(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱۸): د ملګرو ملتونو يوه لوړپوړي چارواکي ويلي، که يمن سره مرستې ونه شي او تړل شوي بندرونه يې خلاص نه شي، نو دغه هېواد به له سختې قحطۍ اوستر انساني ناورين سره مخ شي.
د دې چارواکي په خبره، که په يمن کې وضعيت همداسې دوام وکړي، په نوموړي هېواد به داسې قحطي راشي چې په تېرو څو لسيزو کې يې به يې بيلګه نه وي ليدل شوي، چې له کبله به يې ميليونونه انسانان قرباني شي.
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیال سرمنشي مارک لوکاک، د سعودي عربستان په مشرۍ له ټلوالې وغوښتل چې دغه هېواد ته تللې لارې پرانیځي.
نوموړي دغه راز وويل، چې خلکو ته دې اجازه ورکړل شي، څو په ټولو بندرونو کې د سونګ موادو، خوړو، دارو- درملو او نورو مهمو موادو ته لاسرسی پیدا کړي.
سعودي عربستان وروسته له هغې د يمن بندرونه سخت کړل، چې اوونۍ مخکې د يمن له خاورې د سعودي عربستان په رياض ښار بالستيک توغندي وتوغول شول.
سعودي عربستان وايي، دا بالستیک توغندی یې د ریاض سره نږدې توغندي ضد ډال سره په هوا کې شنډ کړ.
ریاض د یمن د پولو تړل له ایران څخه حوثي وسلوالو ته د وسلو د مخنیوي لپاره مهم بولي.


















