د ولسي جرګې پر وکیلانو د خپلې کعبې دروازې وتړل شوې

تبصره
په افغانستان کې چې له څه وخته شاهي نظام په جمهوریت بدل او بیا له جمهوریت سره د دیموکراتیک نوم ورزیات شو، ولسي نظام او حکومت په ګوندي حکومتونواو نظامونو بدل شول، ولسواکي په تنظیمواکۍ بدله شوه، د هرګوند حکومت او په حکومت کې واک د ګوتو په شمېر د څو ګوندي غړیو په لاس کې پرېووت، امن له هېوالو سره سم له هېواده کډه وکړه. تر ټولو مرګونې او د هېواد د بدبختۍ دوره یې د کمونستي نظام له نسکورېدا وروسته د تش په نامه جهادي خو په حقیقت کې د ارګ د لېونیانو دوره وه چې په ګوندي، مذهبي، سیمه ییز او ژبني تعصب سره یې د هېواد په مرکز او هره برخه کې د جګړو اور بل کړل.
د هېواد په پاکه خاوره هر تاړاکګر خپله خوا په خپل یرغل او ولس وژنه یخه کړې ده، خو روسانو او امریکایانو په ډېره سپین سترګۍ سره پر افغان ولس د نیولو، زنداني کولو او وژنو چپه میچنې وګرځولې. د سرې او سپینې ماڼۍ غلامانو له کمونستانو سره او د دیموکراسۍ (عیاشۍ) پلویانو سپینه ماڼۍ خپله قبله ګرځولې ده. په خپلو کې چې هر یو د ځان د غلامۍ تر نوور زیات ثبوت وړاندې کوي، یو ځل د غلامۍ د هوډ تازه کولو لپاره د خپلې قبلې (امریکا) سفر کوي.
اوس پر امریکا د خپلې خاورې او ملي مقدساتو پلورونکي وخت په وخت خپلې قبلې (سپینې ماڼۍ) ته سفرونه زیات کړي دي او هلته د وخت د واکمن په پښو کې سرونه ټیټوي. پر کمونستانو خو د امریکا په یرغل سره ځینې لیارې وتړل شوې، اوس امریکا د افغان حکومت د یو شمېر چارواکو په شمول د ولسي جرګې د وکیلانو (غلامانو) په مخ د هغوی د کعبې دروازه وتړله، یانې نور د ولسي جرګې وکیلانو ته د امریکایي چارواکو په فرمان امریکا ته د ورتلو وېزې نه ورکول کېږي.
په هېواد کې د ناامنیو، بې کارۍ او ګرانۍ له امله چې د پنځو کالو راپدېخوا افغانانو او په ځانګړې توګه ځوان نسل په مرګونو لارو اروپا ته د ځانونو د رسولو بهیر ګړندې کړی دی، په حکومتي کچه هم امریکا او اروپا ته د تلونکو اشخاصو سفرونه زیات شوي دي چې د دوو کالو په دوران کې تر پنځه سوو زیاتو ژباړونکو په اروپايي هېوادونو کې د سفر په دوران کې ځانونه ترې تم کړي او د سیاسي پناه اخیستلو هلې ځلې یې کړي دي.
په کابل کې د امریکا سفیر تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د حکومت په کچه چې کوم لوړپوړي چارواکي امریکا ته سفر وکړي، بیا نه غواړي خپل هېواد ته راستانه شي نو له دې کبله هغه اشخاص چې امریکا ورته د اړتیا په صورت کې امریکا ته د تللو ویزه ورکړي، بې له هغوی د ولسی جرګې د غړیو په شمول د لوړي کچي اشخاص د وېزې په بندیز نه شی کولای امریکا ته سفر وکړي.
یانې نور د امریکا پلوو پر مخ هم د امریکا د هغوی د قبلې دروازې وتړل شوې، هغه چې د امریکا د دفاع له وزارته یې پر افغان ولس د غټو غټو بمونو د غورځولو غوښتنه کوله، د هغه تنظیم غړیو ته هم د امریکا د سفر وېزه نه ورکول کېږي، ځکه چې د دې تنظیم زیاترو غړیو په اروپايي هېوادونو کې د امریکا پاسپورتونه جوړ کړي دي.
د راپورونو په اساس د دوو میاشتو راپدېخوا چې په کابل مرکز او نورو یو شمېر ولایاتو کې وسله والو طالبانو بریدونه زیات کړل، د حکومت لوړ پوړو چارواکو د کورنیو پاتې غړیو ته هم د امریکا پاسپورتوته جوړ کړل او هم یې په هېواد کې په لاس کې د شته شتمنیو بهر ته په لېږلو کې زیاتوالی را ووست، خو په کابل کې د امریکا د سفیر په وینا چې امریکا د ولسي جرګې د غړیو په شمول د حکومت پر لوړ پوړو چارواکو چې امریکا یې خپله قبله بلله وېزې پرې بندې شوې چې د وخت په تېرېدو سره به یې په هېواد کې ژوند تریخ شي.



