه کړ!

يوه ورځ ما په کوم اخبار کې وليدل چې په افريقه کې يوه سړي په خوب کې وليدل چې هغه خپل زوی ذبحه کوي او چې سهار را پورته شو نو خپل زوی يې را ونيو او ذبحه يې کړ، د ده دا توقع وه چې د ده لپاره به له آسمان څخه کومه لويه ذبيحه راشي او زوی به يې بچ شي، لکه څرنګه چې الله تعالی د حضرت اسماعيل  علیه السلام د بچ کولو لپاره له جنت څخه يو مګ (پسه) را وليږه.

له دغه جاهل څخه چې کله په دې باره کې پوښتنه وشوه نو هغه وويل: ما د حضرت ابراهيم  علیه السلام په سنت عمل وکړ، ځکه کله چې سيدنا حضرت ابراهيم  علیه السلام په خوب کې وليدل چې هغه خپل زوی اسماعيل ذبحه کوي نو يې ورته وويل:

 یٰبُنَیَّ  اِنِّیۡۤ اَرٰی فِی الۡمَنَامِ اَنِّیۡۤ  اَذۡبَحُکَ فَانۡظُرۡ مَاذَا تَرٰی ؕ قَالَ یٰۤاَبَتِ افۡعَلۡ مَا تُؤۡمَرُ ۫ سَتَجِدُنِیۡۤ  اِنۡ شَآءَ اللّٰہُ مِنَ الصّٰبِرِیۡنَ ﴿۱۰۲﴾ فَلَمَّاۤ   اَسۡلَمَا وَ  تَلَّہٗ   لِلۡجَبِیۡنِ ﴿۱۰۳﴾ۚ وَ  نَادَیۡنٰہُ  اَنۡ  یّٰۤاِبۡرٰہِیۡمُ ﴿۱۰۴﴾ۙقَدۡ صَدَّقۡتَ الرُّءۡیَا ۚ اِنَّا کَذٰلِکَ نَجۡزِی الۡمُحۡسِنِیۡنَ ﴿۱۰۵﴾

اِنَّ ہٰذَا لَہُوَ  الۡبَلٰٓـؤُا الۡمُبِیۡنُ ﴿۱۰۶﴾ وَ فَدَیۡنٰہُ  بِذِبۡحٍ عَظِیۡمٍ ﴿۱۰۷﴾ ([4]).

ژباړه : اې ځوګيه زما بيشکه زه پر لپسې وينم په خوب کې داسې چې بيشکه زه ذبحه کوم تا پس ته هم نظر وکړه چې څرنګه مصلحت ګڼې ؛ وويل (اسماعيل) اې پلاره زما ته همغه وکړه چې حکم يې شوی دی درباندې ؛ ژر ده چې وبه مومې ته ما که اراده فرمايلې وي الله له صبر کونکيو (په حکم د الله) پس کله چې غاړه کيښوده (دواړو حکم د الله ته) او وايې چاوه دغه (اسماعيل) پر (ښي) اړخ د ده او غږ وکړ مونږ ده ته داسې چې اې ابراهيم ! په تحقيق رښتيا کړ تا خوب خپل (او ومو مانه هغه له تا) بيشکه مونږ همداسې (لکه نيکه جزاء د ابراهيم نيکه) جزاء ور کوو (نورو) محسنانو نيکو کارانو ته ؛ بيشکه چې همدا ذبحه خامخا همدا ابتلاء ازموينه وه ښکاره ؛ او فديه مو ورکړه دغه (اسماعيل) ته په مذبوحې لوئي (جنتي پسه سره).

د دغه افريقايي دغه عمل د آخرې درجې جهالت دی، د داسې جاهل سړي خوب د يوه نبي د خوب په څير څنګه کيدلای شي په کوم چې د الله تعالی له لوري وحې نازليږي.

که کله مو ښه خوب وليد نو د الله تعالی شکر اداء کړی او خوشحاله اوسی او که مو بد خوب وليد نو د هغه له شر څخه په الله تعالی پناه وغواړی، په دې طريقې سره دا خوب تاسو ته نقصان نشي رسولای.

يو اصل : که يو څوک د مهدي کيدو دعوه وکړي او په احاديثو کې بيان شوې نښانې په هغه کې نه وي او نه دجال د هغه په زمانه کې ظاهر شوی وي نو داسې سړی دروغژن، کذاب او دجال دی، همدا شان که يو څوک د مسيح عيسی  علیه السلام دعوه وکړي او دجال د هغه له راتلو د مخه نه وي ظاهر شوی نو داسې سړی هم کذاب او دجال دی.

د مهدي جاېزه د افراط او تفريط په ځای په عدل او انصاف کې ده.

