که شرم «لکۍ» لرلی…../ هېواد ریان

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې سختې ورځې تېرې کړي او اوس هم افغانستان د خپل تاریخ له حساس پړاو تېریږي. د امریکايي او ناټو عسکرو شتون، بېواکه چارواکي، پردۍ رسنۍ، پردۍ جگړه، پردي جاسوسان، د نیابتي جگړې ډگر، وژنې، بمباري او …. دغه شېبې د گران هېواد په تاریخ کې ثبتېږي او ځینو دغه حالت درک کړ او پرضد یې وسلهواله جگړه پیل کړه…
دلته د روسیې لاسپوڅي نورمحمد ترهکی، ببرک کارمل، حفیظ الله امین، ډاکټر نجیب او نور هم تېر شوي او له کارمل پرته نورو یو هم دومره د روسیې امر منونکي نه وو، لکه اوس د امریکې مننونکي…
اوسني گډوله حکومت د افغانانو د ویاړ تاریخ داغ کړ او تر دې حده ذلیله شول، چې د امریکا هر امر یې ومانه او د غلامۍ سرونه یې ورته ټیټ کړل.
د جانکېري په یو امر دواړو یو بل ته غاړې ورکړې او پخلا شول او اوسني د ذلالت نه ډک حکومت ډبره یې کېښوده.
اشرف غني او عبدالله هغه کارونه وکړل، چې راتلونکی نسل به یې په لوستلو هم د شرم احساس وکړي، چې په ۲۱ مه پېړۍ کې موږ داسې ذلیل چارواکي لرل….
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن د تېرې دوشنبې په ورځ بگرام ته راغی او د دې پرځای چې ارگ ته راشي؛ نو دواړه شرمیدلي بگرام ته ورغلل او ناسته یې هلته وکړه.
د امریکا سفارت د ناستې اصلي انځورونه خپاره کړل؛ خو ارگ په ډېرې بې شرمۍ په انځورونو کې گوتې ووهلې او ځینې برخې یې ترې لرې کړې.
پرون نیویارک ټایمز ورځپاڼې پر همدغو خپاره شویو انځورونو تبصره کړې وه، چې اوسنی گډ حکومت څنگه حقایق تحریفوي او د خپل ملت په سترگو کې خاورې اچوي.
نیوریارک ټایمز لیکلي وو«په دواړو انځورونو کې ښکاري چې غني او ټېلرسن په یوې بې کړکۍ خونه کې ناست دي، د خونې په منځ کې مېز پروت دی، پر هغه د چايو ترموز، دوه گیلاسونه او د اوبو بوتلونه ایښي دي، شاته په دېوال باندې دوه ټلویزوني سکرینونه نصب دي او د دواړو لوریو پلاوي یو تربله مخامخ ناست دي.
مگر د ولسمشر ماڼۍ «ارگ» له لوري په خپاره شوي انځور کې په دېواله باندې هغه نظامي ساعت لرې شوی چې امریکایي پوځ یې د نړیوال وخت معلومولو لپاره کاروي. همدا راز هغه سور رنگه برېښنايي زنگ هم نه معلومېږي چې د اور لگېدنې او خطر پر مهال وهل کېږي، تر څو دا حقیقت پټ کړي چې ناسته په امریکايي اډه کې شوې.خو د امریکایانو له لوري په خپاره شویو انځورونو کې دېوالي ساعت او د خطر زنگ دواړه لیدل کېږي.»
امریکا له یوه لوري زموږ شرم پسې راخیستې؛ خو له بل لوري یې بیا رسنۍ زموږ د ذلیله چارواکو ناستو حقیقتونه نړیوالو ته ښيي.
اشرف غني او عبدالله دواړه د تاریخ تورې څېرې دي او خپل نومونه یې د شاه شجاع نه هم نور ذلیله کړل.



