د يوه بزرګ نصيحت

رالیږونکی : محمد نبي

کوم بزرګ ته چا و ويل: نصيحت راته وکړه!
بزرګ وويل: ته بايد پنځه کارونه وکړې:
د الله ذکر وکړه
د الله ذکر وکړه
د الله ذکر وکړه
د الله ذکر وکړه
د الله ذکر وکړه
سړي وويل: دا خو يو شی سو.
بزرګ وويل: نه، پنځه دي.
سړي وويل: څنګه؟!
بزرګ وويل:
لومړئ خلاص والی دی…
دوهم پراخوالی دی…
درېيم له منځه وړل دي…
څلورم امتحان او زخم دی…
پنځم رضا او ورکړه ده.

سړي وويل: څنګه؟!!! لږ مي پوه کړه!
بزرګ وويل:

⇦ لومړئ : که تا ته دروازه خلاصه سوې نه وای، نو تا به د ذکر بوی نه وای تر پزه کړی او نه به دي پر نفس ښه لګېدلی وای.

⇦ دوهم: که دي ذکر ته سينه نه واى پراخه سوې، نو دا برخه به دي همېشه نه لرلای او نه به دي پر ذکر دوام کولای سوای.

⇦ درېيم: که يې نور مشغولات له منځه نه وای در څخه وړي، نو د ذکر او مناجات خوند او لذت به دي نه وای څکلی.

⇦ څلورم: که يې نه وای زخمي کړی او د تېرو غلطيو په يادولو يې نه وای امتحان کړی، نو شيطان به د تکبر له دروازې ستا پر وارداتو راغلی وای او له خپلو آفتونو به نه وای صفا سوی.

⇦ پنځم: الله رب العزت په آخر کي در څخه راضي سو او په خپل حضور کي يې د يقين دروازې درته درکړلې.

اللهم اكتبنا من الذاكرين حقاً وصدقاً ويقيناً… آمين

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button