د اهل السنت والجماعة په نزد د مهدي حقيقت له دې څخه زيات نه دی چې هغه به له ائمه مسلمين څخه يو امام وي کوم به چې په ټولنه کې د عدل او انصاف لپاره کار کوي او غير معصوم به وي ([5]).

ځينې اهل علمو له مهدي څخه انکار کړی په هغوی کې ځينې دا دي:

          علامه ابن خلدون : ابن خلدون د مهدي په مسئله کې متردد دی، هغه په دې سلسله کې په واردو حديثونو باندې تنقيد کړی او ويلي يې دي: په هغو احاديثو کې کوم يو داسې دی کوم چې له نقد او جرح څخه بچ وي؟.

          محمد رشيد رضا : هغه وايي: د مهدي په حديثونو کې ډير قوي او ښکاره تعارض دی، په دې موضوع کې د هغو رواياتو په مابين کې جمع او تطبيق ډير مشکل دی، له هغوی څخه د انکار کوونکو شمير ډير زيات دی، همدا وجه ده چې امام بخاري   رحمه الله او امام مسلم   رحمه الله په خپلو کتابونو کې د همدغو روايتونو ذکر نه دی کړی، د ائمه مسلمين يو لوی شمير خلکو دغه روايتونه ضعيف بللي ([6]).

          احمد امين : د مهدي په باره کې ټول حديثونه خرافات دي او د هغوی له امله د مسلمانانو په زندګي کې ډيرې خطرناکې نتيجې ظاهرې شوې دي ([7]).

          عبد الله بن زيد آل محمود : د مهدي دعوه له ابتداء څخه تر انتهاء ټوله په درواغو بنا ده، دا يوه بده او قبيحه عقيده ده، په اصل کې دا خرافات دي کوم چې له يوه څخه بل ته منتقل کيږي او دا رنګه احاديث دهشت خپريدونکي دي ([8]).

          محمد فريد وجدي : د مهدي منتظر په باره کې چې کوم حديثونه بيان کړی شوي دي، که اهل علم او بصيرت د هغو جايزه واخلي نو د دوی به په دې خبره کې شک پاتې نشي چې نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د داسې شيانو له بيانولو څخه پاک دی، په دغو روايتونو کې چې کومه غلوه، تضاد، مبالغه، د خلکو له حالاتو څخه نا خبري او د انسانانو په باره کې د الله تعالی له رائجو طريقو څخه چې کوم بعد راغلی هغه له چا څخه پټ نه دی، د دغو احاديثو مطالعه کوونکي په اول نظر کې دا محسوسه وي چې دا موضوعي روايات کوم چې عربو او په غربي رياست کې د يو شمير طلب ګارو ګمراه حواريينو د خاصو مقاصدو لپاره وضع کړي ([9]).

له مهدي څخه د منکرينو دلائل

(۱) په قرآن کې د مهدي ذکر نه دی راغلی، که چيرته دا خبره حق وی نو الله تعالی به په قرآن کې د هغې ذکر کړی وای.

ځواب : په قرآن کريم کې د قيامت د ټولو نښانو ذکر نه دی شوی، حتی په هغه کې د خروج دجال او په آخره زمانه کې په زمکه کې د خسف کيدو ذکر هم نه دی شوی، دا نښانې په سنت کې ذکر کړی شوې دي، کله چې دا نښانې په سنت سره ثابتې دي نو بر حق دي، ځکه چې د الله تعالی د خپل نبي په باره کې دا اعلان دی:

 وَ مَا یَنۡطِقُ عَنِ  الۡہَوٰی  ؕ﴿۳﴾ ([10]).

ژباړه :            خبرې نه کوي (محمد) له هوا خپلې نه.

د رسول الله   صلی الله علیه وسلم  ارشاد دی:

الا انی اوتيت القرآن ومثله معه ([11]).

ژباړه : خبر دار ! ما ته قرآن کريم هم راکړل شوی دی او له هغه سره يو بل شی (سنت) هم راکړل شوی دی.

نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د هغو نښانو ذکر فرمايلی او هغه يې ثابتې فرمايلې دي، له همدې امله دا د ثابت شده دين يوه برخه ده.

(۲) د مهدي احاديث په صحيحينو کې نشته.

