
ماشوم هره ورځ پنځه ځله د خپل پلار او مور لاس تېرولو ته اړتيا لري
الدكتور إبراهيم الفقي
ژباړه: محمد نبي (الدين)
ماشوم هره ورځ پنځه ځله د خپل پلار او مور لاس تېرولو ته اړتيا لري، تر څو په خپل ژوند کي د ميني او ثبات احساس وکړي او پر طبيعي عاطفې باندي رشد او پرورښت وکړي:
لومړی: د سر پر شاتنۍ برخه باندي يې لاس راتېرول، په دې سره ماشوم د رحمت او مهربانۍ احساس کوي.
دوهم: د سر پر لوړه برخه باندي يې لاس را تېرول، په دې سره ماشوم د فخر او عزت احساس کوي.
درېيم: پر باړخو (اننګو) باندي يې لاس راتېرول او لږ څه فشار ورکول، په دې سره ماشوم د شوق او ميني احساس کوي.
څلورم: پر تندي (ټنډه) يې لاس را تېرول، په دې سره ماشوم د سکون او آرام احساس کوي، د دې کار ښه وخت د خوب وخت دی او مستحبه طريقه دا هم ده، چي په دې وخت کي “معوذتين” هم باندي وويل سي.
پنځم: له دواړو لاسونو را نيول او د ورغوو سره را يو ځای کول، په دې سره ماشوم د ميني او امن احساس کوي.



