علم د الله تعالی په نزد محبوب صفت

حذیفه افغان

الله جل جلاله  ته  تر ډیرو شیانو علم  محبوب صفت دی:ځکه چې دادم علیه السلام  شرافت  الله جل جلاله  دعلم  له وجې بللی دی ،نومعلومه ده چې علم دالله جل جلاله   په نزد  خوښ دی ، که  چېري  بل شی د علم نه  غیر د الله جل جلاله  په  نزد خوښ وای  نو په  هغه سره  به الله جل جلاله  دادم علیه السلام  شرافت  بیان کړی ؤ.  نو کله  چې  ددآدم  علیه السلام  شرافت  اودهغه خلیفه جوړېدل په  ځمکه کې او دی  مسجود الملائکه  ګرځېدل  دعلم  پربنا و ،نومعلومه خبره ده  چې علم  د الله جل جلاله  په نېزد خوښ شی دی.

د علم  اهمیت له دې څخه هم معلومیږي  چې  الله جل جلاله  کله اولنۍ وحیې  نازله کړه  نودهغې  اولنی لفظ  اقرأء و ، چې د دې مطلب دی ،ولوله!  یعني الله جل جلاله  امت  مسلمه ته  اول وار  دلوستلو  تلقین  وکړ . کله  چې  ظاهرا  انسان فکر وکړي   چې دعیسی علیه السلام  څخه راپدې خوا تر نبي کریم صلی الله علیه وسلم  پورې پنځه سوه  یو اویا(۵۷۱) کاله تیرشوي وو،اوپه  عربو کې  بت پرستي  شرک ظلم  عام  ګرځېدلی  و، د دې  باوجو د بیاهم  وحیې دعلم په  هکله  نازله  شوه ،معلومه  خبره ده ، چې علم مهم شی دی.

 علم هغه  صفت دی  ، چې د دې په ذریعه  انسان  دجهالت له تورو  تیارو  څخه  نجات پیدا کولای شي ، اود نور طرف ته  تګ  کولای شي ،اوکله چې  یو دیني  عالم  د خپل علم په مقتضیاتو  عمل وکړي  نو همدغه  علم دده  لپاره دقیامت  په  ورځ  د الله جل جلا له  په حضور کې دنجات ذریعه  جوړېدای شي.  حضرت علی کرم الله وجهه  فرمایي:موږ  د الله جل جلا له  په  تقیسم  ډېر راضي یو ، چې موږ ته یې علم راکړ  اوناپوهانو ته  یې  مال ورکړ ، ځکه چې علم بقالري  او مال ژر ده چې   پناه شي.

  ،دانسان  دزړه  ژوند علم دی ، نوباید  چې  په حاصلولو کې  یې  حتی الوسع  کوښښ  وشي ، دانسان  دزړه  مرګ   د هغه  جهل اوناپوهي ده  ، نو باید چې هرسړی  ترې په کلکه  ځان وساتي . دومره  اندازه  علم  چې سړی  خپل ژوند دالله جل جلاله  او دهغه  درسول صلی الله علیه وسلم  د احکامو یې  مطابق  وګرځوي  ، په  هرمسلمان  فرض  عین  دی.

نو بناء هر مسلمان باید د نورو چارو تر څنګ د علم حصول ته هم جدي توجه وکړي. د خپل عبادت او معاملاتو اړوند دیني علم زده کړي تر څو خپل ژوند د الله تعالی د ارشاداتو په رڼا کې ترسره او د دنیا او اخرت کامیابي یې په برخه شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button