ځواب : په صحيح مسلم او صحيح بخاري کې د نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  ټول احاديث نه دي جمع کړی شوي، له امام بخاري   رحمه الله او امام مسلم   رحمه الله پرته د سنت راويان نور محقيقن ائمه هم شته دي او له مونږ سره داسې وسايل شته دي په کومو سره چې د صحيح او ضعيف حديث امتياز کولای شو، که چيرته له تحقيق وروسته حديث صحيح ثابت شي د هغه قبلول واجب دي، خوا هغه که په صحيح مسلم او صحيح بخاري کې وي او که په بل کوم کتاب کې وي، په صحيح مسلم او صحيح بخاري کې د مهدي په باره کې روايات ضرور راغلي، مګر هلته د مهدي له نامه پرته د هغه نور اوصاف بيان شوي دي، په تيرو شويو احاديثو کې د صحيحينو احاديث هم تر سترګو کيږي.

(۳) مونږ د مهديت مدعيانو لپاره دروازه خلاصول نه غواړو.

ځواب : کله چې مونږ د مهدي په باره کې قواعد او ضوابط بيانه وو نو تر اوسه پورې دروغژن دعوه دار ته هيڅ ګنجايش نه دی پاتې شوی، د مهدي خاص جسماني صفات دي او د هغه د زمانې يو شمير متعين حالات دي د کومو ذکر چې مخکې تير شو، دا صفتونه يواځې په يوه کس کې پيدا کيدلای شي کوم چې حقيقي مهدي دی.

د دغې موضوع آخيري خبر

آيا په مهدي باندې د ايمان راړو معنا دا ده چې دعوت او عمل پريښودل شي؟

په ډيرو اسلامي هيوادونو کې د خير او شر په مينځ کې کشمکش روان دی، د دغو هيوادونو اوسيدونکي د ډيرې سختې مايوسۍ ښکار دي او هغوی مهدي ته په انتظار کې دي، چې په نتيجه کې يې دغو خلکو دعوت او عمل پريښی او قلار ناست دي او له امر بالعروف او نهی عن المنکر څخه يې خاموشي غوره کړې، هغوی د علم حاصلول او د هغه د نشر او اشاعت کار يې هم شا ته غورځولی او په ځينو وختونو کې له کار وبار، تعمير او ترقي څخه هم ځانونه غاړې ته کوي او ځينو خلکو داسې خبرې شروع کړې چې معامله ډيره زر راتلونکې ده او دا د مهدي د ظهور زمانه ده، هغه ډير زر راتلونکی دی نو په دنيوي امورو کې د ځان ګيرولو ته ضرورت څه دی؟.

پوښتنه دا ده چې په دغو احاديثو باندې د تعامل په باره کې شرعي اسلوب څنګه پکار دی؟.

د هغوی په باره کې تعامل:

دا او نورې نښانې د دې لپاره بيان شوې دي تر څو چې مسلمانانو ته خوشحالي، صبر او ثبات حاصل شي او هغوی دا خوشخبري هم واوري چې الله تعالی به دين محفوظ وساتي او د هغه مرسته به وکړي.

له دې سره سره مونږ هغه عمل وکړو د کوم چې په شروع کې حکم شوی چې د دين مرسته وکړی، له اسلامي هيوادونو دفاع وکړی، د خدای په لار کې جهاد وکړی او د اسلامي بيرغ د سر بلندي لپاره قتال وکړی.

مونږ بايد په دې انتظار کې نشو چې له آسمان څخه مرسته نازله شي يا دې زمونږ له کوشش او محنت پرته دې زمکه په جوش کې راشي.

نن هم پر مسلمانانو فرض دي چې هغوی له يهوديانو سره د جنګ لپاره او د قابضو عيسايانو له اسلامي هيوادونو څخه د وتو لپاره پوره تياری وکړي او د قيادت لپاره د مهدي تر راتګه پورې ذليل او رسوا ناست پاتې نشي، بلکه مونږ ټول متفق او متحد شو، د خپل دين او که مهدي راغی نو د هغه مرسته وکړو.

[1]  – النهاية في الفتن والملاحم، ص :۱۷.

[2]  – تاريخ الاسلام للذهبي، حوادث سنة : ۳۲۲، ص : ۲۴.

[3]  سره له دې دا خبره چې په حديث کې ذکر شوې د هغې په سند کې خبره شته.

 

[4]  الصافات، آية : ۱۰۲ الی ۱۰۷.

[5]  – وګورئ کتاب عقيدة اهل الاثر في المهدي المنتظر، للشيخ العباد.

[6]  – تفسير المنار، الاعراف :۷/ ۱۸۷.

[7]  – ضحی الاسلام :۳/ ۲۴۳.

[8]  – وګورئ د هغه رساله : لا مهدي ينتظر، بعد الرسول خير البشر : ۵۸.

[9]  – دائرة المارف القرآن العشرين :۱۰/ ۴۸.

[10]  – النجم، آية : ۳.

[11]  – مسند احمد :۴/ ۱۳۰.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button