جمعه, اپریل 24, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

اسلام او کفر (دریمه برخه)

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 10, 2017
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
13
ځلې شریک شوی
166
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

دکتور کفایت الله وردګ
 
یادګېرنه : پدې لیکنه کې په هغه خبرو ، عقیده او عملونو باندې له خپل لوستونکي سره بحث کوم چې په کولو یې انسان کافر کيږي پدې هېله چې که چاته معلوم وي د هغه لپاره به تکرار شي ، له چا څخه چې هېر وي ور په یاد به شي او چاته چې نه وي معلوم د هغه لپاره به نوي معلومات شي او ځان به ورڅخه وساتو  په تېرو برخو کې مو د ایمان او کفر په اړه او یو څو هغه خبرو بحث کړی وو چې په کولو یې انسان کافر کیږي د هغې برخې په تعقیب….
 
د الله نه بغیر له بل چا یا بل شي دعاء غوښتل
همدارنګه انسان په هغه خبرو باندې کافر کیږي چې څوک بغیر له الله جل جلاله  نه د بل چا څخه دعا وغواړي او دا یقین وکوي چې دا بابا ، دا زیارت ، دا کس  او دا شی زما دعاء قبلوي او زه چې څه شی غواړم دا یې ماته راکولی شي ، بل چا ته د عبادت او تنزیه الفاظ استعمال کړي کوم چې په مؤمن باندې لازم دي چې یوازې د الله جل جلاله  په حق کې یې استعمال کړي  دا هم د کفر سبب دی  ځکه کله چې بنده مسلمان کېدو نو ده ویلي وو لا اله الا الله  (نشته په حقه لائق د عبات بغیر د الله جل جلاله  نه) نو چې کله داسې خبره وکوي چې لدې معنی سره په ټکر کې وي دی به ورباندې  همداسې له ایمان څخه وزي لکه څنګه چې ددې کلمې ویلو سره په ایمان کې داخل شوی وو .
د الله د صفاتو ضد خبره کول  
همدارنګه د الله جل جلاله  ټول صفات چې مونږ ته قرآن کریم او رسول الله صلی الله علیه وسلم  بیان کړي دي حق دی داسې خبره کول چې پکې د الله جل جلاله  د کوم صفت نفی وشي نو هم کفر دی  د مثال په ډول : الله تعالی د انسان په هر حالت باندې عالم دی ، خبیر دی ، آورېدونکی دی ، لیدونکی دی ، قادر دی  ، رحمن دی ، رحیم دی  که څوک داسې خبره وکوي چې ددې خبرو سره په ټکر کې وي نو دا هم کفر دی .
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ښکنځل کول
د علماوو په اجماع سره هغه کس هم کافر کیږي او قتل یې روا دی چې چا رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ښکنځل وکول ، د هغه سپکاوی یې وکولو ، د هغه په اړه یې  بده خبره وکوله ، د هغه مبارک توهین یې وکولو حضرت قاضی عیاض رحمه الله فرمایی :  امت پدې سره اجماع کړې ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تعظیم واجب دی او الله جل جلاله  په قرآن کریم کې امر کړی دی چې هغه ته له ضرر رسولو څخه ډډه وکوئ  هغه څوک چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اهانت ، سپکاوی وکوي  هغه باید قتل کړل شي . الشفاء لقاضی عیاض رحمه الله
واقعه
د مکې مکرمې د فتح هغه ورځ وه چې لویو لویو کافرانو ته بښنه وکوله شوه  خو یو څو کسان داسې وو چې لدې عامې بښنې څخه بهر پاتې شوي وو یو له هغه بد بختانو څخه ابن خطل وو دا هغه کس وو چې په خپلو شعرونو کې به یې رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ښکنځل کول رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر کړی وو چې دې کس ته عفوه نه ده شوې دا مو چې هر چېرته پیدا کړو قتل یې کړئ  حضرت انس بن مالک رضی الله عنه فرمايي د فتح په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته یو کس په منډه راغلو ورته یې وویل : ابن خطل ځان د کعبي په پردو پورې نښلولی دی رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکولو : قتل یې کړئ . صحيح البخاري
ددې امله علماء کرام فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د سپکو خبرو او هغه مبارک ته د ښکنځلو کولو سزا قتل دی .
امام ابن حزم رحمه الله فرمايي : څوک چې رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ښکنځل وکوي د هغه سزا قتل دی سره ددې که دا ښکنځلې څوک بل کوم کس ته وکوي هغه ته د قتل سزا نشي ورکول کېدلی . المحلی لابن حزم
همدارنګه د حضرت شعبي رحمه الله څخه روایت دی هغه له امیر المؤمنین حضرت علی رضی الله عنه څخه روایت کوي هغه فرمايي : یوه یهودیه ښځه وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته به یې ښکنځل کول او د هغه مبارک صلی الله علیه وسلم  په اړه به یې سپکې خبرې کولې یو کس د هغه په مرۍ زور وکولو او هغه یې مړه کړه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغې وینه هدر کړه (هغه وژونکی کس ته یې سزا ورنه کړه ) . سنن ابی داود
امام شوکاني رحمه الله فرمایی : پدې حدیث کې دلیل دی که څوک رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ښکنځل کوي مرګ یې روا دی او امام ابن منذر رحمه الله پدې باندې اجماع نقل کړې ده که څوک رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ښکنځل کوي باید قتل شي . نيل الأوطار
 
نور بیا انشا ء الله
 
زما د بحث مراجع :
قرآن کریم
تفسیر الطبری
تفسیر بیضاوي
صحیح البخاری
نواقض الاسلام
المغني
الابانة
الشفاء
نیل الاوطار
السیل الجرار للشوکاني رحمه الله
مخکینې مطلب

خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

بل مطلب

نکاح دجنسي آزادی او عفت د‌ کشمکش په ميدان کې‎

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 24, 2026
0

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 24, 2026
0

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com