یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د بروکسل غونډې په هېواد کې د جګړې دوام روښانه کړ

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 9, 2017
کټګوریانې: تبصرې
0
6
ځلې شریک شوی
78
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تېره ورځ د بلجيم په پلازمېني، بروکسل کې د افغانستان په اړه د ناټو د دفاع وزيرانو غونډه جوړه شوه چې په افغانستان کې د ناټو د غړیو هېوادونو هر يوه دفاع وزير په خپل وار غونډې ته ويناو وکړه او هم په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه بحثونه وشول.

د بروکسل په غونډه کې د اجنډا له مخې، په افغانستان کې د جګړې په دوام د غوڅ ملاتړ د ماموريت په اړه خبرې تر ټولو مهمې وې چې څرنګه د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې خپله پاتې دنده سرته ورسوي. د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په لومړۍ ورځ خبریالانو ته وویل چې افغانستان ته د نورو پوځیانو د لېږلو موضوع سبا ورځ د غونډې د بحث یوه اساسي مسئله ده، چې د غونډې تر پایه پورې به د همدې موضوع په اړه خبرې روانې وي څو ګټوره نتيجه ترلاسه شي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

تېره ورځ رسنيو افغانستان ته د ناټو د نورو پوځونو د لېږلو خبر ورکړی و، خو دا نه وه څرګنده چې د دې درې زرو پوځونو لېږلو وروسته به بل کوم تصميم ونيول شي او که نه. د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ وويل: په دې اړه هم بايد په دې غونډه کې خبره روښانه شي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د بلجیم په مرکز بروکسل کې خبري غونډې ته ويلي دي چې د دوی ځواکونه به په افغانستان کې پاتې شي، ترڅو افغان ځواکونه وروزي او د حکومت د مخالفو وسله والو په مقابل کې جګړې ته دوام ورکړي.

له دې نه دا څرګنده شوه چې په افغانستان کې، د ينس سټولټنبرګ په وينا، د ناټو پوځونه بايد د جګړې تر دوام پورې پاتې وي. په افغانستان کې امريکا داسې حالات رامنځته کړي چې د بهرنيانو په شتون به جګړه دوام لري.

خپله د سيګار په شمول همدا بهرني بنسټونه په خپلو راپورونو کې څرګندوي چې دا مهال  وسله وال طالبان څلوېښت سلنه خاوره په خپل کنټرول کې لري، خو په بروکسل غونډه کې ينس سټولټنبرګ وايي چې په تېر کال کې مو وسله وال طالبان خپلو هدفونو ترلاسه کولو ته نه دې پرېښي.

په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره امريکايي چارواکي وايي چې زموږ پوځونه به د افغان پوځونو روزنه کوي او د اړتيا پر مهال به ورسره هوايي او ځمکنۍ مرسته هم کوي، خو د ناټو عمومي منشي بيا وايي چې د جګړې په موجوديت سره به ناټو پوځونه افغان پوځونوته روزنه ورکوي او هم به د پارلماني انتخاباتو او له هغې وروسته چې د ولسمشري انتخابات ترسره کېږي، د ناټو پوځونه به ټول امنيت په لاس کې لري.

له يوې خوا افغان ولس نور د تپل شوې جګړې د زغم توان نه لري او د يمن په څېر افغانستان دی چې د سخت غربت له امله یې ماشومان نور له مرګ سره مخ دي. په يمن کې د سږني کال ماشومان د لوږي او غربت له مخې مري، خو افغان ماشومان او لويان هر کال د غربت له امله د مرګ له ګواښ سره مخ وي چې سږ ژمی یې تر ټولو سخت د لوږي او غربت ژمی دى.

دا مهال په افغانستان کې دوه نيم ميليونه ماشومان د لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي او له بلې خوا پرې د ناټو عمومي منشي د جګړې د دوام پرېکړه د بروکسل په غونډه کې وکړه چې تر څو په افغانستان کې ناامني وي، د ناټو پوځونه به پاتې وي. له دې نه دا څرګنده شوه چې په افغانستان کې به غربت، لوږه او جګړه دوام لري.

مخکینې مطلب

هوا خرابه وه که د جون اوضاع خرابه وه؟

بل مطلب

ملګري ملتونه: په يمن بنديزونه به دغه هېواد له قحط سره مخ کړي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com