چې دين او ملي هويت مو څرګند نه وي نو بيا څه يو؟

سرليکنه
د حکومت او ولس ترمنځ په نورو مسايلو کې ډيرې فاصلې موجودې دي. تراوسه حکومت د هغو فاصلو په له منځه وړلو نه دى توانيدلی، اوس په هېواد کې يو ځل بيا يوه ناندره ييزه مسئله، په تذکره کې د دين او افغان کلمې ليکلو او نه ليکلو سره رامنځ ته شوه چې د ولس، ولسي جرګې او ولسمشر ترمنځ یې اخلافات زيات کړل. که څه هم دغه ډول موضوع ګانې مصنوعي شکل لري او تل په مصنوعي شکل د افغان ولس د بربادۍ، بې اتفاقۍ او په خپلو کې نورو جګړو اخته کولو لپاره په نوي رنګ او نویو تاکتيکونو رامنځته کېږي چې د افغانانو ترمنځ کرکه او نفرت نور هم پسې زيات شي.
دوه کاله وشول چې په هېواد کې د تذکرې مسئله حل نه شوه. څوک له افغانيته منکر او څو ک له اسلاميته او څوک له دواړو منکر. که د تیرې کمونستي دورې بقايا له دواړو منکر شي، پر هغوی مو خوا نه بدېږي، هغوی د کمونستي نظام په رامنځ ته کولو سره پر روسانو دين، ايمان او خپله پاکه خاوره د څو روبلو په بدل کې پلورلې ده، د هغوی لخوا افغانيت او اسلاميت منل شونې نه ښکاري. خو هغه چې له کمونستانو سره یې د جهاد په نامه ميلیونونه افغانان په زندانونو او سنګر کې شهيدان کړل او په ځانګړې تو ګه په ولسي جرګه کې د مجاهدينو په نامه ناستو کسانو لپاره د شرم خبره ده چې دا ډول مصوبه لاسليک کوي.
افغانانو د روسانو په مقابل کې په افغاني غيرت مقاومت کړی دى او په سنګر کې یې خپل سرونه نذرانه کړي دي. د هغه چا په فتوا یې ټوپک ته لاس کړی دى چې اوس په ولسي جرګه کې د مجاهدينو په نامه ناست دي، ولسي جرګې ته یې د جهاد په نامه لاره کړې ده او ولسي وګړو ورته د باطل په مقابل کې د مقاومت په خاطر رايه ورکړې ده. هغوی اوس په هغه څه لاسليک کوي چې نه پکې اسلام او نه پکې افغانيت څرګندېږي.
چې دا دواړه پکې نه وي نو بيا مونږ څوک يو؟ په څه نامه به تذکره اخلو؟ بهرنۍ نړۍ به مو د چا په نامه پېژني؟ بيا به موږ په بهر کې کليساګانو ته ځو که جوماتونو ته؟
د يوه انسان چې کلی، سيمه، هېواد، مذهب او قبله څرګنده نه وي هغه په نشت شمېر ل کېږي.
له څلورو لسيزو راپدېخوا راباندې يوه تپل شوې جګړه روانه ده او تر ټولو هغه چا زيات ووژلو چې ويل به یې په هيواد کې چې يو امريکايي پاتې وي جهاد ته به ادامه ورکوو. اوس په همغه هېواد کې د اسلام او افغانيت نوم له تذکرې له منځه وړل کېږي، پر خلاف یې د مخالفت غږ هم نه شي پورته کولاى. له دې نه دا څرګنده شوه چې په ولسي جرګه کې ناستو مجاهدينو او افغانانو هم اسلاميت او هم افغانيت وپلوره.
د ولسي جرګې دا پرېکړه يوازې په افغانستان کې د يو قوم او يا مجاهدينو پر خلاف پرېکړه نه ده، بلکې دا د ټولو افغانانو، چې په افغانستان کې ژوند کوي او د اسلام د مقدس دين پيروان دي، پر خلاف پرېکړه ده چې هيڅ کله افغانانو ته د منلو نه ده او نه یې مني. که یې ولسي جرګه په موقته توګه لاسليک کړي، دا لاس ليک به په افغانستان کې پر افغان ولس د تپل شوي جګړې او د يرغلګرو پوځونو د موجديت په څېر وي چې هر افغان ورسره مخالف او کرکه ترې لري.
د درې لسيزو کډوالۍ وروسته چې مو کډوال خپل هېواد ته راستانه شي، په دویم ځل بيا د کورنيو جګړو له امله په خپل هېواد کې بې کوره شي، همدا لا مل دی چې موږ مسلمانان او افغانان يو، ځکه خو امريکا له زرګونو کيلومترو لیرې له ټولو هېوادنو را تېره شوه او پر افغانستان یې يرغل وکړ.
که په ولسي جرګه کې ناستو اشخاصو په تذکره کې د اسلام او افغانيت پر خلاف مصوبه لاسليک کړه، کړې دې یې وي، هغوی به اسلاميت او افغانيت پلورلى وي. خو دا تمه دې نه کوي چې افغان ولس به یې ومني. افغان مجاهد ولس لکه څرنګه یې چې د روسانو پر خلاف مقاومت وکړ، اوس یې د امريکايانو پر خلاف کوي. د ګوتو په شمېر په ولسي جرګه کې د ناستو کسانو د لاسليک په مقابل کې هم مقاومت کولاى شي.



