عالم به له جاهل سره څنګه رويه کوي؟

 الهام الخراساني

محمد اشرف علي تهانوي رحمه ﷲ هغه څوک دی چې نه يوازې دهند ستان په سطحه بلکې داسلامي نړۍ په کچه منلی شوی ستر علمي شخصيت دیچې په مختلفو علومو او موضوعاتو کې، تر زرو(١٠٠٠) تصنيفات لري.

نوموړی يوه ورځ په دهلي کې جوړې شوې جلسې ته دتقرير لپاره ور وبلل شو. کله چې اشرف علي رحمه ﷲ تقرير پيل کړ، دوينا کولو پر مهال ورته دقاغز په يوه ټوټه ليک (چيټ) راغی ، چې پکې ليکل شوي و:

١ –  ته دوبي ، جولا اود بيکاره نسب څېښتن  يې .

 ٢ – ته جاهل يې .

 ٣ – دتقرير په طريقه هم نه پوهېږې ګډې وډې وايې .

 ۴ – او بل داچې ته کافر يې .

اشرف علي رحمه ﷲ دټولو خلکو په وړاندې ليک ولوست بيا يې وويل زه ددې ليک رالېږونکي ته ځواب وايم

١ – زه که دوبي ،کلال او دکمزوري نسب سره تعلق لرم دا زما له اختياره وتلي خبر ده ،

  دا اختيار صرف ﷲﷻ سر ده چې دچا چېرته، او په کومه کورنۍ کې زوکړه کوي .

او بل دا چې زه خو دې سيمي ته يوازې دوينا کولو لپاره راغلی يم، له هيچا سره د خېښۍ اراده نه لرم.

٢ – دی وايې چې ته جاهل يې زه جاهل نه بلکې اجهل يم فقط دومره کوم ،چې  کتابوکې څه وينم او لولم هغه نقلوم که کومه خبره خطا او ناسمه وي هغه مه منئ.

٣ – وايې ته ګډې وډې وايې، دتقرير په طرز او طريقه نه پوهيږې

هو! زه خو واغظ نه يم بلکې يو مدرس يم او بلنه هم ستاسو له خوا راغلې وه خو بيا هم که تا ماته په پټه طريقه ويلي وای نو مابه هيڅکله دې جلسه کې تقرير نه وای کړی .

۴ – بل داچې ته کافر يې ، الحمدلله زما په زړه کې دايمان ډېوه لا روښانه ده خو زه بياهم ستا پر وړاندې دشهادت کلمه وايم ترڅو ستا يقين زما په ايمان راشي نو پر منبر يې ښه په زوره وويل: (اشهد ان لا اله الا ﷲ واشهد ان محمد عبده ورسوله)

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button