له تذکرو څخه داسلام او افغان کلمه لری کول په څه معنادی؟ (پاتی برخه)

لیکوال:ابوبکرعظیمی
دوهمه خبره داده چه جعلی افغان حکومت له تذکرو څخه ولی دافغان کلمه لری کول غواړی؟
جواب:
علتونه یی زیات دی خو یو عمده علت یی داهم کیدیشی چه د موجوده نظام مشران اکثره په امریکا او نورو خارجی ممالکو کی تولد شوی اویاهم هلته تربیه شوی دی نو ځکه داخلک دافغان کلمی په قدر نه پوهیږی او دافغانستان له تاریخ څخه ناخبره دی.
حتی داهم معلومه نده چه دوی په ریښتیاهم دافغانانو بچیان دی او کنه.
ځکه په کومو ملکونو کی چه داخلک تغذیه اوتربیه شوی دی هلته خو کاملا ازادی ده بلکه دخواهشاتو دپوره کولو هیڅ ممانعت نشته نو له دی وجی څخه مونږ دوی ته ۱۰۰% افغانان نشو ویلای.
که دوی اصلی افغانان وی نو څنګه کیدلای شی چه یو څوک دی له خپل قوم څخه نفرت وکړی او پخپل قوم دی وشرمیږی؟
مونږ له دوی څخه دا پوښتنه کوو چه ایا امریکایان او نور کفری اوسلامی ملکونه به دومره بی غیرتی په ځان ومنی چه پخپله تذکره کی دخپل قوم او ملت نوم ونه لیکی هغه هم دپردیو په اشاره؟
که تاسو دافغان له نوم سره دومره دښمنی لری نوبیاولی دافغان په خاوره اوسیږۍ داخو دافغان له خاوری سره جفا ده.
نور باید اصلی افغانان راویښ شی او دجعلی افغانانو دخیانت مخه ونیسی.
ددی خلکو دیاوطن اویاکفن شعار هم یونمائش ده اوبلعکس معناتری اخلی.
دمثال په توګه.
دافغانیت دود او دستور له وطن څخه ختمول او افغانیت په کفن کی دفن کول او غیراسلامی دودونه رائج کول دا د دوی هدف او مقصد دی.
تاسو فکروکړی ددی حکومت په دفترونو کی دخارجی ملکونو بیرغونه او نښانونه منل کیږی او ددوی پر موترونو ټانګونو طیارو اسلحو او خوراکی توکو باندی همدارنګه ددوی په یونیفورم باندی خارجی ټاپی او نښانونه منل کیږی خو بس دغیرتی افغان نوم اونښان پری بوج ده ایا دا له افغانانو سره په دښمنی کی انتهاء نده؟
تاسو خو یوځل قرانکریم هم وګورۍ چه دقوم او قبیلی په هکله الله.ج. څه وایی.
[سُوۡرَةُ الحُجرَات : 13]
يٰٓأَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنٰكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثٰى وَجَعَلْنٰكُمْ شُعُوبًا وَقَبَآئِلَ لِتَعَارَفُوٓا ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقٰىكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ
ژباړه: اې خلكو! موږ تاسي له يوه نارينه او يوې ښځي څخه پيدا کړئ او بيا مو تاسي قومونه او قبيلې وګرځولئ، تر څو چي تاسي يو او بل(دقومیت په ذریعه) سره وپيژنئ. په حقيقت کښي د الله په وړاندي ستاسي څخه تر ټولو زيات عزتمند هغه څوك دى چي په تاسي کښي تر ټولو زيات پرهېزګار وي. په باوري ډول الله په هر څه پوهېدونكى او باخبره دى.انتهی!
خلص او نچوړ ددی ټولو ناخوالو دا دی چه افغانان که اوس هم لاس پکارنشی خدای مکړه دهلاکت پرطرف روان دی بیابه نړی دافغانستان نوم هم له نقشی څخه وباسی او مونږ به رایه هم ورکوو او لاسونه به ورته پړکوو………..!



